يوسفزئ
د تورات شريف اول کِتاب

د پېدايښت کِتاب - څوارلسم باب

د حضرت ابرام حضرت لوط راخلاصول

۱په هغه وخت کښې، څلورو بادشاهانو، د بابل امرافِل، د الاسر اريوک، د عيلام کِدرلاعُمر او د جوئيم تِدعال، ۲د پينځو نورو بادشاهانو سره جنګ وکړو چې هغوئ دا دى، د سدوم بَرع، د عموره برشع، د ادمه سِنى‌اب، د ضبوئيم شِميبر او بالع يعنې د ضُعر بادشاه. ۳دې پينځو بادشاهانو د سِديم په مېدان کښې اتفاق وکړو او لښکر يې جوړ کړو، چرته چې د مالګې درياب دے. ۴دوئ دولس کاله د کِدرلاعُمر د مشرۍ لاندې وُو، خو په ديارلسم کال هغوئ د هغۀ خِلاف بغاوت وکړو. ۵يو کال وروستو کِدرلاعُمر او د هغۀ ملګرى د خپلو لښکرو سره راغلل او رفائيم ته يې په عستارات قرنيم کښې، زوزيم ته په حام کښې او ايميم ته د سِوى قِريَتائم په مېدان کښې شکست ورکړو، ۶او حوريانو ته يې د ادوم په غرونو کښې شکست ورکړو او د صحرا په غاړه د اېل‌فاران پورې ورپسې روان وُو. ۷بيا دوئ ترې راوګرځېدل او قادِس ته واپس راغلل (چې بيا په عين مِصفات مشهور شو). دوئ د عماليقيانو ټول مُلک ونيوو او اموريانو له يې شکست ورکړو چې په حصيصون تامار کښې اوسېدل. ۸د سدوم، عموره، ادمه، ضبوئيم او د بالع بادشاهان د قلعو نه راووتل او خپلې لښکرې يې د جنګ دپاره تيارې کړې او د سِديم په مېدان کښې يې جنګ وکړو. ۹پينځۀ بادشاهان، د څلورو بادشاهانو سره وجنګېدل چې دوئ د عيلام، د جوئيم، د بابل او د الاسر وُو. ۱۰مېدان ټول د تارکولو د کندو نه ډک وو او چې کله د سدوم او عموره بادشاهان د جنګ نه تښتېدل، نو هغوئ په کندو کښې پرېوتل، خو هغه نور درې بادشاهان غرونو ته وتښتېدل. ۱۱دې څلورو بادشاهانو چې په سدوم او عموره کښې څومره مال وو هغه يې ټول واخستو، چې په کښې د خوراک سامان هم وو او دوئ لاړل. ۱۲د ابرام ورارۀ لوط، په سدوم کښې اوسېدو، نو هغه يې هم بوتلو او هر څۀ يې ترې واخستل. ۱۳خو يو سړے وتښتېدو او ابرام، عبرانى ته يې دا هر څۀ ووئيل، چې هغه د ممرې، امورى پاکو ونو ته نزدې اوسېدو، ممرې او د هغۀ خپلوانو اسکال او عانير هم د ابرام په جنګ کښې ملګرتيا کوله. ۱۴چې کله ابرام خبر شو چې د هغۀ ورارۀ نيولے شوے دے، هغۀ خپل ټول درې سوه اتلس فوجيان خپلې خېمې ته راوغوښتل او په هغه څلورو بادشاهانو پسې تر دان پورې روان وُو. ۱۵هلته هغۀ فوجيان په ډلو کښې تقسيم کړل او د شپې يې په دشمن حمله وکړه او هغوئ له يې شکست ورکړو، هغه د دمشق شمالى طرف ته تر حوبه پورې په هغوئ پسې وو، ۱۶او چې کوم مال يې تښتولے وو هغه يې ترې واپس واخستلو. او خپل ورارۀ لوط يې سره د ټول مال واپس راوستو او چې کومې ښځې او کسان نيولے شوى وُو هغه يې هم راوستل.

د مَلِک‌صِدق حضرت ابرام له برکت غوښتل

۱۷چې کله ابرام په کِدرلاعُمر او په نورو بادشاهانو د فتح موندلو نه پس واپس راغلو، نو د سدوم بادشاه د سِوى مېدان ته ورله ستړى مشى له راغلو (چې بل نوم يې د بادشاهانو مېدان دے). ۱۸او مَلِک‌صِدق، چې د شاليم بادشاه او د خُدائ تعالىٰ يو اِمام وو، ابرام له روټۍ او مے راوړل، ۱۹هغۀ دپاره يې برکت وغوښتو او ورته يې وفرمائيل، ”خُدائ تعالىٰ دې ابرام له برکت ورکړى، چا چې آسمان او زمکه پېدا کړى دى. ۲۰ټول ثناء صِفت دې د هغه خُدائ تعالىٰ وى چې ستا دشمنان يې ستا د پښو لاندې کړل.“ نو ابرام مَلِک‌صِدق ته د ټول مالِ غنيمت نه لسمه حِصه ورکړه. ۲۱د سدوم بادشاه ابرام ته ووئيل، ”دا ټول مال ستا شو، خو ما له زما ټول خلق واپس راکړه.“ ۲۲ابرام جواب ورکړو، ”زما دې په مالِک خُدائ قسم وى، چې ډېر لوئ خُدائ تعالىٰ دے، چې د آسمان او زمکې پېدا کوونکے دے، ۲۳چې زۀ به ستاسو هيڅ څيز نۀ استعمالوم، يو تار يا د څپلۍ تسمه قدر به هم ستاسو نۀ وړم. چې تاسو دا ونۀ وايئ، چې ابرام زمونږ په مال مالداره شوے وو. ۲۴زۀ به ستاسو نه د هغه مال نه بغېر يو څيز هم نۀ قبلوم کوم چې زما کسانو استعمال کړے دے. خو زما ملګرى، عانير، اسکال او ممرې دې خپله حِصه ترې نه واخلى.“