يوسفزئ
انجیل

لوقا - درويشتم باب

د حضرت عيسىٰ د پيلاطوس په وړاندې پېشى

۱د دې سره ټوله غونډه پاڅېدله او عيسىٰ يې پيلاطوس له بوتلو. ۲او په دې وينا يې د هغۀ خلاف دعوىٰ شروع کړه، ”مونږ دا سړے وليدلو چې زمونږ د قوم خلق بې‌لارې کوى او قيصر ته د محصُول ورکولو نه خلق منع کوى او وائى چې زۀ مسيح بادشاه يم.“ ۳بيا پيلاطوس د هغۀ نه تپوس وکړو، ”ولې تۀ د يهوديانو بادشاه يې څۀ؟“ هغۀ وفرمائيل چې، ”دا ستا وينا ده.“ ۴نو بيا پيلاطوس مشرانو اِمامانو او حاضرو خلقو ته ووئيل چې، ”زۀ په دې سړى کښې هيڅ جرم نۀ وينم.“ ۵خو هغوئ اِصرار وکړو چې، ”د هغۀ تعليمات په ټوله يهوديه کښې خلق بلوه کوى. چې د ګليل نه راشروع شو او تر دې ښاره راورسېدو.“

د حضرت عيسىٰ د هيروديس په وړاندې پېشى

۶کله چې پيلاطوس دا واورېدل نو تپوس يې وکړو چې، ”ولې دا سړے ګليلى دے څۀ؟“ ۷او چې د دې نه خبر شو چې عيسىٰ د هيروديس د حکومت اختيار لاندې دے نو هغۀ دا مقدمه هيروديس له ولېږله څوک چې په خپله په هغه ورځو کښې د يروشلم په دوره وو. ۸کله چې هيروديس عيسىٰ وليدو نو ډېر خوشحاله شو ځکه چې د هغۀ په حقله يې اورېدلى وُو او د ډېر وخت نه يې دا خواهش وو چې هغه ووينى او په دې طمع وو چې د هغۀ د لاس نه څۀ معجزه ووينى. ۹هيروديس د عيسىٰ نه ډېر تپوسونه وکړل خو هغۀ هيڅ جواب ورنۀ کړو. ۱۰خو مشران اِمامان او د شرعې عالمان راوړاندې شول او د عيسىٰ خلاف يې سخت اِلزامونه شروع کړل. ۱۱بيا هيروديس او د هغۀ سپاهيانو د هغۀ سپکاوے وکړو او بې‌عزته يې کړو او په ځلېدونکو جامو کښې يې پيلاطوس له واپس ولېږلو. ۱۲هم په هغه ورځ هيروديس او پيلاطوس دوستان شول، د دې نه وړاندې دوئ په خپلو کښې دشمنان وُو.

