يوسفزئ
تاریخى

د تواريخ دوېم کِتاب - شپږم باب

د حضرت سليمان خلقو ته تقرير کول

۱بيا سليمان دُعا وکړه، ”مالِکه خُدايه، تا په تکه توره وريځ کښې اوسېدل خوښ کړى دى. ۲اوس ما ستا دپاره يو عظيم کور جوړ کړے دے، يو داسې ځائ چې د همېشه دپاره به په کښې اوسېږې.“ ۳ټول بنى اِسرائيليان هلته ولاړ وُو. بادشاه هغوئ ته مخ ورواړولو او د هغوئ دپاره يې د خُدائ پاک نه برکت وغوښتلو. ۴هغۀ وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى. هغۀ چې زما د پلار داؤد سره کومه وعده کړې وه نو هغه يې پوره کړې ده کله چې هغۀ وفرمائيل چې ۵د هغه وخت نه چې د کله نه مې خپل خلق د مِصر نه راويستى دى تر اوسه پورې ما د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې يو ښار هم نۀ دے خوښ کړے چې هلته زما د عبادت دپاره يو کور جوړ کړے شى او ما هيڅ څوک هم نۀ دے خوښ کړے چې زما د خلقو بنى اِسرائيلو مشرى وکړى. ۶خو اوس ما يروشلم خوښ کړے دے چې دا به هغه ځائ وى چرته چې به زما عبادت کيږى او ما داؤد خوښ کړے دے چې زما په خلقو يعنې بنى اِسرائيلو باندې حکومت کوى.“ ۷او سليمان خپله خبره جارى وساتله، ”زما د پلار داؤد منصوبه دا وه چې د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د عبادت دپاره يو کور جوړ کړى، ۸خو مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل چې زما د نوم د درناوى دپاره د يو کور جوړولو په غوښتلو کښې تۀ په حقه يې، ۹خو تۀ به هغه هيڅکله جوړ نۀ کړې بلکې هغه به ستا خپل زوئ وى چې زما دپاره کور جوړ کړى. ۱۰اوس مالِک خُدائ خپله وعده پوره کړې ده، زۀ د خپل پلار نه پس د بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ شوے يم او ما د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د نوم درناوى دپاره يو کور جوړ کړے دے. ۱۱ما په هغه کور کښې د لوظ صندوق اېښے دے چې په هغې کښې د هغه لوظ د کاڼو تختې دى کوم چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو سره کړے دے.“

