يوسفزئ
تاریخى

د تواريخ دوېم کِتاب - څلور دېرشم باب

د يهوداه بادشاه يوسياه

۱يوسياه اتۀ کلن وو چې هغه بادشاه جوړ شو او يو دېرش کاله يې په يروشلم بادشاهى وکړه. ۲هغۀ هم هغه کار کولو چې په څۀ باندې مالِک خُدائ خوشحالېدو، هغه د خپل پلار نيکۀ داؤد په نقش قدم باندې روان وو او هغه د خُدائ پاک د قانون نه اخوا دېخوا نۀ اوړېدو.

د يوسياه د غېرو قومونو د عبادت ځايونه ورانول

۳د يوسياه د بادشاهۍ په اتم کال، چې په کوم وخت کښې هغه لا وړوکے وو، نو هغۀ د خپل پلار نيکۀ داؤد خُدائ پاک عبادت شروع کړو. څلور کاله وروستو هغۀ علاقائى عبادتخانې، د اشيرې بُت نښې او د نورو ټولو بُتانو تباه کول شروع کړل. ۴د هغۀ د ښودنې لاندې هغه قربان‌ګاه ټوټې ټوټې کړے شوه چرته چې د بعل عبادت کېدو او د دې سره نزدې د خوشبويۍ قربان‌ګاه راوغورزولے شوې. هغوئ د اشيرې بُتانو او د نورو ټولو بُتانو نه خاورې جوړې کړې او هغه خاورې يې د هغه خلقو په قبرونو باندې وشيندلې چا چې دې ته قربانۍ پېش کړې وې. ۵هغۀ د بُت پرستو اِمامانو هډُوکى په هغه قربان‌ګاه باندې وسوزول چرته چې هغوئ عبادت کړے وو. د دې هر څۀ کولو په وجه هغۀ يهوداه او يروشلم بيا پاک کړل. ۶هغۀ په ښارونو کښې او د منسى، اِفرائيم او شمعون او په شمال کښې د نفتالى پورې هم دغه شان کار وکړو. ۷د شمالى بادشاهۍ په ټوله علاقه کښې هغۀ قربان‌ګاه او د اشيرې بُت نښې ټوټې ټوټې کړې او بُتان يې خاورې کړل او د خوشبويۍ ټولې قربان‌ګاه يې ټوټې ټوټې کړې. بيا هغه يروشلم ته راواپس شو.