په حضرت عيسىٰ د مرګ فتوىٰ

۱۳پيلاطوس بيا مشران اِمامان، مشران او څۀ نور خلق راوبلل، ۱۴او ورته يې ووئيل، ”تاسو دا سړے ما ته د خلقو د بې‌لارې کولو په اِلزام کښې راوستے دے خو لکه چې تاسو ګورئ ما په خپله ستاسو په وړاندې د هغۀ نه معلومات وکړو او په هغۀ کښې مې هغه جرم ونۀ موندلو چې تاسو پرې د کوم دعوىٰ کړې ده. ۱۵او نۀ هيروديس په کښې څۀ وموندل ځکه چې هغۀ هغه واپس ما له راولېږلو. دې نه دا پته لګى چې دۀ داسې څۀ جرم نۀ دے کړے چې د مرګ لائق وى. ۱۶نو زما په خيال د يو څو کوړو سزا تېرولو نه وروستو به يې پرېږدم.“ ۱۷د اختر په موقع به هغۀ ته دا اجازت وو چې د هغوئ په وينا يو قېدى آزاد کړى. ۱۸خو هغوئ ټولو په جمع شور جوړ کړو، ”دا سړے ختم کړه. مونږ ته برابا آزاد کړه.“ ۱۹برابا هغه څوک وو چې په ښار کښې د بغاوت او قتل په اِلزام کښې قېد کړے شوے وو. ۲۰پيلاطوس هغوئ ته بيا مخاطب شو او دا يې غوښتل چې عيسىٰ آزاد کړى. ۲۱خو هغوئ چغې وهلې، ”دے په سولۍ راځوړند کړئ. دے په سولۍ راځوړند کړئ.“ ۲۲پيلاطوس په درېم ځل بيا هغوئ ته ووئيل، ”ولې؟ دۀ څۀ ګناه کړې ده؟ ما هغۀ کښې داسې څۀ جرم ونۀ ليدو چې د مرګ سزا ورکړم، ځکه زۀ به د کوړو سزا ورکړم او بيا به يې آزاد کړم.“ ۲۳خو هغوئ په ټينګه او په چغو ووئيل چې، ”دے دې په سولۍ کړے شى.“ او د هغوئ چغې ومنلے شوې. ۲۴نو پيلاطوس دا فېصله وکړه چې د هغوئ د خوښې کار دې وشى. ۲۵هغۀ هغه سړے آزاد کړو چې هغوئ غوښتو څوک چې د بغاوت او قتل په جرم کښې قېد شوے وو، او عيسىٰ يې د هغوئ مرضۍ ته وسپارلو.

د حضرت عيسىٰ په سولۍ کول

۲۶چې هغوئ عيسىٰ په سولۍ کولو له بوتلو نو شمعون کرينى نومې سړے يې راونيولو چې د کلى نه راتلو، سولۍ يې هغۀ ته په اوږه کړه او هغه يې عيسىٰ پسې روان کړو. ۲۷ډېر خلق ورپسې وُو چې په کښې ګڼې ښځې هم وې، چې ځانونه يې وهل او په هغۀ يې وير کولو. ۲۸عيسىٰ هغوئ ته مخ راواړولو او ورته يې وفرمائيل، ”اے د يروشلم لوڼو. ما پسې ژړا مۀ کوئ خو په خپل ځان او د خپل اولاد دپاره وير وکړئ. ۲۹ځکه چې هغه ورځې راتلونکې دى چې هغوئ به وائى چې شنډې بختورې دى، چې کله يې هم بچى نۀ دى راوړى او کله يې هم سينه نۀ ده ورکړې. ۳۰بيا به هغوئ غرونو ته وائى چې په مونږ راورغړئ. او غونډو ته به وائى چې مونږ پټ کړئ. ۳۱ځکه چې د شنې ونې دا حال وى نو د وچې به څۀ حال وى؟“ ۳۲د عيسىٰ نه بغېر دوه نور مجرمان هم وُو چې هغۀ سره په سولۍ کولو له بوتلے شول. ۳۳کله چې هغوئ کوپړۍ نومې ځائ ته ورسېدل نو هلته يې هغه د دوو مجرمانو سره په سولۍ کړو. يو يې د هغۀ ښى او بل يې ورسره ګس لاس ته راځوړند کړے وو. ۳۴عيسىٰ وفرمائيل، ”پلاره، دوئ معاف کړه. ځکه چې هغوئ نۀ پوهيږى چې څۀ کوى.“ سپاهيانو د هغۀ په جامو خسڼے واچولو او په خپلو کښې يې وويشلې. ۳۵او خلق يې تماشې ته ولاړ وُو او د هغوئ حاکمانو په هغۀ پورې ټوقې کولې، ”هغۀ خو نور خلق بچ کول، اوس دې خپل ځان بچ کړى کۀ چرې دے په رښتيا د خُدائ پاک غوره شوے مسيح وى.“ ۳۶سپاهيانو هم په هغۀ پورې ټوقې وکړې او هغۀ له يې سرکه ورکړه. ۳۷او ورته يې وئيل چې، ”کۀ چرې تۀ د يهوديانو بادشاه يې نو خپل ځان بچ کړه.“ ۳۸د هغۀ د سر دپاسه يې يوه تختۍ لګولې وه چې پرې داسې ليکل وُو چې، ”دا د يهوديانو بادشاه دے.“ ۳۹په هغه مجرمانو کښې يو چې ورسره په څنګ کښې راځوړند وو عيسىٰ ته پېغور ورکړو، ”ولې تۀ مسيح نۀ يې څۀ؟ نو بيا خپل ځان او مونږ هم بچ کړه.“ ۴۰خو دوېم مجرم په دې هغه ورټلو او ورته يې ووئيل چې، ”تۀ د خُدائ پاک نه نۀ يرېږې څۀ؟ تا ته هم د دۀ په شان سزا درکولے کيږى. ۴۱مونږ سره خو اِنصاف شوے دے. مونږ ته خو د خپل عمل سزا مِلاو شوه، ولې دۀ خو هيڅ بد کار نۀ دے کړے.“ ۴۲او هغۀ ورته ووئيل، ”اے عيسىٰ، کله چې تۀ خپلې بادشاهۍ ته ورسيږى نو ما هم ياد ساته.“ ۴۳عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ تا ته دا وايم چې تۀ به نن ما سره په جنت فردوس کښې يو ځائ يې.“

