يوسفزئ
پوهه او شاعرى

د متلونو کِتاب - لسم باب

د حضرت سليمان متلونه

۱دا د سليمان متلونه دى، يو هوښيار زوئ خپل پلار له خوشحالى ورکوى، خو کم عقل زوئ خپلې مور له غم ورکوى. ۲د حرام مال دولت هيڅ اهميت نشته، خو صداقت د مرګ نه خلاصون ورکوى. ۳مالِک خُدائ صادق اوږى کېدو ته نۀ پرېږدى، خو د بدکارانو ارمان رد کوى. ۴ناراسته لاسونه يو انسان غريبوى، خو محنتى لاسونه انسان مالداره کوى. ۵څوک چې په ګرمۍ کښې فصل راټولوى هغه هوښيار زوئ دے، خو هغه زوئ څوک چې د لو په وخت کښې خوب کوى د شرم باعث دے. ۶برکت د صادق د سر تاج دے، خو بدعمله په خپلو چالاکه خبرو سره خپل شرارت پټوى. ۷د نېکانو يادول د برکت سبب ګرځى، خو د بد کاره نوم به فنا شى. ۸هوښياران په نصيحت خوشحاليږى، خو بې‌وقوفه کړتن به تباه شى. ۹نېک انسان به په امن کښې ګرځى، خو هغه څوک چې کږې لارې اختياروى، د هغۀ کارونو نه به خلق خبر شى. ۱۰هغه څوک چې په ټګۍ سره سترګې وهى نو د تکليف باعث کيږى، او په بې‌فکره خبرو سره به کم عقل تباه شى. ۱۱د صادق خولۀ د ژوند چينه ده، خو بدعمله په خپلو چالاکه خبرو سره خپل شرارت پټوى. ۱۲نفرت شر جوړوى، خو مينه په ټولو بدو پرده اچوى. ۱۳د هوښيار په شونډو کښې پوهه موندلے کيږى، خو د ناپوهه دپاره چوکه وى. ۱۴هوښياران خپل عِلم ذخيره کوى، خو د کم عقل فضول خبرې تباهۍ ته دعوت ورکوى. ۱۵د مالداره مال دولت د هغۀ دپاره قلعه ده، خو غربت د غريب دپاره تباهى ده. ۱۶د صادق ګټه هغۀ له ژوند ورکوى، خو د بدکاره ګټه هغه د ګناه طرف ته بوځى. ۱۷هغه څوک چې اصلاح قبلوى د ژوند په لاره ځى، خو هر هغه څوک چې اصلاح کول نۀ منى نو خپل ځان بې‌لارې کوى. ۱۸هغه څوک چې خپل نفرت پټوى نو هغه دروغژن دے. څوک چې د نورو غېبت کوى هغه کم عقل دے. ۱۹هرکله چې خبرې ډيرې وى نو هلته ګناه هم موجوده وى، خو څوک چې خپله ژبه قابو ساتى هوښيار دے. ۲۰د صادق ژبه خالص سپين زر وى، خو د بدکاره زړۀ بې‌اهميته وى. ۲۱د صادق د خولې کلام ډېرو خلقو له فائده ورکوى، خو کم عقل د ناپوهۍ په وجه مړ شى. ۲۲د مالِک خُدائ برکت انسان مالداره کوى، او په کښې هيڅ قسم غم نۀ سېوا کوى. ۲۳کم عقل د غلط کار نه خوند اخلى، خو هوښيار سړے د حِکمت نه خوند اخلى. ۲۴د کوم شى نه چې بدکاره يريږى نو هم هغه به يې راګېر کړى، خو صادق چې د کوم شى خواهش وکړى هغه به ورله ورکړے شى. ۲۵هرکله چې طوفان راشى نو بدکاره جارُو کړى، خو صادق به د تل دپاره قائم وى. ۲۶لکه څنګه چې سرکه غاښونه برېښوى او لوګے سترګې ترخوى، نو دغه شان ناراسته د خپل مالِک دپاره دے. ۲۷د مالِک خُدائ يره عمر اوږدوى، خو د شرير عمر به لنډ وى. ۲۸د صادق اُميد خوشحالى ده، خو د بدکاره طمع به پوره نۀ شى. ۲۹د مالِک خُدائ لارې د صادقانو پناه ګاه وى، خو د هغه خلقو دپاره تباهى وى څوک چې بدکارونه کوى. ۳۰صادق به کله هم د بېخ نه ختم نۀ شى، خو بدکاره به په زمکه پاتې نۀ شى. ۳۱د صادق د خولې نه د عقل او حِکمت خبرې راوځى، خو کږه ژبه به پرې کړے شى. ۳۲د صادق شونډې په دې پوهيږى چې کومه خبره د منلو او په ځائ ده، خو د بدکاره د خولې نه صرف غلطې خبرې راوځى.