د شريعت د کِتاب موندلے کېدل

۸د هغۀ د بادشاهۍ په اتلسم کال، د هغې نه پس چې کله هغۀ د غېرو قومونو د عبادت نه مالِک خُدائ کور او هغه مُلک پاک کړے وو، نو يوسياه بادشاه دا درې سړى ولېږل چې د مالِک خُدائ، خُدائ پاک کور مرمت کړى، د اصلياه زوئ سافن، معسياه، چې د يروشلم حکمران وو او د يهوآخز زوئ يوآخ چې مشر آفسر وو. ۹کومې پېسې چې ليوى خادمانو د مالِک خُدائ کور کښې راغونډې کړې وې هغه يې مشر اِمام خِلقياه له ورکړې. دا د اِفرائيم او منسى او د شمالى ټولې بادشاهۍ نه او د يهوداه، بنيامين او د يروشلم د خلقو نه راغونډې شوې وې. ۱۰بيا دا پېسې هغه درېو سړو ته حواله شوې چې د مالِک خُدائ د کور د مرمت مشران وُو او هغوئ دا پېسې دې مزدورانو له ورکړې ۱۱يعنې ترکاڼانو او ګِلکارانو له چې جوړ شوى کاڼى او لرګى واخلى او د هغه عمارت په مرمت کښې استعمال شى چې د يهوداه بادشاهانو پرېښے وو چې خراب شى. ۱۲کومو خلقو چې دا کار کولو هغه ټول محنتى وُو. د هغوئ مشرى دې څلورو ليويانو کوله، د مرارى د قبيلې يحت او عبدياه او د قُهات د قبيلې زکرياه او مسلام. ليويان تکړه موسيقاران وُو. ۱۳نور ليويان د سامان د وړلو راوړلو او د مختلفو کارونو د کاريګرو مشران وُو او نورو به حِساب کِتاب ساتلو او څوکيدارى به يې کوله. ۱۴کله چې د ګودام نه پېسې ويستلے شوې نو په دې دوران کښې خِلقياه د مالِک خُدائ د شريعت کِتاب وموندلو، هغه شريعت چې خُدائ پاک موسىٰ له ورکړے وو. ۱۵هغۀ سافن منشى ته وفرمائيل، ”ما دلته د مالِک خُدائ په کور کښې د شريعت کِتاب موندلے دے.“ هغۀ سافن له کِتاب ورکړو، ۱۶او سافن هغه کِتاب بادشاه له يوړو. سافن ورته ووئيل، ”تا چې د څۀ حُکم کړے وو نو مونږ هغه هر څۀ کړى دى. ۱۷کومې پېسې چې د مالِک خُدائ په کور کښې اېښودے شوې وې مونږ هغه کاريګرانو او د هغوئ مشرانو ته حواله کړې دى.“ ۱۸بيا هغۀ ووئيل، ”هغه کِتاب دلته ما سره دے چې خِلقياه ما له راکړے دے.“ او هغۀ بادشاه ته د دې تلاوت وکړو. ۱۹کله چې بادشاه هغه کِتاب واورېدو، نو هغۀ د خفګان نه خپلې جامې وشلولې. ۲۰او هغۀ خِلقياه، د سافن زوئ اخيقام، د ميکاياه زوئ عبدون، د دربار منشى سافن او د بادشاه مدد کوونکى عساياه له دا حُکم ورکړو، ۲۱”لاړ شئ او د مالِک خُدائ سره زما او د هغه خلقو دپاره مشوره وکړئ چې هغوئ بيا هم په اِسرائيل او يهوداه کښې پاتې کيږى. د دې کِتاب تعليمات معلوم کړئ. مالِک خُدائ مونږ ته غصه دے ځکه چې زمونږ پلار نيکۀ د مالِک خُدائ کلام نۀ دے منلے او هغه کار يې نۀ دے کړے چې د کوم په حقله دا کِتاب فرمائى چې خامخا دې وکړے شى.“ ۲۲د بادشاه په حُکم، خِلقياه او نور لاړل چې د يوې ښځې سره مشوره وکړى چې نوم يې خُلده وو، دا پېغمبره د يروشلم په نوې حِصه کښې اوسېده. د هغې خاوند سلوم، د توقهت زوئ او د خسره نمسے وو، سلوم د مالِک خُدائ د کور د چُوغو مشر وو. چې څۀ شوى وُو نو هغوئ ورته هغه بيان وکړو، ۲۳او هغې ورته ووئيل چې واپس بادشاه له لاړ شئ او ورته ووايئ ۲۴چې د مالِک خُدائ نه دا پېغام راغلے دے، ”زۀ به په يروشلم او د دې په ټولو خلقو افت راولم چې په کښې به هغه ټول لعنتونه وى چې په هغه کِتاب کښې ليکلے شوى دى کوم چې بادشاه ته بيان شو. ۲۵هغوئ زۀ رد کړے يم او نورو معبودانو ته يې نذرانې پېش کړې دى او دوئ چې دا هر څۀ کړى دى د هغې په وجه يې زما غصه راپارولې ده. زما غصه د يروشلم خِلاف راوچته شوې ده او دا به کمه نۀ شى.“ ۲۶خو د يهوداه هغه بادشاه له واپس ورشه چا چې د مالِک خُدائ سره د مشورې دپاره رالېږلے يې او هغۀ ته ووايه چې، ”مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د هغه پېغام په حقله داسې فرمائى چې تا اوس اوس واورېدو، ۲۷نو تۀ پښېمانه شوې او د خُدائ پاک په حضور کښې دې خپل ځان عاجز کړو، کله چې تا واورېدل چې هغۀ د دې ځائ او خلقو خلاف خبرې وکړې. کله چې تا خپل ځان زما د وړاندې عاجز کړو او خپلې جامې دې وشلولې او زما په حضور کښې وژړل، نو ما ستا دعا واورېدله، مالِک خُدائ فرمائى، ۲۸او زۀ چې يروشلم له کومه سزا ورکوم هغه به تر هغه وخت پورې نۀ راځى چې ترڅو تۀ مړ شوے نۀ يې. او زۀ به تا پرېږدم چې په سلامتۍ سره مړ شې.“ نو هغه سړى د دې پېغام سره يوسياه بادشاه ته راواپس شول.

د يوسياه د مالِک خُدائ سره د لوظ نوى کول

۲۹يوسياه بادشاه د يهوداه او يروشلم ټول مشران راغونډ کړل، ۳۰او هغوئ په يو ځائ د مالِک خُدائ کور ته لاړل، چې اِمامان او ليويان او ټول خلق، مالداره او غريبانان په کښې شامل وُو. بادشاه د هغوئ ټولو په مخکښې د لوظ د هغه کِتاب تلاوت وکړو، کوم چې د مالِک خُدائ په کور کښې موندلے شوے وو. ۳۱هغه د شاهى ستنې سره ولاړ وو او د مالِک خُدائ سره يې يو لوظ وکړو چې د هغۀ تابعدارى به کوى او د زړۀ د اخلاصه د هغۀ قانون او حُکمونه به منى او هغه مطالبې به پوره کوى کومې چې د دې لوظ سره تړلې دى، هم هغه شان چې څنګه په هغه کِتاب کښې ليکلے شوى دى. ۳۲هغۀ د بنيامين خلق او د يروشلم خلق هم هغه لوظ ته مجبور کړل. نو د يروشلم خلقو د لوظ هغه مطالبې ومنلې کوم لوظ چې هغوئ د خپل پلار نيکۀ خُدائ پاک سره کړے وو. ۳۳نو يوسياه بادشاه هغه ټول حرام کاره بُتان تباه کړل کوم چې د اِسرائيل په علاقه کښې وُو او چې ترڅو پورې هغه ژوندے وو، نو هغوئ د مالِک خُدائ د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک نه نۀ اوړېدل.