يوسفزئ
پوهه او شاعرى

د متلونو کِتاب - اتم باب

د پوهې آواز

۱غوږ شئ. ولې پوهه آوازونه نۀ کوى څۀ؟ پوهې خپل آواز نۀ دے پورته کړے څۀ؟ ۲هغه په اوچتو ځايونو د لارې په خوا کښې، او چرته چې لارې په خپلو کښې ملاويږى ولاړه وى. ۳هغه ښار ته د ننوتو او راوتو دروازو په خوا کښې ولاړه وى او په زوره چغې وهى، ۴”اے خلقو زۀ تاسو ټولو ته آواز کوم، او په زمکه باندې ټولو انسانانو ته آواز کوم. ۵اے ساده خلقو، احتياط زده کړئ، اے بې‌وقوفو. عقل حاصل کړئ. ۶غوږ شئ. ما سره ستاسو دپاره اعلىٰ خبرې دى، او زۀ چې شونډې پرانيزم نو هغه څۀ وايم څۀ چې صحيح وى. ۷زما خولۀ هغه څۀ وائى څۀ چې رښتيا وى، ځکه چې زما شونډې د دروغو نه نفرت کوى. ۸زما د خولې ټولې خبرې صحيح دى، يو خبره يې هم کږه يا د دوکې نۀ ده. ۹هوښيار په دې پوهيږى چې زما ټولې خبرې ټيک دى، چا سره چې عِلم وى هغۀ ته پته وى چې دا صحيح دى. ۱۰د سپينو زرو په ځائ زما لارښودنې غوره کړئ، او د خالص سرو زرو نه عِلم خوښ کړئ. ۱۱ځکه چې حِکمت د قيمتى کاڼو نه هم ګران دے، او ستا د خوښې يو څيز هم د دې برابر نۀ دے. ۱۲زۀ حِکمت د پوهې سره يو ځائ اوسېږم، او ما سره عِلم او تميز شته. ۱۳د مالِک خُدائ نه ويرېدل دا دى چې د بدۍ نه نفرت وکړئ، زۀ د غرور، کبر او غلط چال چلن او بدو خبرو نه نفرت کوم. ۱۴ښې مشورې او تميز ورکول زما کار دے، زۀ پوهه او طاقت لرم. ۱۵زما په وجه بادشاهان حکومت کوى او حکمرانان منصفانه قانون جوړوى. ۱۶زما په وجه شهزادګان حکومت کوى، او ټول صادق حکمرانان څوک چې په زمکه حکومت کوى. ۱۷زۀ د هغه چا سره مينه کوم څوک چې ما سره مينه کوى، او څوک چې زما لټون کوى نو ما بيامومى. ۱۸ما سره مال او عزت دے، تر ډېر وخته دولت او صداقت دے. ۱۹زما مېوه د سوچه سرو زرو ‎‎‎‎نه ښۀ ده، او زما پېداوار د خالصو سپينو زرو نه بهتر دے. ۲۰زۀ د صداقت په لاره روان يم، او د اِنصاف په لارو عمل کوم، ۲۱څوک چې ما سره مينه کوى په ميراث کښې ورته دولت ورکوم، او د هغوئ خزانې به ډکې کړم. ۲۲مالِک خُدائ د هر څۀ نه وړاندې چې نور څۀ پېدا کړى، د ټولو نه اول يې زۀ پېدا کړم. ۲۳زۀ يې د ازل نه مقرر کړے وم، د دې نه مخکښې چې دُنيا لا پېدا شوې هم نۀ وه. ۲۴کله چې لا سمندر نۀ وو زۀ پېدا شوے وم، کله چې لا د چينو اوبۀ نۀ وې روانې شوې. ۲۵مخکښې د دې نه چې لا غرونه او غونډۍ په خپل ځائ نۀ وُو ولاړ زۀ پېدا شوے وم، ۲۶د هغې نه وړاندې چې لا خُدائ پاک زمکه او د هغې پټى او لا نۀ يې د دُنيا خاوره پېدا کړې وه چې زۀ پېدا وم. ۲۷زۀ هلته وم هر کله چې هغۀ آسمان په خپل ځائ ودرولو، او کله چې يې د سمندر په مخ د فضا لهرونه خوارۀ کړل، ۲۸کله چې هغۀ بره وريځ مقرر کړه او کله چې د سمندر د ډکولو دپاره چينې جوړې کړې، ۲۹او کله چې هغۀ سمندر ته حد مقرر کړو، ترڅو چې اوبۀ د هغۀ د حُکم نه يو قدم هم زيات وانۀ خلى، او کله چې هغۀ د زمکې بنيادونه کېښودل نو زۀ هلته وم. ۳۰زۀ د هغۀ په څنګ کښې وم څوک چې د ټولو نه ښۀ ګلکار دے، زۀ هره ورځ د هغۀ د خوشحالۍ سبب وم، او ما تل د هغۀ په حضور کښې خوشحالى کوله، ۳۱زۀ د هغۀ په ټوله دُنيا کښې ډېره خوشحاله وم، او د انسانانو نه مې خوشحالى حاصلوله. ۳۲نو اوس اے زما زامنو، ما ته غوږ ونيسئ، مبارک دى هغوئ څوک چې زما په لارو عمل کوى. ۳۳زما تعليماتو ته غوږ شئ او هوښيار شئ، دا مۀ نظر انداز کوئ. ۳۴مبارک دے هغه څوک چې ما ته غوږ نيسى، چې روزانه زما په دروازه کښې ولاړ وى، او زما په دروازه کښې انتظار کوى. ۳۵ځکه چې څوک ما ومومى نو هغه ژوند مومى، او د مالِک خُدائ رضا حاصلوى. ۳۶خو څوک چې ما نۀ حاصلوى خپل ځان ته نقصان ورکوى، هر څوک چې زما نه نفرت کوى نو هغه د مرګ سره مينه کوى.“