يوسفزئ
تاریخى

د سموئيل اول کِتاب - نولسم باب

د ساؤل د داؤد د قتلولو کوشش کول

۱بيا ساؤل خپل زوئ يونتن او خپلو ټولو درباريانو ته ووئيل چې ما د داؤد د قتلولو منصوبه جوړه کړې ده خو يونتن د داؤد نه ډېر خوشحاله وو، ۲نو يونتن داؤد ته ووئيل، ”زما پلار تا قتل کول غواړى. نو مِهربانى وکړه چې سبا سحر د ځان حِفاظت وکړه، په يو محفوظ ځائ کښې پټ شه او هلته ايسار شه. ۳چې په کوم پټى کښې تۀ پټ يې نو زۀ به هلته لاړ شم او د خپل پلار سره به ودرېږم او زۀ به د هغۀ سره ستا په حقله خبره وکړم. کۀ ما ته د څۀ پته ولګى نو زۀ به تا خبر کړم.“ ۴يونتن ساؤل ته د داؤد صِفت وکړو او ورته يې ووئيل، ”بادشاه سلامت دې د خپل خِدمت کوونکى داؤد خِلاف غلط کار نۀ کوى. هغۀ تا ته هيڅ نقصان نۀ دے رسولے. هغۀ چې ستا څۀ مدد هم کولے شو نو هغۀ هغه تل کړے دے. ۵کله چې هغۀ جوليت وژلو نو هغۀ خپل ژوند په خطره کښې واچولو او مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو دپاره يوه لويه فتح وموندله. کله چې تا هغه فتح وليده نو تۀ خوشحاله شوې. نو بيا تۀ ولې د يو بې‌ګناه سړى سره بد کوې او بغېر د څۀ وجې داؤد وژنې؟“ ۶نو ساؤل د يونتن خبره ومنله او د ژوندى مالِک خُدائ په نوم يې قسم وکړو چې داؤد به نۀ وژنى. ۷نو يونتن داؤد راوغوښتو او هر څۀ يې ورته ووئيل، بيا يې هغه ساؤل له بوتلو او داؤد د مخکښې په شان په دربار کښې خِدمت کولو. ۸د فلستيانو سره بيا جنګ شروع شو. داؤد په هغوئ باندې د دومره لوئ طاقت سره حمله وکړه چې هغوئ وتښتېدل. ۹يوه ورځ د مالِک خُدائ رالېږلے شوى پېرى ساؤل ونيولو. هغه په خپل کور کښې ناست وو او نېزه يې په لاس کښې وه او داؤد هلته خپله بينجو غږوله. ۱۰ساؤل کوشش وکړو چې داؤد د نېزې په سر باندې د دېوال سره ونښلوى، خو داؤد د هغه ځائ نه ټوپ کړل او نېزه په دېوال کښې ونښتله. په هغه شپه داؤد منډه کړه او وتښتېدو. ۱۱بيا ساؤل يو څو سړى ولېږل چې د داؤد کور ولټوى او په ورپسې سحر يې ووژنى. د داؤد ښځې ميکل هغۀ له خبردارے ورکړو او ورته يې ووئيل، ”کۀ تۀ نن شپه لا نۀ ړې نو سبا به مړ يې.“ ۱۲هغې د يوې کړکۍ نه هغه کوز کړو او هغه په منډه منډه وتښتېدو. ۱۳بيا هغې د کور هغه بُت واخستو، په کټ کښې يې واچولو، د دې په سر يې د چېلو وړۍ واچولې او په يوه کپړه باندې يې پټ کړو. ۱۴کله چې د ساؤل سړى د داؤد په بوتلو پسې راغلل، نو ميکل هغوئ ته ووئيل چې هغه بيمار دے. ۱۵خو ساؤل هغوئ ورولېږل چې داؤد راولى. هغۀ هغوئ له حُکم ورکړو چې، ”هغه په خپل کټ کښې دلته راوړئ، چې وې وژنم.“ ۱۶هغوئ دننه لاړل او په کټ کښې يې هغه د کور والا بُت وليدو چې په سر باندې يې د چېلو وړۍ وې. ۱۷ساؤل د ميکل نه تپوس وکړو، ”تا زما سره داسې دوکه ولې وکړه او زما دشمن سره دې په تښتېدو کښې مدد ولې وکړو؟“ هغې ورته په جواب کښې ووئيل، ”هغۀ ما ته ووئيل چې کۀ په تښتېدو کښې مې د هغۀ مدد ونۀ کړو نو هغه به مې ووژنى.“ ۱۸نو داؤد وتښتېدو او په راما کښې سموئيل له لاړو او هغه هر څۀ يې ورته وفرمائيل چې ساؤل ورسره کړى وُو. بيا هغه د سموئيل سره نَيوت ته لاړو او دواړه هلته ايسار شول. ۱۹ساؤل خبر شو چې داؤد په راما کښې په نَيوت کښې دے، ۲۰نو هغۀ يو څو سړى ورولېږل چې وې نيسى. نو هغوئ وليدل چې د پېغمبرانو يوې قبيلې پېغام ورکولو چې د خپل مشر سموئيل سره ولاړ وُو. بيا د خُدائ پاک روح د ساؤل سړى ونيول او هغوئ هم پېغام ورکول شروع کړل. ۲۱کله چې ساؤل د دې نه خبر شو، نو هغۀ نور پېغام وړُونکى ورولېږل او هغوئ هم پېشګوئې ورکوله. هغۀ په درېم ځل پېغام وړُونکى ولېږل او بيا د هغوئ سره هم هغه شان وشول. ۲۲بيا هغه په خپله راما ته روان شو. کله چې هغه په سيکو کښې لوئ کوهى ته راغلو او هغۀ تپوس وکړو چې سموئيل او داؤد چرته دى نو ورته ووئيلے شول چې هغوئ په نَيوت کښې دى. ۲۳چې کله هغه هلته روان وو، نو د خُدائ پاک روح هغه هم ونيولو او هغۀ تر نَيوت پورې په ټوله لار کښې پېشګوئې ورکوله. ۲۴هغۀ خپلې جامې وويستلې او د سموئيل په مخکښې يې پېشګوئې ورکول شروع کړل او په هغه ټوله ورځ او ټوله شپه بربنډ پروت وو. (نو دا ځکه دا متل شروع شو، ”ساؤل پېغمبر جوړ شوے دے څۀ؟“)