يوسفزئ
د تورات شريف اول کِتاب

د پېدايښت کِتاب - درې دېرشم باب

د حضرت يعقوب د حضرت عِيسو سره مِلاوېدل

۱يعقوب چې وکتل نو عِيسو يې وليدو او څۀ ګورى چې څلور سوه کسان ورسره راروان وُو. نو هغۀ خپل بچى په لِياه، راحيل او په هغه دوو نورو ښځو باندې تقسيم کړل. ۲هغۀ نورې ښځې او د هغوئ بچى مخکښې کړل، بيا يې لِياه او د هغې بچى کړل او راحيل او يوسف يې وروستو کړل. ۳يعقوب د دوئ نه مخکښې لاړو او چې څنګه خپل ورور ته ورسېدو، نو ټيټ شو او اووۀ ځل يې تندې په زمکه ولګولو. ۴خو عِيسو مِلاوېدو دپاره هغۀ له ورمنډه کړه او د هغۀ نه يې لاسونه تاو کړل، راغاړه يې ويستلو او ښُکل يې کړو. دوئ دواړو وژړل. ۵چې کله عِيسو وکتل او هغه ښځې او ماشومان يې وليدل، نو هغۀ تپوس وکړو، ”دا تا سره څوک دى؟“ يعقوب ورته وفرمائيل، ”صاحِبه، خُدائ پاک په ما ډېر مهربانه دے او دا بچى يې راکړى دى.“ ۶بيا هغه نورې ښځې او د هغوئ بچى رامخکښې شول او ورته ټيټ شول، ۷بيا لِياه او د هغې بچى راغلل او په آخر کښې يوسف او راحيل راغلل او ورته ټيټ شول. ۸عِيسو ترې تپوس وکړو، ”د هغې بلې قبيلې سره چې زۀ مِلاو شوم هغه دې د څۀ مقصد دپاره راوستلې ده؟“ يعقوب ورته وفرمائيل، ”د دې دپاره چې زما نېک راسره ښۀ شى.“ ۹خو عِيسو ورته ووئيل، ”زما وروره، زما سره هر څۀ ډېر دى، چې تا سره هم څۀ دى هغه د ځان دپاره وساته.“ ۱۰يعقوب ووئيل، ”نه، زۀ تا ته سوال کوم، کۀ تۀ په ما مهربانه يې، نو زما د لاسونو نه دا تُحفه قبوله کړه. چې ستا مخ ته مې وکتل دا داسې شوه لکه چې د خُدائ پاک مخ ته مې کتلى وى، ځکه چې تۀ اوس ما سره ډېر ښۀ يې. ۱۱زۀ تا ته سوال کوم چې دا تُحفه زما نه قبوله کړه کومه چې ما تا له راوړې ده، خُدائ پاک په ما مهربانه دے او چې د څۀ څيز هم ضرورت وو هغه يې راکړے دے.“ يعقوب په هغۀ زور راوړو نو هغه يې قبوله کړه. ۱۲عِيسو ووئيل، ”ځئ چې په خپل سفر باندې ځُو. زۀ به تاسو سره ځم.“ ۱۳يعقوب ووئيل، ”زما نېکه، تا ته پته ده چې ماشومان کمزورى دى، او په کار دى چې زۀ د دې ګډو او څاروو او د دوئ د بچو خيال وساتم. کۀ دا مونږ يوه ورځ هم تېز بوځُو، نو ټول څاروى به مړۀ شى. ۱۴زۀ خپل نېک ته سوال کوم چې د خپل خِدمتګار نه مخکښې لاړ شى او نېکه، زۀ به په مزه مزه د څاروو او د هغوئ د بچو په قدم په تا پسې درځم او په ادوم کښې به درسره مِلاو شم.“ ۱۵عِيسو ووئيل، ”زۀ به تا سره زما خپل څۀ کسان پرېږدم.“ خو يعقوب ورته وفرمائيل، ”د دې هيڅ حاجت نشته، زۀ صِرف دا غواړم چې ستا په نظر کښې ښۀ راشم.“ ۱۶نو هم په هغه ورځ عِيسو په خپله مخه ادوم ته واپس شو. ۱۷خو يعقوب سُکات ته لاړو، چرته چې هغۀ د خپل ځان دپاره کور او د څاروو دپاره شپولونه جوړ کړل. نو د هغه ځائ نوم سُکات شو. ۱۸د مسوپتاميه نه په واپسۍ کښې يعقوب د کنعان په مُلک کښې شِکم ښار ته په سلامتۍ سره ورسېدو او د ښار سره نزدې يې په يو پټى کښې خپلې خېمې ولګولې. ۱۹هغۀ د هغه پټى دا حِصه د شِکم پلار همور د اولاد نه د سپينو زرو په سلو سيکو واخستله. ۲۰هغۀ هلته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او اېل‌الوهى‌اِسرائيل نوم يې پرې کېښودو کوم چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے.