يوسفزئ
تاریخى

د سموئيل اول کِتاب - يو کم دېرشم باب

د فلستيانو حضرت داؤد نامنظوره کول

۱فلستيانو خپل ټول فوجيان افيق ته راغونډ کړل او بنى اِسرائيلو په يزرعيل کښې د چينې سره خېمې ولګولې. ۲پينځۀ فلستى بادشاهان د خپلو سوونو او زرګونو سړو د ډلو سره لاړل، داؤد او د هغۀ سړى د اکيس بادشاه سره شا ته روان وُو. ۳فلستى مشرانو هغوئ وليدل او تپوس يې وکړو، ”دا عبرانيان دلته څۀ کوى؟“ اکيس ورته ووئيل چې، ”دا داؤد دے چې د بنى اِسرائيلو د بادشاه ساؤل يو آفسر دے. اوس هغه زما سره د ډېر وخت نه دے. د کومې ورځې نه چې هغه ما له راغلے دے نو هغۀ داسې يو کار هم نۀ دے کړے چې زۀ يې يوه غلطى راوباسم.“ ۴خو فلستى مشران اکيس ته په غصه وُو او هغۀ ته يې ووئيل، ”دا کس واپس هغه ښار ته ولېږه کوم چې تا ورکړے دے. هغه مۀ پرېږده چې مونږ سره جنګ له لاړ شى، کېدے شى چې هغه په جنګ کښې زمونږ خِلاف شى. په دې کښې څۀ شک نشته چې هغه به د خپل نېک خوشحالولو دپاره زمونږ د سړو سرونه قلم کړى. ۵آخر دا هم هغه داؤد دے، چې د هغۀ په حقله ښځې په ګډېدو کښې سندره وئيلې چې ساؤل زرګونه وژلى دى، خو داؤد يو په لس د هغې نه زيات وژلى دى.“ ۶اکيس داؤد راوغوښتلو او ورته يې ووئيل، ”زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم کوم چې تۀ زما وفادار يې، او زۀ به خوشحاله وم چې تۀ ما سره تلے وې او په دې جنګ کښې دې زما ملګرتيا کړے وے. تۀ چې د کومې ورځې نه ما له راغلے يې ما په تا کښې هيڅ غلطى نۀ ده موندلې. خو هغه نور بادشاهان تا نۀ منى. ۷نو په خېر سره واپس کور ته لاړ شه او داسې يو کار هم مۀ کوه چې هغوئ پرې خفه شى.“ ۸داؤد جواب ورکړو، ”صاحِبه، ما څۀ بد کړى دى؟ کۀ داسې وى لکه چې تا ووئيل چې د کومې ورځې نه ما ستا خِدمت شروع کړے دے او تا په ما کښې هيڅ غلطى نۀ وى موندلې، نو ما له تا سره تلل ولې نۀ دى په کار، چې تۀ زما نېک او بادشاه يې، د دې دپاره چې زۀ ستا د دشمنانو سره جنګ وکړم؟“ ۹اکيس ورته ووئيل، ”زۀ دا منم، زۀ تا د خُدائ پاک د فرښتې په شان وفادار ګڼم. خو هغه نورو بادشاهانو وئيلى دى چې تۀ زمونږ سره جنګ له نۀ شې تلے. ۱۰نو داؤده، تاسو ټول چا چې ساؤل پرېښے دے او ما له راغلى يئ، سبا سحر وختى پاڅئ او چې څنګه رڼا شى نو لاړ شئ.“ ۱۱نو داؤد او د هغۀ سړى په ورپسې ورځ سحر وختى روان شول چې فلستى مُلک ته واپس لاړ شى او فلستيان يزرعيل ته لاړل.