يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - څلور نوييم زبور

مالِک خُدائ بدله اخلى

۱اے مالِکه خُدايه، بدله اخستونکى، پاکه خُدايه،

بدله اخستونکى پاکه خُدايه خپل جلال دې وځلوه.

۲اے د دُنيا منصفه، راپاڅه،

مغرورانو له د دوئ د عملونو په مطابق سزا ورکړه.

۳ترڅو به بدکاران، مالِکه خُدايه،

ترڅو به بدکاران خوشحالى کوى؟

۴هغوئ ټولې خبرې د کبر او د غرور کوى،

ټول بدکاران ډيرې لافې کوى.

۵اے مالِکه خُدايه، دوئ ستا خلق تباه کوى،

هغوئ ستا په ميراث باندې ظلمونه کوى.

۶هغوئ مسافر او کونډې قتلوى،

هغوئ يتيمان وژنى.

۷دوئ وائى چې، ”مالِک خُدائ دا نۀ ګورى،

او د يعقوب خُدائ پاک پام نۀ کوى.“

۸اے د قوم بې‌عقله خلقو ځان خبر کړئ،

اے ناپوهه خلقو تاسو به کله خپل ځان هوښياروئ؟

۹هغۀ چې مونږ له يې غوږونه راکړل خپله اورېدے نۀ شى څۀ؟

هغۀ چې مونږ له يې سترګې راکړې نو په خپله ليدلے نۀ شى څۀ؟

۱۰څوک چې قومونه سموى نو سزا نۀ شى ورکولے څۀ؟

څوک چې انسان ته پوهه ورکوى په خپله به ناپوهه وى څۀ؟

۱۱مالِک خُدائ د انسان په سوچونو باندې پوهه دے،

چې دا ټوله تشه هوا او بې‌فائدې دے.

۱۲بختور دے هغه څوک چې تۀ يې تنبيه کوې مالِکه خُدايه،

بختور دے هغه چا له چې تۀ د خپل قانون نه سبق ورکوې،

۱۳تۀ هغۀ ته په سختو ورځو کښې آرام ورکوې،

ترڅو چې بدعملو له کنده کنستلے شى.

۱۴مالِک خُدائ به خپل خلق نۀ رد کوى،

او هغه به خپل ميراث نۀ هېروى.

۱۵يو ځل بيا به عدالت د صداقت په مطابق وشى،

او ټول صادقان به يې پيروى کوى.

۱۶څوک به ما سره د بدکارانو خلاف راپاڅى؟

او څوک به زما دپاره د بدعملو خلاف ودريږى؟

۱۷کۀ مالِک خُدائ زما مددګار نۀ وے،

نو اوس به زۀ د مرګ په خاموشۍ کښې اوسېدم.

۱۸نو کله چې ما ووئيل چې، ”زما پښې ښوئيږى،“

نو ستا ابدى مينې زما مدد وکړو مالِکه خُدايه.

۱۹کله چې زما د زړۀ بې‌قرارى ډېره زياته شوه،

نو ستا تسلۍ زما روح ته خوشحالى راوړه.

۲۰بې‌اِنصافه مشران تا سره ملګرتيا کولے شى،

چې د قانون په نوم لا قانونيت جوړوى؟

۲۱هغوئ د صادقانو خلاف ډله جوړوى،

او بې‌ګناه خلق قاتل ګرځوى.

۲۲خو مالِک خُدائ زما پناه ګاه ده،

او خُدائ پاک زما ګټ دے په چا کښې چې زۀ پناه اخلم.

۲۳هغه به دوئ ته د دوئ د ګناه په وجه سزا ورکړى.

او د دوئ د شرارت په وجه به يې تباه کړى،

مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک به يې ختم کړى.