يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - اتۀ پنځوسم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور چې د ”مۀ تباه کوئ“ د ساز په حقله ووئيلے شو

د بدکارانو سزا

۱بادشاهانو تاسو کله هم په رښتيا ښې فېصلې کړې دى څۀ؟

تاسو د خلقو عدالت په اِنصاف کوئ څۀ؟

۲نه بلکې تاسو په زړونو کښې د بې‌اِنصافۍ منصوبې جوړَوئ،

او تاسو په دُنيا کښې شرارت خوروئ.

۳د پېدا کېدو نه وړاندې شريران خو بې‌لارې دى،

او د مور نه دروغژن پېدا شوى دى.

۴دوئ لکه د مار په شان زهريله خبرې کوى،

دوئ لکه د کُوڼ کوبرا په شان غوږونه په ځان راړولى دى،

۵د پاړو د شپيلۍ آواز نۀ اورى،

کۀ هر څومره پاړو ښۀ شپيلۍ ورته غږوى.

۶د دوئ غاښونه مات کړه، پاکه خُدايه،

د دې زمرو ژامنې ماتې کړه، مالِکه خُدايه.

۷لکه په خُشکه زمکه کښې چې اوبۀ ورکيږى دغه شان دې دوئ ورک شى،

او کله چې هغوئ ليندې راکاږى د دوئ غشى دې په خپله مات شى.

۸هغوئ دې لکه د ګوجى په شان په خپله ويلى شى،

لکه څنګه چې مړ ماشوم رڼا ليدلې نۀ وى دوئ دې داسې شى.

۹خُدائ به ډېر زر ورله واړۀ زاړۀ ټول ختم کړى،

لکه د ازغو اور چې د لوښى د ګرمېدو نه وړاندې ختم شى.

۱۰صادقان به خوشحاله شى کله چې دوئ انتقام وګورى،

نو خپلې پښې به د شريرانو په وينو کښې ووينځى.

۱۱او خلق به دا ووائى،

”بې‌شکه چې صادقان به خپل اجر ومومى،

بې‌شکه چې يو داسې خُدائ شته چې د دُنيا اِنصاف کوى.“