د حضرت عيسىٰ وفات کېدل

۴۴د غرمې وخت وو او په ټوله زمکه تيارۀ راخوره شوه او د ماسپښين تر درېو بجو پورې وه. ۴۵نمر پټ شو او د خُدائ د کور پړده په مينځ دوه شوه. ۴۶نو بيا عيسىٰ يوه تېزه کريکه وويسته او وې فرمائيل، ”اے پلاره، زۀ خپل روح ستا لاسونو ته سپارم.“ او دې وئيلو سره يې ساه ورکړه. ۴۷نو د دې هر څۀ په ليدلو صوبه دار د خُدائ پاک ثنا ووئيله او وې وئيل چې، ”بې‌شکه چې دا سړے بې‌ګناه وو.“ ۴۸خو هغه ټول خلق چې دې تماشې ته راجمع شوى وُو کله چې هغوئ دا واقعه وليدله نو ماتم يې وکړو او کورونو ته واپس لاړل. ۴۹د عيسىٰ ټول دوستان هلته لرې ولاړ وُو او کومې ښځې چې د ګليل نه ورپسې راغلې وې، هغوئ هم ورسره ولاړې وې او دا هر څۀ هغوئ په خپله وليدل.

د حضرت عيسىٰ ښخول

۵۰نو بيا هلته يوسف نومې يو سړے وو چې د جرګې ممبر او نېک او صادق سړے وو. ۵۱د هغۀ د هغوئ په دې فېصلې او صلاح کښې ورسره راضى نۀ وو. چې د يهوديانو د ارمتيه ښاريې سره يې تعلق وو او د خُدائ پاک د بادشاهۍ په انتظار وو. ۵۲نو هغه بيا پيلاطوس له لاړو او د عيسىٰ لاش يې ترې وغوښتو. ۵۳بيا هغۀ لاش د سولۍ نه راکوز کړو او د کتان کفن يې ورکړو او په غار کښې يې په کنستلے شوى قبر کښې کېښودو چې د دې نه وړاندې په کښې څوک اېښودے شوے نۀ وو. ۵۴دا د تيارۍ کولو ورځ وه او د سبت ورځ شروع کېدونکې وه. ۵۵کومې ښځې چې ورسره د ګليل نه راغلې وې هغوئ يوسف پسې وې او هغوئ قبر په نښه کړو او دا يې کتل چې د عيسىٰ لاش يې چرته ښخ کړو. ۵۶بيا هغوئ کور ته لاړې او عُود او لوبان يې تيار کړل خو د شريعت په مطابق يې د سبت په ورځ آرام وکړو.