يوسفزئ
د تورات شريف پينځم کِتاب

د ګردان کِتاب - يو دېرشم باب

د حضرت يشوَع د حضرت موسىٰ په ځائ کار کول

۱نو موسىٰ د بنى اِسرائيلو سره خپلې خبرې جارى وساتلې، ۲او وې فرمائيل چې، ”زۀ اوس د يو سل او شلو کالو يم او زۀ نور ستاسو د مشرۍ جوګه نۀ يم. او مالِک خُدائ ما ته دا هم فرمائيلى دى چې زۀ به د اُردن نه پورې نۀ ووځم. ۳مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به په خپله ستاسو نه مخکښې پورې وځى او هغه قومونه به تباه کړى چې هلته اوسيږى، نو تاسو به د هغوئ مُلک قبضه کړئ، او يشوَع به ستاسو مشر وى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى. ۴مالِک خُدائ به هغه خلق هغه شان تباه کړى، لکه څنګه چې هغۀ د اموريانو بادشاهان سيحون او عوج تباه کړى وُو او د هغوئ مُلک يې تباه کړو. ۵مالِک خُدائ به تاسو له په هغوئ باندې فتح درکړى او تاسو به د هغوئ سره خامخا هم هغه شان کار کوئ لکه څنګه چې ما درته وئيلى دى. ۶تکړه او زړَور اوسئ. د هغوئ نه مۀ يرېږئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به په خپله تاسو سره وى. هغه به کله هم تاسو سره بې‌وفائى ونۀ کړى او نۀ به مو يواځې پرېږدى.“ ۷بيا موسىٰ يشوَع راوغوښتلو او د ټولو بنى اِسرائيلو په مخکښې يې هغۀ ته وفرمائيل، ”تکړه او زړَور اوسه، تۀ هغه کس يې چې د دې خلقو رهنمائى به کوې چې هغه مُلک قبضه کړى چې مالِک خُدائ يې د هغوئ پلار نيکۀ سره وعده کړې ده. ۸مالِک خُدائ به په خپله ستاسو لارښودنه کوى او هغه به تاسو سره وى. هغه به کله هم تاسو سره بې‌وفائى ونۀ کړى او نۀ به مو يواځې پرېږدى، نو يرېږئ مه او حوصله مۀ بائيلئ.“

په هر اوؤم کال د شريعت لوستل

۹نو موسىٰ د خُدائ پاک قانون وليکلو او دا يې هغه ليوى اِمامانو، کومو چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق وړلو او د بنى اِسرائيلو مشرانو له يې ورکړو. ۱۰هغۀ هغوئ له حُکم ورکړو، ”د هر اوؤم کال په آخر کښې يعنې کله چې د قرضونو د معاف کولو کال راځى، نو د جونګړو په اختر کښې دا په اوچت آواز سره وايئ. ۱۱دا ټولو بنى اِسرائيلو ته وايئ کله چې هغوئ د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د عبادت دپاره، د عبادت هغه يو ځائ ته راشى. ۱۲سړى، ښځې، ماشومان او مسافر چې ستاسو په ښارونو کښې اوسيږى، دا ټول راوغواړه، چې هغوئ دا واورى او د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک نه يرېدل زده کړى او چې د هغۀ د قانون په ټولو خبرو پوره عمل کوى. ۱۳نو ستاسو هغه اولاد چا چې هيڅکله د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک قانون نۀ دے اورېدلے نو هغوئ به يې واورى. نو هغوئ به د هغۀ فرمانبردارى زده کړى چې هغوئ په هغه مُلک کښې تر کومې پورې اوسيږى چې هغه د اُردن نه پورې دے او تاسو يې قبضه کوئ.“