د حضرت سليمان دُعا

۱۲بيا سليمان د خلقو په مخکښې لاړو او د قربان‌ګاه په مخکښې وړاندې ودرېدو او د دُعا دپاره يې لاسونه اوچت کړل. ۱۳سليمان د زېړو يو ممبر هم جوړ کړے وو او دا يې د دربار په مينځ کښې اېښے وو. دا اووۀ نيم فټه اوږد اووۀ نيم فټه پلن او څلور نيم فټه اوچت وو. هغه په دې ممبر ودرېدلو، او بيا ټيټ شو، د هلته نه هر چا هغه وليدو. بيا هلته نه هغۀ آسمان طرف ته خپل لاسونه اوچت کړل. ۱۴هغۀ سوال وکړو، ”اے مالِکه خُدايه، د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه. په ټول آسمان او زمکه کښې ستا په شان خُدائ نشته. کله چې ستا خلق د زړۀ د اخلاصه ستا فرمانبردارى کوى نو تۀ هغوئ سره خپل لوظ پوره کوې او هغوئ ته خپله مينه ښائې. ۱۵تا چې د خپل خِدمت کوونکى زما د پلار داؤد سره کومه وعده کړې ده نو هغه دې ټوله نن په خپله پوره کړې ده. ۱۶نو اوس مالِکه خُدايه د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، هم هغه وعده هم پوره کړه چې کومه تا زما پلار سره کړې ده چې هغۀ ته دې فرمائيلى وُو چې د هغۀ د اولاد نه به همېشه داسې يو کس وى چې په بنى اِسرائيلو به بادشاهى کوى، کۀ هغوئ د هغۀ په شان ستا په قانون باندې په توجو سره عمل کوى. ۱۷نو اوس مالِکه خُدايه د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، هغه هر څۀ پوره کړه چې تا د خپل خِدمت کوونکى داؤد سره وعده کړې ده. ۱۸خو اے خُدايه پاکه، ولې تۀ به په رښتيا د بنيادمو سره اوسېږې؟ ستا هستى خو دومره لويه ده چې آسمانونه، لوئ آسمانونه هم ستا دپاره واړۀ دى نو بيا دا کور خو ډېر زيات وړوکے دے چې ما جوړ کړے دے. ۱۹مالِکه خُدايه زما خُدايه پاکه، زۀ ستا خِدمت کوونکے يم. زما سوال واوره او چې ما کوم سوال درته کړے دے هغه پوره کړه. ۲۰تۀ په دې کور او په دې ځائ باندې شپه او ورځ نظر ساته چې تا فرمائيلى دى چې تۀ به دلته خپل نوم ږدې. زۀ چې دې ځائ ته مخامخ کومه او دُعا کوم نو هغه همېشه اوره. ۲۱د خپل خِدمت کوونکى دُعاګانې او د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دُعاګانې اوره چې کله هغوئ دې ځائ ته مخ کوى او دُعا کوى. تۀ په آسمان کښې اوره چرته چې تۀ اوسېږې او چې کله تۀ اورې نو معافى کوه. ۲۲کله چې په يو کس اِلزام ولګوى چې بل چا ورسره بد کړى دى او په دې کور کښې ستا قربان‌ګاه ته راوستلے شى چې هغه قسم وکړى چې بې‌ګناه دے، ۲۳نو اے مالِکه خُدايه، په آسمان کښې اوره او د خپلو خِدمت کوونکو عدالت کوه. مجرم له هغه شان سزا ورکوه چې څنګه يې حقدار وى او چې څوک بې‌ګناه وى نو هغه پرېږده. ۲۴کله چې ستا خلق بنى اِسرائيليان د خپلو دشمنانو نه شکست وخورى ځکه چې هغوئ به ستا خِلاف ګناه کړې وى او چې بيا هغوئ تا ته راوګرځى او دې کور ته راشى او تا ته په عاجزۍ سره د معافۍ دپاره سوال وکړى، ۲۵نو په آسمان کښې د هغوئ سوال اوره. د خپلو خلقو سزا معاف کوه او واپس يې هغه مُلک ته راوله چې کوم تا هغوئ او د هغوئ پلار نيکۀ له ورکړے دے. ۲۶کله چې په دې وجه د آسمان نه باران ايسار شى چې ستا خلقو ګناه کړې وى او کله چې هغوئ په عاجزۍ سره دې کور ته مخ کړى او توبه وباسى ۲۷نو په آسمان کښې د هغوئ سوال اوره او د خپلو خِدمت کوونکو د بنى اِسرائيلو ګناهونه