يوسفزئ

کوچنۍ پېغمبر

د حضرت عاموس نبى کِتاب - نهم باب

بنى اِسرائيل به تباه کړے شى

۱ما وليدل چې مالِک خُدائ د قربان‌ګاه سره ولاړ وو. او هغۀ وفرمائيل چې، ”د عبادتګاه د ستنو پاس سرونه ووهئ چې بنيادونه يې ولړزيږى. د خلقو په سرونو يې ښکته راوغورزوئ، څوک چې ژوندى پاتې شى هغوئ به زۀ په تُوره مړۀ کړم. يو به هم ونۀ تښتى، او هيڅ څوک به پاتې نۀ شى. ۲کۀ هغوئ زمکه وکنى او لاندې عالمِ ارواح ته هم کوز شى، نو زما لاسونه به يې د هلته نه هم راوباسى. کۀ هغوئ آسمان ته هم وخېژى، نو زۀ به يې هلته نه ښکته راکوز کړم. ۳کۀ هغوئ د کرمل غر په سر هم خپل ځانونه پټ کړى، زۀ به يې هلته هم ولټوم او راګېر به يې کړم. کۀ هغوئ زما نه د سمندر په بېخ کښې پټ شى، نو زۀ به هلته سمندرى مار له حُکم ورکړم چې وې چيچى. ۴کۀ د هغوئ دشمنان هغوئ جلاوطن کړى، نو هلته به زۀ تُورې ته د هغوئ د قتلولو حُکم ورکړم. زۀ به خپل نظر په هغوئ وساتم د هغوئ د فائدې دپاره نه بلکې د هغوئ د نقصان دپاره.“ ۵مالِک خُدائ، ربُ الافواج خُدائ، چې زمکې له لاس وروړى نو زمکه ويلى شى. او د هغې ټول خلق ماتم کوى. ټوله زمکه داسې اوچتيږى لکه څنګه چې د سېلاب په وخت دريائے نيل راوچتيږى، او بيا واپس ښکته کيږى. ۶د مالِک خُدائ محل بره تر آسمانه پورې رسيږى، او د هغې بنياد يې په زمکه اېښے دے، هغه د سمندر نه اوبۀ راوباسى او د باران په شکل يې دوباره په زمکه راوروى. د هغۀ نوم مالِک خُدائ دے. ۷مالِک خُدائ فرمائى، ”اے بنى اِسرائيلو، ولې تاسو ګنې ما ته د ايتهوپيا د خلقو نه ډېر اهم نۀ يئ څۀ؟ ما بنى اِسرائيل د مِصر نه راوويستل، خو ما فلستيان هم د کريتې نه او آراميان مې د قير نه هم راوويستل. ۸ګوره، زۀ قادر مطلق خُدائ د بنى اِسرائيلو ګناهګاره قوم وينم. زۀ به دا د زمکې د مخ نه ختم کړم. خو زۀ به هيڅکله د يعقوب خاندان مکمل نۀ ختموم. مالِک خُدائ فرمائى. ۹نو زۀ به حُکم ورکړم، او زۀ به د بنى اِسرائيلو قوم په نورو قومونو کښې داسې چاڼ کړم لکه څنګه چې په چج غله چاڼ کيږى، او يو کاڼے به هم په غله کښې ترې نه لاړ نۀ شى. ۱۰ټول ګناه ګار چې زما په خلقو کښې دى په تُوره به مړۀ شى، هغوئ ټول به مړۀ شى چې داسې وائى، نۀ به په مونږ افت راځى او نۀ به تباه کيږُو.

د بنى اِسرائيلو بيا آبادېدل

۱۱په هغه ورځ به زۀ د داؤد نړېدلے کور بيا آباد کړم. زۀ به د دې خراب شوى دېوالونه جوړ کړم او کنډر به يې بيا ودان کړم او لکه د پخوا په شان به يې بيا آباد کړم، ۱۲نو بنى اِسرائيل به د ادوم په پاتې ځايونو قبضه وکړى او په ټولو هغه قومونو به قبضه وکړى چې زما په نوم دى.“ دا د مالِک خُدائ فرمان دے، څوک چې به دا هر څۀ کوى. ۱۳مالِک خُدائ فرمائى چې، ”هغه ورځې راروانې دى چې فصلونه به ډېر زيات وى. او فصل رېبلو له به دومره وخت پکار وى چې قُلبه کوونکى به فصل رېبونکو پسې زمکه تياروى. د انګورو فصل به هم، هم داسې وى، د انګورو د زياتوالى په وجه به د هغې نه د رس ويستلو دپاره دومره وخت پکار وى چې ورسره به تخم کرونکى خپل کر شروع کړى. د زياتوالى له وجې به نوى مے د غرونو نه راڅاڅى او د ټولو غونډو نه به رابهيږى. ۱۴زۀ به خپل جلاوطنه خلق بنى اِسرائيل واپس راولم، هغوئ به خپل کنډر شوى ښارونه بيا آباد کړى او په کښې به اوسيږى، هغوئ به د انګورو باغونه وکَرى او د دې مے به څښى، هغوئ به باغونه وکَرى او د دې مېوه به خورى. ۱۵زۀ به بنى اِسرائيل د هغوئ په خپل مُلک کښې وکَرم، او دوئ به هيڅکله بيا د بېخ نه راونۀ ويستلے شى د هغه مُلک نه چې ما ورته ورکړے دے،“ ستاسو مالِک خُدائ دا فرمائى.