يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت حزقى‌ايل نبى کِتاب - لسم باب

د مالِک خُدائ جلال د يروشلم نه تلل

۱کله چې ما بره وکتل، د وزرو والا د مخلوق د سر دپاسه په آسمان کښې ما نيلم کاڼے وليدو چې لکه د تخت په شان ښکارېدو. ۲مالِک خُدائ هغه سړى ته چا چې د کتان جامې اچولې وې وفرمائيل، ”د وزرو والا مخلوق د پايو د لاندې په مينځ کښې تېر شه. خپل لاسونه د سکروټو نه ډک کړه او په ښار يې وشينده.“ او چې ما وليدل هغه هم هغه شان دننه لاړو. ۳اوس د وزرو والا مخلوق د خُدائ د کور د جنوبى دروازې سره ولاړ وو کله چې هغه سړے دننه لاړو، نو وريځې دننه دربار ډک کړو. ۴نو بيا د مالِک خُدائ جلال د وزرو والا مخلوق دپاسه راوچت شو او د خُدائ د کور درشل ته لاړو. وريځو د خُدائ کور ډک کړو، او د هغۀ دربار د مالِک خُدائ د جلال د شغلو نه ډک وو. ۵د وزرو والا مخلوق د وزرو آواز د لرې پورې اورېدلے شو تر بهرنى درباره پورې، هغه داسې ښکارېدو لکه د قادر خُدائ د آواز په شان کله چې هغه خبرې کوى. ۶کله چې مالِک خُدائ هغه سړى له حُکم وکړو چا چې د کتان جامې اغوستې وې، ”د وزرو والا مخلوق د لاندې لاړ شه او د پايو د مينځ نه اور راواخله،“ هغه سړے لاندې ورغلو او د يوې پايې په خوا کښې ودرېدو. ۷نو بيا د وزرو والا په مخلوق کښې يو خپل لاس هغه اور ته وراوږد کړو کوم چې د هغوئ په مينځ کښې بلېدلو. هغۀ د هغه اور نه لږ راوچت کړو او د هغه سړى په لاس کښې يې واچولو چې د کتان جامې يې اغوستې وې، نو بيا هغه سړى اور واخستو او بهر لاړو. ۸نو ما بيا وکتل چې هر يو د څلورو وزرو والا مخلوق د وزرونو لاندې يو څيز ليدل کېدو چې د انسان د لاس په شان ښکارېدو. ۹ما وکتل چې، د هر يو څلور وزرو والا مخلوق سره په خوا کښې يوه پايه وه، او هغه پايې لکه د ايکوامرين کاڼو په شان ځلېدلې. ۱۰څلور واړه پايې يو شان ښکارېدې او يو رنګ جوړې شوې وې، او په هره يوه پايه کښې يوه بله پايه چورلېدله. ۱۱د وزرو والا مخلوق په څلورو واړو طرفونو حرکت کولے شو، چې هر اړخ ته به يې مخ وو نو بغېر د تاوېدو نه به تلے شول. هغوئ به بغېر د تاوېدو را تاوېدو نه هغه اړخ ته تلل کوم خوا به يې چې مخ وُو. ۱۲د هغوئ ټول بدن، د هغوئ د شاګانو په شمول، د هغوئ لاسونه او د هغوئ وزرونه په مکمل توګه د سترګو نه ډک وُو، لکه څنګه چې د هغوئ څلور پايې وې. ۱۳ما واورېدل چې پايو ته يې د ”چورلېدونکو پايو“ نامه ورکړه. ۱۴د هر يو وزرو والا مخلوق څلور مخونه وُو، اول مخ لکه د غوائى په شان وو، او دوېم مخ يې د انسان په شان وو، درېم مخ يې لکه د ازمرى په شان وو، او څلورم مخ لکه د باز په شان وو. ۱۵نو بيا دا وزرو والا مخلوق مخ په بره اوچت شو. دا هغه ژوندے مخلوق وو کوم چې ما د کبار د سيند په غاړه ليدلے وو. ۱۶کله چې به دې مخلوق حرکت کولو نو د هغوئ په خوا کښې پايو به هم ورسره حرکت کولو او کله چې به دې مخلوق خپلې وزرې خورې کړې چې د زمکې نه والوځى، نو پايو د هغوئ خوا نۀ پرېښودله. ۱۷هرکله چې به د وزرو والا مخلوق په آرام ودرېدل، نو پايې به هم ورسره ودرېدې، او کله چې به د وزرو والا مخلوق والوتلو نو پايې به هم ورسره والوتلې، ځکه چې د وزرو والا مخلوق روح په هغې کښې وو. ۱۸نو بيا د مالِک خُدائ جلال د خُدائ د کور درشل نه لاړو او د وزرو والا مخلوق دپاسه ودرېدو. ۱۹نو کله چې ما وکتل نو هغه مخلوق خپل وزرونه خوارۀ کړل او د زمکې نه اوچت شول، نو کله چې دوئ لاړل، هغه پايې د هغوئ سره لاړې. هغوئ د خُدائ د کور په درشل کښې نمرخاتۀ طرف ته ودرېدل، او د بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ جلال د هغوئ د سر دپاسه وو. ۲۰دا هغه ژوندے مخلوق وو کوم چې ما د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک د تخت د لاندې د کبار د سيند په غاړه ليدلے وو، نو زۀ په دې پوهه شوم چې دا هم هغه شان ژوندے مخلوق دے. ۲۱د هر يو څلور مخونه او څلور وزرونه وُو، او داسې يو څيز يې د وزرو لاندې وو چې په ليدلو کښې لکه د انسان د لاسونو په شان ښکارېدو. ۲۲د هغوئ مخونه بلکل هم هغه شان ښکارېدل کوم چې ما د کبار د سيند په غاړه ليدلى وُو. هر يو په تلو کښې نېغ تلو.