يوسفزئ
پوهه او شاعرى

د معلِم کِتاب - لسم باب

۱څنګه چې مړۀ مچان خوشبودار عطر خرابوى نو داسې لږ شان کم عقلتوب ډېر حِکمت او عزت خرابولے شى. ۲د هوښيار سړى زړۀ به صحيح لار غوره کوى او د کم عقل سړى زړۀ به خرابه لار غوره کوى. ۳کله هم چې کم عقل په لاره روان وى نو صفا پته لګى چې هغه بې‌وقوف دے. ۴کۀ حکمران درته غصه شى نو خپل ځائ مۀ پرېږده، ځکه چې ستا سړه رويه د هغۀ سخته غصه قلارولے شى. ۵ما په مخ د زمکې يو بل خراب څيز ليدلے دے او دا غلطى د حکمرانانو د لاسه کيږى. ۶او هغه دا چې کم عقل خلق په اوچتو عُهدو مقرر کړے شى او مالدار خلق په معمولى عُهدو باندې وى. ۷ما ليدلى دى چې غلامان د شهزادګانو په شان په آسونو سوارۀ وى، او شهزادګان د نوکرانو په شان پېدل ګرځى. ۸څوک چې کنده کنى کېدے شى په خپله وروغورزيږى، څوک چې دېوال راغورزوى کېدے شى مار يې وچيچى. ۹څوک چې د کاڼو په کان کښې کار کوى، کېدے شى په کاڼو چخڼى شى. څوک چې لرګى ماتوى، نو کېدے شى چې په دې زخمى شى. ۱۰کۀ تبر پڅ وى او تېرۀ يې نۀ کړې، نو په دې باندې کار کول ډېر زور غواړى. خو حِکمت سړے همېشه د کاميابۍ طرف ته بوځى. ۱۱کۀ د دم نه مخکښې مار پاړو وچيچى نو بيا د پاړوتوب څۀ فائده نشته. ۱۲د هوښيار سړى خبرې د هغۀ د عزت سبب جوړيږى، خو د کم عقل سړى خبرې د هغۀ د تباهۍ سبب جوړيږى. ۱۳د هغوئ خبرې کم عقلتوب سره شروع کيږى او خطرناک ليونتوب سره تر سره کيږى. ۱۴د کم عقل کس خبرې نۀ ختميږى. هيچا ته دا پته نشته چې په راتلونکى وخت کښې به څۀ کيږى، څوک دا وئيلے شى چې زمونږ د مرګ نه پس به څۀ کيږى؟ ۱۵کار سره کم عقل ډېر ستړے شى، او هغۀ ته دا پته هم نۀ لګى چې منزل ته خپله لار پېدا کړى. ۱۶افسوس په هغه مُلک چې د هغې بادشاه يو ناتجربه‌کاره زلمے وى او مشران يې سم د سحر نه سر د خېټې نه زار کوى. ۱۷خوش قسمته وى هغه مُلک چې د چا بادشاه چې د شريف خاندان نه وى او د هغوئ مشران په مناسب وخت خوراک کوى. هغوئ د طاقت حاصلولو دپاره خوراک څښاک کوى د نشې دپاره نه. ۱۸کۀ يو کس دومره ناراسته وى چې هغه خپل چت هم نۀ مرمت کوى، نو دا به راڅاڅى او هغه کور به راوغورزيږى. ۱۹د مېلمستيا روټۍ د خوشحالۍ دپاره وى او مے د زړۀ راحت دپاره وى، او په پېسو هر کار کيږى. ۲۰په خيالونو کښې هم په بادشاه پسې بدرد مۀ وايه او په خپله کوټه کښې هم په مالداره کس پسې بدرد مۀ وايه. کېدے شى چې د هوا يوه وړه مرغۍ ستا خبرې واورى او هغۀ ته يې وکړى.