يوسفزئ

کوچنۍ پېغمبر

د حضرت عاموس نبى کِتاب - اتم باب

د پخې مېوې د ټوکرۍ رويا ليدل

۱ما ته مالِک خُدائ يوه بله رويا وښودله. په دې کښې مې د پخې مېوې يوه ټوکرۍ وليدله. ۲مالِک خُدائ تپوس وکړو، ”اے عاموسه، تا څۀ وليدل؟“ نو ما ورته جواب ورکړو، ”د پخې مېوې ډکه ټوکرۍ مې وليدله.“ بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”زما د خلقو بنى اِسرائيلو دپاره وخت پوخ شوے دے، زۀ به نور هغوئ د سزا نه بغېر نۀ پرېږدم.“ ۳قادر مطلق خُدائ فرمائى، ”په هغه ورځ، به د عبادتخانې سندرې په ژړا او ماتم بدلې شى. ډېر مړى به په هر ځائ کښې په خاموشۍ پراتۀ وى.“

د بنى اِسرائيلو تباهى

۴واورئ اے هغه خلقو څوک چې ضرورتمند راغورزوئ او د مُلک غريبانان تباه کوئ. ۵تاسو خپل ځان سره وايئ چې، ”کله به د نوې مياشت ورځ ختمه شى او کله به د سبت ورځ تېره شى چې مونږ خپل د غلې ګودامونه کولاو کړُو او غله خرڅه کړُو؟ او مونږ ناپ تول کښې چل وَل وکړُو، او د څيزونو قيمتونه اوچت کړُو، او په تله کښې ټګى او دوکه وکړُو. ۶غريبانان په سپينو زرو او ضرورتمند په يوه جوړه څپلو اخلو، او غنم هم د بوسو سره خرڅوو.“ ۷هغه مالِک خُدائ چې يعقوب ورباندې فخر کوى قسم وکړو چې، ”زۀ به هيڅکله هغه کارونه هېر نۀ کړم چې دوئ کړى دى. ۸د دې په وجه به زمکه ولړزيږى او څوک هم چې په دې مُلک کښې اوسيږى هغه به ماتم کوى. لکه څنګه چې په مِصر کښې د نيل درياب د سېلاب په وخت کښې اوچتيږى داسې به ټوله زمکه اوچته شى، او بيا به دوباره کښېنى.“ ۹مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى، ”په هغه ورځ به زۀ نمر په نيمه ورځ ښکته کړم او په زمکه به په رڼا ورځ تيارۀ راولم. ۱۰زۀ به ستاسو مذهبى اخترونه په ماتم بدل کړم او ستاسو د خوشحالۍ ټولې سندرې به د غم په سندرو بدلې کړم. زۀ به په ټولو د ټاټ جامې واغوندمه او سرونه به پرې ګنجيان کړم. خلق به داسې ماتم کوى لکه چې اېک يو زوئ يې مړ وى. هغه ورځ به څومره سخته وى.“ ۱۱قادر مطلق خُدائ فرمائى، ”هغه ورځې راروانې دى، کله چې زۀ په زمکه باندې قحط راولم. خو دا به د لوږې او تندې قحط نۀ وى، بلکې دا به د خُدائ پاک د کلام د نۀ اورېدلو قحط وى. ۱۲خلق به د يو سمندر نه بل سمندر پورې او د شمال نه تر مشرق پورې ګرځى، چې د مالِک خُدائ کلام ولټوى، خو دوئ به يې پېدا نۀ کړى. ۱۳په هغه ورځ به ښائسته پېغلې او ځوانان د تندې نه بې‌هوشه شى. ۱۴کوم خلق چې د سامريه په شرمېدلو بُتانو قسم خورى، او يا وائى چې اے دان، زمونږ دې ستا په خُدائ قسم وى، او يا وائى چې اے بيرسبع، زمونږ دې ستا په خُدائ قسم وى، نو داسې خلق به راوغورزيږى او بيا به د پاڅېدو جوګه نۀ وى.“