معاف کوه او هغه څۀ ورته ښايه چې کوم صحيح وى. بيا اے مالِکه خُدايه، په دې خپل مُلک باندې باران راولېږه، کوم چې تا خپلو خلقو له ورکړے دے چې د همېشه دپاره د هغوئ ميراث وى. ۲۸کله چې په هغه مُلک کښې قحط، وبا وى يا د ګرمې هوا يا د قحطۍ د مُولخانو په وجه فصلونه تباه کيږى، يا چې دشمنان ستا د خلقو ښار محاصره کړى، يا چې کله د هغوئ په مينځ کښې يو مرض يا بيمارى وى، ۲۹نو د هغوئ دُعاګانې اوره. کۀ ستا د خلقو بنى اِسرائيلو نه هر څوک هم، د مصيبت او تکليف په وخت کښې خپل لاسونه د دُعا دپاره دې کور ته اوچت کړى، ۳۰نو د هغوئ سوال اوره. په آسمان کښې په خپل کور کښې د هغوئ سوال اوره او هغوئ معاف کوه. صِرف تۀ د بنى آدم د زړۀ په منصوبو پوهېږې. هر چا سره هغه شان سلوک کوه چې څنګه يې حقدار وى، ۳۱نو چې داسې ستا خلق ستا نه يريږى او چې هغوئ همېشه ستا تابعدارى کوى چې کله په هغه مُلک کښې اوسيږى چې تا زمونږ پلار نيکۀ له ورکړے دے. ۳۲د پردى مُلک هغه خلق چې په لرې مُلک کښې اوسيږى چې هغوئ دا واورى چې تۀ څومره لوئ او طاقتور يې او د کار کولو دپاره تۀ همېشه څومره تيار يې او چې کله هغوئ د دُعا دپاره دې کور ته راشى، ۳۳نو تۀ د هغوئ سوال اوره. چرته چې تۀ اوسېږې، د هغوئ سوال اوره او هغه څۀ کوه چې دوئ يې غواړى، نو چې داسې د ټولې دُنيا خلق دې وپېژنى او ستا د خلقو بنى اِسرائيلو په شان ستا نه ويريږى. بيا به هغوئ ته پته ولګى چې ما دا کوم کور جوړ کړے دے په دې پورې ستا نوم تړلے شوے دے. ۳۴کله چې تۀ خپلو خلقو له حُکم ورکړې چې د خپلو دشمنانو خِلاف جنګ له لاړ شئ او هغوئ تا ته سوال وکړى، چې هغوئ چرته هم وى او مخ يې دې ښار ته وى کوم چې تا خوښ کړے دے او دې کور ته يې مخ وى کوم چې ما ستا دپاره جوړ کړے دے، ۳۵نو د هغوئ سوال اوره. په آسمان کښې د هغوئ سوال اوره او هغوئ له فتح ورکوه. ۳۶کله چې ستا خلق ستا خِلاف ګناه وکړى او داسې هيڅ څوک نشته چې ګناه نۀ کوى او په غصه کښې تۀ د هغوئ دشمنان پرېږدې چې هغوئ له شکست ورکړى او هغوئ يو بل مُلک ته قېديان بوځى، کۀ هغه مُلک لرې هم وى، ۳۷نو د خپلو خلقو سوال اوره. کۀ هلته په هغه مُلک کښې هغوئ توبه وباسى او تا ته سوال وکړى او دا اِقرار وکړى، چې مونږ ډېر ګناهګار او بدعمله يو، نو اے مالِکه خُدايه، د هغوئ سوال اوره. ۳۸کۀ په هغه مُلک کښې هغوئ په رښتيا او د زړۀ د اخلاصه توبه وباسى او سوال وکړى چې مخ يې دې مُلک ته وى کوم چې تا د هغوئ پلار نيکۀ له ورکړے دے، هغه ښار چې کوم تا خوښ کړے دے او هغه کور چې ما ستا دپاره جوړ کړے دے، ۳۹نو د هغوئ سوال اوره. په آسمان کښې، چرته چې اوسېږې په هغوئ مهربان شه او د خپلو خلقو ټول ګناهونه معاف کوه. ۴۰نو اے زما خُدايه پاکه، مونږ ته وګوره او هغه دُعاګانې قبولې کړه چې په دې ځائ کښې شوې دى. ۴۱مالِکه خُدايه اے خُدايه پاکه، د خپل لوظ صندوق سره دې خاص ځائ ته دننه لاړ شه چې دا صندوق ستا د طاقت نښه ده. اے مالِکه خُدايه پاکه، ستا اِمامانو ته دې خلاصون مِلاو شى او ستا ايماندار خِدمت کوونکى دې ستا د مهربانۍ په وجه خوشحاله وى. ۴۲مالِکه خُدايه اے خُدايه پاکه، کوم بادشاه چې تا خوښ کړے دے هغه مۀ رد کوه. هغه مينه ياده کړه چې کومه تا د خپل خِدمت کوونکى داؤد سره کړې ده.“