يوسفزئ
تاریخى

اعمال د رسولانو - شپږويشتم باب

د پولوس رسول د اګريپا بادشاه په وړاندې خپله صفائى پېش کول

۱بيا اګريپا پولوس ته ووئيل چې، ”تا ته د خپل ځان په حقله د خبرو کولو اجازت دے.“

بيا پولوس خپل لاس اوچت کړو او خپله صفائى يې داسې پېش کړله چې، ۲”اے اګريپا بادشاه. زۀ خپل ځان خوش قِسمته ګڼم چې ستا په وړاندې ولاړ يم او د خپل ځان په حقله د هغه ټولو اِلزامونو صفائى پېش کوم چې يهوديانو راباندې لګولى دى. ۳او خاص تۀ د يهوديانو د رِواجونو او اختلافاتو نه ډېر ښۀ واقف يې نو ځکه تا ته مِنت کوم چې زما خبرې په تسلۍ سره واوره. ۴زما د ځوانۍ نه زما ژوندون ټولو يهوديانو ته معلوم دے چې د شروع نه ما ژوند د خپلو خلقو سره او په يروشلم کښې تير کړے دے. ۵دوئ ما د ډېر وخت نه پېژنى او کۀ غواړى نو دا تپوس هم کولے شى چې زۀ يو فريسى يم کومه چې زمونږ د مذهب د ټولو نه سخته فرقه ده. ۶او اوس زۀ د هغه وعدې په اُميد دلته د فېصلې دپاره ولاړ يم کومه چې زمونږ د پلار نيکونو سره خُدائ پاک کړې وه. ۷بلکې زمونږ دولس قبيلې د هغې وعدې د پوره کېدو په طمع کښې شپه او ورځ پوره په جوش او جذبې سره عبادت کوى. اے بادشاه سلامته، هم په دې وجه يهوديان په ما اِلزامونه لګوى. ۸نو دا خلق ولې دا خبره ناممکنه ګڼى چې خُدائ پاک مړى بيا راژوندى کوى؟ ۹خو په حقيقت کښې ما اول هم دا خبره ضرورى ګڼله چې د عيسىٰ ناصرى د نوم خلاف ډېر څۀ کارونه وکړم. ۱۰او په يروشلم کښې ما هم دغه شان وکړل، د مشرانو اِمامانو په واک او اختيار مې ډېر مقدسين قېدخانو ته واچول او کله چې به په هغوئ د مرګ فتوىٰ لګېدله نو زما رائ به هم ورسره وه. ۱۱ما په ټولو عبادتخانو کښې هغوئ ته سزا ورکوله او کوشش مې دا وو چې دوئ په دې مجبور شى چې کُفر ووائى او زۀ هغوئ ته دومره ډېر غصه وم چې د هغوئ د زورولو پسې به نورو مُلکونو او ښارونو ته هم تلم.

د پولوس رسول د ايمان راوړلو بيان

۱۲دغسې په دې سوچ سره زۀ د مشرانو اِمامانو په اختيار او حکم د دمشق په سفر روان وم. ۱۳نو اے بادشاه سلامت، کله چې زۀ په غرمه کښې په لاره روان وم نو ما د آسمان نه يوه رڼا وليدله چې د نمر نه هم زياته تېزه وه، دا زما او زما د ملګرو نه ګېرچاپېره وځلېده. ۱۴کله چې مونږ ټول په زمکه پرېوتلو نو ما په عبرانۍ ژبه کښې يو آواز واورېدلو چې ما ته يې داسې ووئيل چې، ”ساؤله، ساؤله، تۀ ما ولې زوروې؟ موږى ته لته ورکول به تا ته ګران پرېوځى.“ ۱۵ما جواب ورکړو چې، ”مالِکه، تۀ څوک يې؟“ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”زۀ عيسىٰ ناصرى يم چې تۀ يې زوروې. ۱۶خو اوس پاڅه، او نېغ په خپلو پښو ودرېږه. زۀ د دې دپاره تا ته ښکاره شوم چې تا خپل خِدمتګار او ګواه مقرر کړم. او چې دُنيا ته تۀ د دې څيزونو ګواهى ورکړې کوم چې تا وليدل او څۀ چې به وروستو زۀ تا ته ښکاره کړم. ۱۷زۀ به تا د خپلو خلقو او د غېر‌يهوديانو نه بچ کړم، چا ته چې زۀ تا لېږم ۱۸چې د هغوئ سترګې کولاو کړې، او هغوئ د تيارې نه رڼا ته او د شېطان د اختيار نه خُدائ پاک ته راواړوې، چې هغوئ ته د ګناهونو نه معافى مِلاو شى. او د هغوئ سره ورته ځائ مِلاو شى څوک چې په ما د ايمان راوړلو په وسيله مقدس شوى دى.“

