يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - اووۀ نوييم زبور

د خُدائ پاک لوئى او قدرت

۱مالِک خُدائ بادشاه دے ټوله دُنيا دې خوشحالى وکړى،

او ټولې لرې جزيرې دې خوشحالى وکړى.

۲او درنې وريځې او تيارې ترې نه راتاوې دى،

اِنصاف او صداقت دواړه د هغۀ د تخت بنيادونه دى.

۳د هغۀ نه وړاندې اور روان وى،

په هر اړخ د هغۀ دشمنان سوزوى.

۴د هغۀ برېښنا ټوله دُنيا رڼا کوى،

زمکه چې دا ګورى نو په لړزان وى.

۵د مالِک خُدائ په وړاندې غرونه لکه موم داسې ويلى کيږى،

د ټولې دُنيا د مالِک خُدائ په مخکښې داسې کيږى.

۶آسمانونه د هغۀ صداقت بيانوى،

او ټول قومونه د هغۀ جلال وينى.

۷هر هغه څوک چې د بُتانو عبادت کوى په شرم به وشرميږى،

هغوئ هم څوک چې په بې‌کاره بُتانو نازيږى.

اے ټولو معبودانو هغۀ ته سجده وکړئ.

۸د صيون ښار دا اورى او خوشحاليږى او د يهوداه کلى خوشحاله دى،

ځکه ستا د عدالت په وجه مالِکه خُدايه دوئ خوشحاله دى.

۹ځکه تۀ، اے مالِکه خُدايه، په ټوله زمکه باندې د ټولو نه اوچت يې،

او تۀ په ټولو معبودانو کښې د ټولو نه ښۀ او اوچت يې.

۱۰څوک چې د مالِک خُدائ سره مينه کوى نو هغوئ دې د بدۍ نه نفرت کوى،

هغه د خپلو مقدسينو حفاظت کوى،

او هغه يې د بدعملو نه بچ کوى.

۱۱نُور په صادقانو وځلېدلو،

او خوشحالى شوه په هغوئ د چا زړونه چې صفا وُو.

۱۲په مالِک خُدائ کښې خوشحالى وکړئ تاسو څوک چې صادقان يئ،

او د هغۀ د مقدس نوم ثناء ووايئ.