يوسفزئ
خط

د تيموتيوس په نوم د پولوس رسول اول خط - شپږم باب

غلامان

۱هغوئ ټول چې د غلامۍ د جغ د لاندې دى، هغوئ دې خپل مالِکان پوره د عزت لائق وګڼى چې د خُدائ پاک نوم او زمونږ تعليم بدنام نۀ شى. ۲خو هغه غلامان چې مالِکان يې ايمانداران وى، هغوئ دې خپل مالِکان د ورورولۍ په سبب سپک نۀ ګڼى، بلکې نور زيات خِدمت دې هم کوى، ځکه څوک چې د دوئ د ښۀ خدمت نه فائده اخلى هغه ايمانداران او د مينې قابل دى. بيا تۀ د دې خبرو تعليم او ډاډ ورکوه چې د هغوئ ښۀ تابعدارى کوى.

د دروغو تعليم او حقيقى مالدارى

۳کۀ څوک غلط تعليم ورکوى او زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح خبرې او د هغۀ هغه تعليم نۀ منى کوم چې د ديندارۍ په مطابق دے، ۴هغه مغرور دے او په هيڅ نۀ پوهيږى، او هغۀ ته د بحث مباحثى او زبانى تکرار بيمارى ده او د دې په وجه کينه او جګړې او بده وينا او بدګُمانى رامينځ ته کيږى، ۵او د هغوئ په مينځ کښې مدام بحث پېدا کيږى د چا عقل چې خراب شوے دے، او د حق نه محروم دى او هغوئ ديندارى تش د ګټې ذريعه ګڼى. ۶يقيناً چې د قناعت سره ديندارۍ کښې لويه ګټه ده، ۷ځکه چې نۀ خو مونږ دُنيا ته څۀ راوړى دى او نۀ مونږ د دې نه څۀ وړلے شُو. ۸خو کۀ مونږ سره خوراک او جامې وى نو مونږ دې په هغې خوشحاله يُو. ۹خو څوک چې مالداره کېدل غواړى نو هغوئ په آزمېښتونو او د ډېرو نورو عبثو نقصانى خواهشونو په دام کښې راګېر شى کوم چې خلق د تباهۍ او هلاکت په درياب کښې غرقوى. ۱۰ځکه چې د پېسو مينه د هر قِسم بدۍ بېخ دے، او د مالداره کېدو په لالچ کښې څۀ خلق د ايمان نه ګمراه شول او خپل ځانونه يې په قِسما قِسم غمونو غلبيل کړل.

په ايمان کښې ښۀ منډه

۱۱خو اے د خُدائ پاک بنده، تۀ د دې ټولو خبرو نه ځان وساته او د صداقت، ديندارۍ، ايمان، مينې، صبر او په نرم طبيعت پسې کوشش کوه. ۱۲د ايمان په جنګ کښې ښۀ وجنګېږه، او په هغه ابدى ژوندون قبضه وکړه د کوم دپاره چې تۀ رابللے شوے يې او د کوم چې تا د ډېرو ګواهانو په وړاندې ډاډه اقرار کړے وو. ۱۳زۀ تاسو ته حُکم درکوم د هغه خُدائ پاک په وړاندې چې ټولو څيزونو له ژوند ورکوى، او د عيسىٰ مسيح په وړاندې چا چې د پنطوس پيلاطوس په مخکښې ډاډه اقرار کړے وو، ۱۴او تۀ زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د ظاهرېدو تر ورځې پورې دا حُکم بې‌داغه او بې‌اِلزامه وساته. ۱۵نو خُدائ پاک به هغه په مناسب وخت را ښکاره کړى، او خُدائ پاک واحد، مبارک حکمران، د بادشاهانو بادشاه او د مالِکانو مالِک دے. ۱۶دا واحد هغه دے چې څوک غېر فانى دے او هغه په هغه بې‌مثاله نُور کښې اوسيږى چې نۀ چا ليدلے او نۀ به يې ووينى. د هغۀ عزت او بادشاهى دې تل تر تله وى، آمين. ۱۷او څوک چې د دې موجوده زمانې دولتمند دى هغوئ ته حُکم ورکړه چې مغرور کيږى دې نه، او نۀ دې په نا اعتباره مال څۀ اُميد کوى، بلکې په خُدائ پاک دې اُميد ساتى څوک چې د خوشحالۍ دپاره مونږ له ټول څيزونه ډېر زيات راکوى. ۱۸هغوئ دې نېکى کوى او په ښو کارونو کښې دې مالداره شى، او سخاوت دې کوى او مدد کولو ته دې تيار اوسى. ۱۹نو دغه شان به هغوئ ځان دپاره يوه داسې خزانه رايوځائ کړى چې په راروان وخت کښې به د هغوئ دپاره يو مضبوط بنياد وى او په هغې به هغوئ رښتينے ژوندون تر لاسه کړى. ۲۰اے تيموتيوسه، د هغه څۀ حفاظت کوه کوم چې تا ته حواله شوے دے. او د هغه عبثو او فضولو خبرو نه لرې اوسه کوم ته چې تش په نامه عِلم وئيل کيږى. ۲۱د دې بحثونو په وجه څۀ کسان د ايمان نه واوړېدل. په تاسو ټولو دې د خُدائ پاک فضل وى.