د پولوس رسول د يهوديانو او د غېر‌يهوديانو په وړاندې ګواهى ورکول

۱۹نو ځکه اے اګريپا بادشاه، زۀ د دې آسمانى رويا نه نافرمانه نۀ شوم. ۲۰زۀ د ټولو نه اول د دمشق اوسېدونکو ته راغلم او بيا يروشلم ته لاړم او د يهوديه ټولې علاقې او غېر‌يهوديانو ته مې هم دا اعلان وکړو چې دوئ دې توبه ګار شى او خُدائ پاک ته دې رجوع وکړى. او داسې عملونه دې وکړى چې د دوئ توبه ترې ښکاره شى. ۲۱په دغه وجه يهوديانو زۀ د خُدائ په کور کښې ونيولم او زما د وژلو کوشش يې وکړو. ۲۲خو تر ننه پورې خُدائ پاک زما مل دے، نو ځکه زۀ دلته ستاسو په وړاندې ولاړ يم او لويو او وړو ته دا ګواهى ورکوم د څۀ چې نبيانو او موسىٰ پېشګوئې کړې ده، د دې نه بغېر نور څۀ نۀ وايم، ۲۳يعنې دا چې مسيح به ضرور سختې وزغمى او هغه به د مړو نه اول بيا راژوندے شى، او په داسې کولو سره به هغه زمونږ خلقو او غېر‌يهوديانو دواړو ته د رڼا اِعلان وکړى.“

د پولوس رسول اګريپا ته د ايمان راوړلو اپيل

۲۴لا پولوس په خپله صفائى کښې خبرې کولې چې فِستوس په اوچت آواز ووئيل چې، ”پولوسه، تۀ ليونے يې، ستا ډېر عِلم تۀ ليونے کړے يې.“ ۲۵خو پولوس ووئيل چې، ”اے معزز فِستوسه، زۀ ليونے نۀ يم، څۀ چې زۀ وايم هغه د اعتماد قابل او رښتيا دى. ۲۶بادشاه په دغه خبرو ښۀ خبر دے او هغۀ سره زۀ په زړۀ ورتيا خبرې کوم. زۀ دا يقين ساتم چې دا واقعې د هغۀ نه پټې نۀ دى، ځکه چې دا څۀ پټه واقعه نۀ ده. ۲۷نو اے اګريپا بادشاه، ولې تۀ په نبيانو ايمان ساتې؟ ما ته پته ده چې ستا په هغوئ ايمان شته.“ ۲۸اګريپا پولوس ته ووئيل چې، ”په لږ وخت کښې به تۀ ما قائل کړې چې عيسائى شم؟“ ۲۹پولوس جواب ورکړو چې، ”زر يا وروستو، زۀ د خُدايه دا دُعا کوم چې نۀ يواځې تۀ بلکې هغوئ ټول چې نن زما خبرې اورى، هغوئ دې بغېر د زولنو نه زما په شان شى.“ ۳۰بيا بادشاه او هغۀ سره ګورنر، او بِرنيکى او څوک چې ورسره ناست وو هغوئ پاڅېدل. ۳۱او چې هغوئ تلل نو يو بل ته هغوئ ووئيل چې، ”دې سړى داسې څۀ کار نۀ دے کړے چې د مرګ يا د قېد لائق وى.“ ۳۲خو اګريپا فِستوس ته ووئيل چې، ”کۀ دې سړى قيصر ته اپيل نۀ وے کړے نو دے آزادېدے شو.“