يوسفزئ
د تورات شريف درېم کِتاب

د ليويانو کِتاب - يوولسم باب

حلال او حرام ځناور

۱مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته دا اصُول وښودل ۲کوم چې د بنى اِسرائيلو دپاره وُو. تاسو په زمکه ګرځېدونکے هر هغه ځناور خوړلے شئ ۳چې د هغې د پښو سومونه په مينځ بېل وى او بيا بيا شخوند وهى، ۴‏-۶خو تاسو دا ځناور مۀ خورئ، يعنې اوښ، ځنګلى سوه، يا عامه سوه. دا به ناپاک ګڼلے شى، دا بيا بيا شخوند وهى، خو د دې سومونه يې په مينځ بېل نۀ دى. ۷خنزير مۀ خورئ. دا به خامخا ناپاک ګڼلے شى، د دې د پښو نوکونه په مينځ بېل وى، خو بيا بيا شخوند نۀ وهى. ۸دا ځناور مۀ خورئ يا چې مړۀ وى نو لاس به هم نۀ وروړئ، دا ناپاک دى. ۹تاسو هغه هر قِسم کبان خوړلے شئ کوم چې وزر او په څرمن پترى لرى، ۱۰خو داسې د اوبو بل هر يو څيز چې وزر او په څرمن پترى نۀ لرى هغه نۀ شئ خوړلے. ۱۱داسې څيزونه به ستاسو دپاره حرام وى. تاسو به هيڅکله هم د دې غوښه نۀ خورئ يا کۀ مړۀ وى نو لاس به هم نۀ وروړئ. ۱۲تاسو هر هغه څيز مۀ خورئ کوم چې په اوبو کښې اوسيږى او وزر او په څرمن پترى نۀ لرى. ۱۳‏-۱۹دا هغه مارغان دى چې تاسو به ترې نه کرکه کوئ چې تاسو يې ونۀ خورئ ځکه چې دا حرام دى، شاهين، ګونګا، باز، شهباز، باښه، ګنجۍ، کارغۀ، شتر‌مرغ، ايلۍ، زاڼې، ډينګ، ماهى خور مارغۀ، سمندرى بطحه، ملا‌چرچک يا ښاپېرک. ۲۰الوتونکى حشرات ناپاک دى، تاسو د دې نه کرکه وکړئ، ۲۱خو بغېر د هغې نه چې په پښو ګرځى او ټوپونه وهى. ۲۲تاسو کېرړى، د قحطۍ مُلخان او نور مُلخان خوړلے شئ. ۲۳خو نور ټول واړۀ څيزونه چې وزر لرى او په زمکه باندې په پښو ګرځى دا به ستاسو دپاره حرام وى. ۲۴‏-۲۸دا ځناور ستاسو دپاره ناپاک دى، هر څوک چې دې مړو ځناورو ته لاس وروړى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى يعنې ټول نوکونه لرونکى ځناور، خو د هغې نه بغېر چې نوکونه يې په مينځ بېل وى او بيا بيا شخوند وهى، او ټول څلور پښې لرونکى ځناور چې پنجې لرى. چې دا ځناور مړۀ وى او هر څوک ورله لاس وروړى يا يې يوسى، نو هغه به خامخا خپلې جامې وينځى، خو هغه به بيا هم تر ماښامه پورې ناپاک وى. ۲۹‏-۳۰ړنده مږه، عامه مږه، منږکان او سمسېره، کربوړے او هر قِسم چرمښکۍ به خامخا ناپاک ګڼلے شى. ۳۱دا ستاسو دپاره ناپاک دى. چې دا مړۀ وى او هر څوک چې لاس وروړى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى. ۳۲او يا کۀ دا مړۀ وى او په څۀ څيز باندې وغورزيږى، نو هغه به ناپاک وى. هغه څيز کۀ د لرګى نه جوړ وى، کپړه، څرمن، يا بوجۍ وى، کۀ هر څيز دپاره هم استعماليږى. هغه څيز به په اوبو کښې غوپه کړے شى، خو دا به بيا هم تر ماښامه پورې ناپاک وى. ۳۳کۀ دا مړۀ شوى ځناور د خاورو په لوښى کښې وغورزيږى، په هغې کښې چې هر څۀ وى نو هغه به ناپاک وى، نو تاسو هغه لوښے مات کړئ. ۳۴هر هغه خوراک کوم چې په عامه توګه خوړلے شى، خو کۀ په دې خوراک باندې د هغه لوښى نه اوبۀ توئ کړے شوې وى، نو هغه خوراک به ناپاک وى او په داسې لوښى کښې چې د څښلو څۀ هم وى نو هغه به ناپاک وى. ۳۵کۀ دا مړۀ شوى ځناور په هر څۀ باندې راوغورزيږى نو هغه به ناپاک وى، کۀ هغه د خټې نغرے وى يا د پخلى لوښے وى نو ماتولے به شى، ۳۶خو چينه يا ډيګۍ به پاکه وى، خو کۀ بل هر څوک دې مړو ځناورو له لاس وروړى نو هغه به ناپاک وى. ۳۷کۀ دا په هغه تخم باندې وغورزيږى کوم چې کَرلے کيږى، نو تخم به پاک وى. ۳۸خو کۀ تخم په اوبو کښې پستولے شى او دا قِسم مړ ځناور ورباندې راوغورزيږى، نو تخم به ناپاک وى. ۳۹کۀ يو حلال ځناور مړ شى، کۀ هر څوک ورله لاس وروړى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى. ۴۰کۀ هر څوک د دې ځناور څۀ غوښه وخورى، نو هغه به خامخا خپلې جامې وينځى، خو هغه به بيا هم تر ماښامه پورې ناپاک وى، هر څوک چې دا مړۀ ځناور يوسى نو هغه به خامخا خپلې جامې ووينځى، خو هغه به بيا هم تر ماښامه پورې ناپاک وى. ۴۱تاسو هغه ټول ځناور مۀ خورئ کوم چې په زمکه باندې ګرځى، ۴۲لکه چې په خېټه باندې، يا په څلورو پښو باندې او يا په ډېرو پښو ګرځى. ۴۳د دې په خوړلو باندې خپل ځانونه مۀ ناپاکه کوئ. ۴۴زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم او تاسو خپل ځانونه پاک او مقدس ساتئ، ځکه چې زۀ مقدس يم. ۴۵زۀ مالِک خُدائ يم چا چې تاسو د مِصر مُلک نه راوويستلئ چې زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، تاسو خامخا مقدس اوسئ، ځکه چې زۀ مقدس يم. ۴۶نو دا د ځناورو او مارغانو په حقله قانون دے، د هغه هر ژوندى څيز په حقله چې په اوبو کښې اوسيږى او چې په زمکه ګرځى. ۴۷چې تاسو د پاک او ناپاک او د حلال او حرام په مينځ کښې فرق وکړئ.