حضرت موسىٰ ته د مالِک خُدائ آخرى نصيحت

۱۴بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ستا د مرګ ورځې رانزدې دى. يشوَع راوغواړه او مقدسې خېمې ته يې راوله، چې هلته هغۀ ته نصيحت وکړم.“ نو موسىٰ او يشوَع خېمې ته لاړل، ۱۵او مالِک خُدائ هلته د وريځې د ستن په شکل کښې څرګند شو چې د خېمې د دروازې په خولۀ کښې ولاړه وه. ۱۶مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ستا د مرګ نېټه پوره کېدونکې ده او د خپل پلار نيکۀ سره به يو ځائ شې او ستا د مرګ نه پس به خلق زما نه نافرمانه شى او هغه لوظ به مات کړى چې ما د هغوئ سره کړے دے. هغوئ به ما پرېږدى او د هغه مُلک د غېرو معبودانو عبادت به وکړى چې کوم ته هغوئ ورننوځى. ۱۷نو بيا به زۀ هغوئ ته په قهر شم، زۀ به هغوئ پرېږدم او هغوئ به تباه شى. ډېر سخت افتونه به په هغوئ راشى، نو هغوئ ته به پته ولګى چې په هغوئ باندې داسې ځکه کيږى چې زۀ يعنې خُدائ پاک نور د هغوئ مل نۀ يم. ۱۸نو په هغه وخت به زۀ د هغوئ نه مخ واړوم، ځکه چې هغوئ به بد عمل کړے وى او د نورو معبودانو عبادت به يې کړے وى. ۱۹اوس دا سندره وليکه. دا د بنى اِسرائيلو خلقو ته وښايه او ور زده يې کړه، نو چې دا د هغوئ خِلاف د ګواه په شان وى. ۲۰زۀ به هغوئ هغه مُلک ته بوځم چې زرخېز او آباد دے، لکه څنګه چې ما د هغوئ د پلار نيکۀ سره وعده کړې ده. هغوئ چې څومره خوراک غواړى نو هلته به ورته ملاويږى او هغوئ به په آرام سره ژوند تېروى. خو هغوئ به واوړى او د نورو معبودانو عبادت به وکړى. زما نه به هغوئ منکر شى او زما لوظ به مات کړى، ۲۱او کله چې په هغوئ باندې سخت افتونه او مصيبتونه راشى نو دا سندره به د هغوئ خِلاف ګواه وى، ځکه چې د هغوئ اولاد به دا نۀ هېروى. ما ته د هغوئ د ارادې پته ده چې هغوئ مې لا وعده کړے شوى مُلک ته راوستلى هم نۀ دى.“ ۲۲نو هم په هغه ورځ موسىٰ دا سندره وليکله او په بنى اِسرائيلو باندې يې زده کړه. ۲۳بيا مالِک خُدائ د نون زوئ يشوَع سره خبرې وکړې او ورته يې وفرمائيل، ”تکړه او زړَور اوسه. تۀ به اِسرائيليان هغه مُلک ته بوځې چې ما د هغوئ سره د هغې وعده کړې ده او زۀ به ستا مل يم.“ ۲۴نو موسىٰ د خُدائ پاک مکمل حُکمونه په يو کِتاب کښې وليکل. ۲۵کله چې هغه اوزګار شو، نو هغۀ ليويانو اِمامانو ته وفرمائيل کوم چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق مشران وُو، ۲۶”د خُدائ پاک د قانون دا کِتاب واخلئ او د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د لوظ صندوق په خوا کښې يې کېږدئ، چې دا د خپلو خلقو خِلاف د يو ګواه په شان وى. ۲۷ما ته پته ده چې هغوئ څومره ضدى او سرکشه دى. هغوئ زما په ژوند کښې د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت کړے دے او زما د مرګ نه پس به هغوئ نور بغاوت هم کوى. ۲۸د قبيلو ټول مشران او آفسران زما په وړاندې راغونډ کړئ، چې زۀ هغوئ ته دا خبرې وښايم، زۀ به آسمان او زمکه د هغوئ خِلاف ګواهان جوړ کړم. ۲۹ما ته پته ده چې زما د مرګ نه پس به خلق بدعمله شى او چې ما څۀ ورته ښودلى دى د هغې نه به منکر شى. او په راتلونکى وخت کښې به هغوئ د افت سره مخامخ شى، ځکه چې هغوئ به مالِک خُدائ په قهر کړے وى د هغه کارونو په وجه چې هغۀ منع کړى دى.“

د موسىٰ سندره

۳۰بيا موسىٰ حمد ووئيلو او د بنى اِسرائيلو ټول قوم ورته غوږ اېښے وو.