يوسفزئ
پوهه او شاعرى

د متلونو کِتاب - پينځلسم باب

۱نرم جواب غصه سړوى، خو سخته خبره غصه لمبه کوى. ۲د هوښيارانو ژبه عِلم خوندور کوى، خو د بې‌وقوفه خولۀ د کم عقلتوب سرچينه ده. ۳د مالِک خُدائ سترګې هر چرته موجودې دى، هغه ښۀ او بد دواړو باندې نظر ساتى. ۴نرمه ژبه د ژوندون ونه ده، خو ټګماره ژبه روح ماتوى. ۵کم عقل د خپل پلار تربيت ته سپک ګورى، خو هر هغه څوک چې اصلاح قبلوى نو هغه هوښيار دے. ۶د صادق په کور کښې لويه خزانه وى، خو د بدکاره ګټه هغوئ ته تکليف ورکوى. ۷د هوښيارانو شونډې عِلم خوروى، خو د بې‌عقله په زړۀ کښې داسې څۀ نۀ وى. ۸مالِک خُدائ د بدکارانو د قربانۍ نه نفرت کوى، خو د نېکانو دُعا هغه خوشحالوى. ۹مالِک خُدائ د بدکارانو د چال چلن نه نفرت کوى، خو هغه د هغوئ سره مينه کوى څوک چې صداقت پسې روان وى. ۱۰د هغه چا به سخت تربيت وشى څوک چې صحيح لاره پرېږدى، څوک چې د اِصلاح کولو نه نفرت کوى نو هغه به مړ شى. ۱۱دا چې عالمِ ارواح او دوزخ دواړه مالِک خُدائ ته ښکارى، نو د انسان زړۀ به ورته څومره زيات څرګند وى؟ ۱۲مسخره کوونکى اصلاح نۀ خوښوى، نو ځکه چې د هوښيارانو سره مشوره نۀ کوى. ۱۳خوشحاله زړۀ مخ شادابه ښائى، خو پرېشانه زړۀ د انسان روح ماتوى. ۱۴د هوښيارانو زړۀ د عِلم لټون کوى، خو د کم عقل خولۀ په ناپوهۍ کښې څريږى. ۱۵د مظلومانو د ژوند ټولې ورځې خرابې وى، خو خوشحاله زړۀ هر وخت جشن کوى. ۱۶د مالِک خُدائ په يره کښې لږ آمدن غوره دے، د هغه ډېر مال دولت نه چې سکون په کښې نۀ وى. ۱۷دال ساګ دې وى خو چې مينې سره وى، کۀ چرګ وى او نفرت ورسره وى نو فائده يې څۀ ده. ۱۸غصه ناک سړے صرف لانجه جوړوى، خو صبرناک سړے جنګونه سړوى. ۱۹د ناراسته لار د ازغو ډکه وى، خو د نېکانو لارې لکه د پوخ سړک په شان وى. ۲۰هوښيار زوئ د خپل پلار دپاره د خوشحالۍ ذريعه ده، خو بې‌وقوفه خپلې مور ته سپک ګورى. ۲۱کم عقلتوب هغه سړے خوشحالوى څوک چې ناپوهه وى، خو هوښيار سړے په سيدها لار روان وى. ۲۲چرته چې صلاح مشوره نۀ وى نو هلته منصوبې ناکامه شى، خو د ډېرو مشوره ورکوونکو په ذريعه کاميابې حاصليږى. ۲۳انسان په مناسب جواب ورکولو خوشحاليږى، په مناسب وخت کښې ټيک خبره کول څومره ښۀ وى. ۲۴د هوښيارانو لار هغه بره د ژوندون طرف ته بوځى، چې هغه قبر ته لاندې د تلو نه وساتى. ۲۵مالِک خُدائ د مغرور کور سر د لاندې راغورزوى، خو هغه د کونډې جائيداد محفوظ ساتى. ۲۶مالِک خُدائ د بدو منصوبو نه نفرت کوى، خو هغه په پاکو خبرو خوشحاليږى. ۲۷لالچى خپل خاندان ته مصيبت ورپه برخه کوى، خو هغه څوک چې د رشوت نه نفرت کوى هغوئ به ژوندى پاتې شى. ۲۸صادقان د جواب ورکولو نه وړاندې سوچ کوى، خو د بدکاره خولۀ فساد نولى. ۲۹مالِک خُدائ د بدعمله خلقو نه لرې وى، خو هغه د صادقانو دُعاګانې اورى. ۳۰روڼ تندے زړۀ ته خوشحالى ورکوى، او ښۀ زيرے بدن تازه کوى. ۳۱هغه څوک چې ښې رټنې ته غوږ نيسى، نو هغوئ به په هوښيارانو کښې وشميرلے شى. ۳۲هغه څوک چې تربيت رد کوى د خپل ځان سپکاوے کوى، خو هغه څوک چې تربيت قبلوى نو دے عقلمندى حاصلوى. ۳۳د مالِک خُدائ يره حِکمت پېدا کوى، عاجزى د عزت وړومبے قدم دے.