يوسفزئ
د تورات شريف اول کِتاب

د پېدايښت کِتاب - پنځوسم باب

۱يوسف په خپل پلار باندې ورپرېوتو، ژړل يې او ښُکلولو يې. ۲بيا يوسف خپلو خِدمت کوونکو حکيمانو له حُکم ورکړو چې د هغۀ د پلار د لاش اوچولو بندوبست وکړى چې خراب نۀ شى. ۳د مړى خرابېدو نه په بچ کولو باندې څلوېښت ورځې ولګېدلې. مِصريان اويا ورځې د هغۀ په غم غمژن وُو. ۴چې کله د غم وخت تېر شو، يوسف د فِرعون درباريانو ته وفرمائيل، ”کۀ تاسو ما سره ښۀ کوئ نو زۀ تاسو ته عرض کوم چې فِرعون ته داسې ووايئ چې، ۵چې کله زما پلار مړ کېدو، هغۀ زما نه قسم اخستے وو چې زۀ به هغه د کنعان په مُلک کښې په هغه قبر کښې ښخوم کوم چې هغۀ کنستے وو. نو مِهربانى وکړه، ما پرېږده چې زۀ خپل پلار هلته ښخ کړم او زۀ به بيا واپس راشم.“ ۶فِرعون ورته ووئيل، ”لاړ شه، او خپل پلار هغسې ښخ کړه، چې څنګه هغۀ ستا نه قسم اخستے وو.“ ۷نو يوسف خپل پلار ښخولو له يوړو. د فِرعون ټول درباريان، د هغۀ د دربار مشران او د مِصر ټول مشران د يوسف سره لاړل. ۸د هغۀ خاندان، د هغۀ وروڼه او د هغۀ د پلار د خاندان باقى ټول خلق د هغۀ سره لاړل. صِرف د هغوئ واړۀ ماشومان، د هغوئ ګډې، چېلۍ او څاروى د جشن په علاقه کښې پاتې شول. ۹په ګاډو کښې خلق او په آسونو سوارۀ خلق هم د هغۀ سره لاړل، دا يوه لويه قافله وه. ۱۰چې کله دوئ د اُردن پورې غاړه هغه درمند ته راغلل چې په اتد کښې دے، نو دوئ هلته تر ډېره وخته پورې وير وکړو او يوسف تر اووۀ ورځو پورې د غم ژړا وکړه. ۱۱چې کله د کنعان د مُلک اوسېدونکو خلقو دا وليدل چې هغه خلق د اتد په درمند کښې د غم ژړا کوى، نو هغوئ ووئيل چې، ”دا مِصريان څومره سخت د غم ژړا کوى.“ نو ځکه د هغه ځائ نوم د مِصريانو د غم ژړا مېدان شو. ۱۲نو د يعقوب زامنو هم هغه شان وکړل چې څنګه هغۀ ورته وصيت کړے وو، ۱۳هغوئ د هغۀ لاش د کنعان مُلک ته يوړو او هغه يې د مکفيله په غار کښې ښخ کړو، چې د ممرۍ سره نزدې وو، په هغه پټى کښې کوم چې اِبراهيم د حِتى عِفرون نه د قبرستان دپاره اخستے وو. ۱۴چې کله يوسف خپل پلار ښخ کړو، نو هغه د خپلو وروڼو سره او د هغه ټولو کسانو سره کوم چې د هغۀ سره د جنازې دپاره تلى وُو، مِصر ته راواپس شول.

د حضرت يوسف خپل وروڼه معاف کول

۱۵چې کله د يوسف وروڼو دا وليدل چې د هغوئ پلار په حق رسېدلے دے نو هغوئ ووئيل، ”کۀ يوسف تر اوسه پورې مونږ سره کينه لرى او چې کوم بد مونږ ورسره کړى دى کۀ د هغې زمونږ نه بدل اخستل غواړى، نو بيا به څۀ کيږى؟“ ۱۶نو هغوئ يوسف له خبر ولېږلو او وې وئيل، ”زمونږ پلار د مرګ نه مخکښې ۱۷مونږ ته وفرمائيل، ”يوسف ته به داسې ووايئ چې، مونږ تا ته سوال کوُو چې ستا وروڼو کوم غلط کار او بد تا سره کړى دى، هغه معاف کړه.“ اوس درته دا سوال کوُو چې مونږ، ستا د پلار خُدائ پاک خِدمتګارانو چې کوم غلط کار کړے دے، هغه مونږ ته معاف کړه.“ چې کله دا پېغام يوسف ته مِلاو شو نو هغۀ وژړل. ۱۸بيا د هغۀ وروڼه په خپله راغلل او د هغۀ په مخکښې ټيټ شول. هغوئ ورته ووئيل، ”ګوره، مونږ ستا غلامان حاضر يُو.“ ۱۹خو يوسف هغوئ ته وفرمائيل، ”يرېږئ مه، ولې زۀ خُدائ پاک يم څۀ؟ ۲۰تاسو زما خِلاف د بدو منصوبه جوړه کړه، خو خُدائ پاک دا په نېکۍ بدله کړه، ترڅو چې د ډېرو خلقو ژوند بچ کړى کوم چې نن ژوندى پاتې دى. ۲۱اوس تاسو مۀ يرېږئ. زۀ به ستاسو او ستاسو د بچو خيال ساتم.“ نو هغوئ له يې په نرمو خبرو تسلى ورکړه.

د حضرت يوسف مرګ

۲۲يوسف د خپل پلار د خاندان سره په مِصر کښې اوسېدو، هغه د يو سل او لسو کالو وو چې په حق ورسېدو. ۲۳هغه د اِفرائيم بچى او نمسى ليدلو پورې ژوندے وو. هغۀ د منسى د زوئ مکير بچى هم په خاندان کښې وليدل. ۲۴هغۀ خپلو وروڼو ته وفرمائيل، ”زۀ مرګِ حال يم، خو خُدائ پاک به په رښتيا سره ستاسو خيال وساتى او د دې مُلک نه به مو هغه مُلک ته بوځى د کوم چې هغۀ د اِبراهيم، اِسحاق او د يعقوب سره پخه وعده کړې وه.“ ۲۵بيا يوسف د خپلو خلقو نه قسم واخستلو، هغۀ وفرمائيل، ”زما سره دا وعده وکړئ چې کله تاسو خُدائ پاک هغه مُلک ته بوځى، نو تاسو به زما هډُوکى د ځان سره وړئ.“ ۲۶نو يوسف د يو سل او لسو کالو په عُمر کښې په مِصر کښې په حق ورسېدو. هغوئ د هغۀ د لاش اوچولو بندوبست وکړو چې خراب نۀ شى او په تابوت کښې يې کېښودو.