يوسفزئ
انجیل

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت مرقوس زېرے - پينځلسم باب

حضرت عيسىٰ د پيلاطوس په وړاندې

۱هر کله چې سحر شو نو مشرانو اِمامانو، د شرعې عالمانو او اولسى مشرانو په صلاح دا فېصله وکړه او عيسىٰ يې وتړلو، بيا يې هغه روان کړو، او پيلاطوس ته يې حواله کړو. ۲پيلاطوس د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”ولې تۀ د يهوديانو بادشاه يې څۀ؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”تا په خپله ووې.“ ۳نو بيا مشرانو اِمامانو په هغۀ ډېر اِلزامونه ولګول. ۴او پيلاطوس د هغۀ نه بيا تپوس وکړو، ”ولې تا سره د خپلې صفايئ دپاره څۀ جواب نشته څۀ؟ تۀ ګورې چې دوئ په تا څومره اِلزامونه لګوى.“ ۵خو پيلاطوس په دې خبره حېران شو چې عيسىٰ بل هيڅ جواب ورنۀ کړو.

په حضرت عيسىٰ باندې د مرګ حکم کول

۶د اختر په ورځ د ګورنر دا دستور وو چې د خلقو په خوښه به يې يو قېدى آزادولو. ۷په دغه وخت کښې برابا نومې يو مجرم د باغيانو سره په قېد کښې وو چې د بغاوت په وخت يې قتل کړے وو. ۸کله چې خلق د دستور په مطابق خواست له راغلل، ۹نو پيلاطوس جواب ورکړو چې، ”ولې تاسو دا غواړئ چې زۀ د يهوديانو بادشاه تاسو ته آزاد کړم؟“ ۱۰ځکه چې هغۀ ته پته وه چې مشرانو اِمامانو عيسىٰ د حسد په وجه دۀ ته حواله کړے وو. ۱۱خو مشرانو اِمامانو خلق ولمسول چې هغۀ ته ووايئ چې، ”عيسىٰ نه بلکې برابا را آزاد کړه.“ ۱۲پيلاطوس بيا هغوئ ته ووئيل چې، ”کوم سړى ته چې تاسو د يهوديانو بادشاه وايئ، د هغۀ سره بيا څۀ وکړم؟“ ۱۳هغوئ چغې کړې، ”دے په سولۍ راځوړند کړه.“ ۱۴پيلاطوس تپوس وکړو چې، ”ولې، هغۀ څۀ بد کار کړے دے؟“ خو هغوئ نورې هم چغې تېزې کړې، ”په سولۍ يې کړه.“ ۱۵نو پيلاطوس د خلقو د تسلۍ دپاره برابا آزاد کړو او عيسىٰ يې په کوړو ووهلو او په سولۍ کولو ته يې ورکړو.

د سپاهيانو د حضرت عيسىٰ پورې ټوقې کول

۱۶بيا د ګورنر سپاهيانو عيسىٰ قلعې ته بوتلو او ټوله فوجى دسته يې راجمع کړه. ۱۷هغوئ عيسىٰ ته کاسنى چُوغه واغوسته او د ازغو تاج يې جوړ کړو او ورته يې په سر کړو. ۱۸او بيا يې هغۀ ته په دې وينا سره سلامى کوله، ”اے د يهوديانو بادشاه سلامت.“ ۱۹او هغوئ هغه په بينت په سر وهلو او توکاڼى يې پرې تُوکل او بيا هغۀ ته په ګوډو شول او د ټوقو سجدې يې ورته وکړلې. ۲۰او چې ټوقې يې بس کړې نو کاسنى چُوغه يې ترې وويستله او خپلې جامې يې ورواغوستلې. بيا يې هغه بهر په سولۍ کولو له بوتلو.

د حضرت عيسىٰ په سولۍ کول

۲۱د سکندر او د روفوس پلار شمعون څوک چې د کرينى اوسېدونکے وو هغه د کلى نه په هغه لاره راروان وو نو هغوئ هغه په بيګار ونيولو چې د عيسىٰ سولۍ يوسى. ۲۲هغوئ عيسىٰ ګولګتا نومې ځائ ته راوستو چې مطلب يې د کوپړو ځائ دے. ۲۳هغۀ ته يې د مُر چيړ سره ګډ کړى مے ورکول خو هغۀ ونۀ څښل. ۲۴بيا هغوئ هغه په سولۍ وخېژولو او هر يو د خپل حق معلومولو دپاره د هغۀ په جامو پچه واچوله او په خپلو کښې يې تقسيم کړې. ۲۵د سولۍ کولو وخت د سحر نهۀ بجې وو. ۲۶او د هغۀ خلاف د اِلزام په تخته څۀ داسې ليکلے وو، ”د يهوديانو بادشاه.“ ۲۷‏-۲۸هغوئ دوه ډاکوان هم د هغۀ سره په سولۍ کړى وُو، يو يې د هغۀ ښى او بل يې د هغۀ ګس لاس ته راځوړند کړے وو. ۲۹څوک چې په لاره تېرېدل نو هغۀ پورې يې مسخرې کولې او سرونه به يې خوځول او چغې سورې به يې وهلې، ”اوس خپل ځان ته وګوره، تۀ به د خُدائ دا کور ورانوې او بيا به يې په درېو ورځو کښې جوړوې. ۳۰ښه نو بيا خپل ځان بچ کړه، او د دې سولۍ نه راکوز شه.“ ۳۱دغه شان مشرانو اِمامانو او د شرعې عالمانو هم په خپلو کښې ورپورې مسخرې کولې، او وئيل يې چې، ”هغۀ خو نور خلق بچ کول خو خپل ځان نۀ شى بچ کولے. ۳۲پرېږدئ چې مسيح، دا د بنى اِسرائيلو بادشاه، دې اوس د سولۍ نه راکوز شى، چې مونږ دا ووينو او ايمان پرې راوړو.“ تر دې چې د دۀ سره په سولۍ شوو مجرمانو هم دۀ ته سپکې سپورې وئيلې.

د حضرت عيسىٰ وفات کېدل

۳۳د غرمې په وخت په ټوله زمکه تيارۀ راخوره شوه او د تېر ماسپښين تر درېو بجو پورې وه. ۳۴او درې بجې عيسىٰ په زوره چغې کړې چې، ”ايلى، ايلى، لما شبقتنى؟“ چې ترجمه يې دا ده، ”اے زما خُدايه پاکه، اے زما خُدايه، زۀ دې ولې پرېښودلم؟“ ۳۵ځينې ولاړو خلقو چې دا واورېدل نو وې وئيل چې، ”وګورئ، دے اوس الياس ته نعرې وهى.“ ۳۶نو بيا يو کس ورمنډه کړه، يو اسفنج يې د سرکې نه ډک کړو او د هغۀ شونډو ته يې د يوې چوکې په سر ونيولو چې وې څښې او هغۀ ووئيل، ”اوس به وګورو چې الياس راشى او دے راکوز کړى.“ ۳۷بيا عيسىٰ يوه تېزه کريکه وويسته او ساه يې ورکړه. ۳۸او د خُدائ د کور پړده د سر نه تر بېخه پورې په مينځ دوه شوه. ۳۹او کوم صوبه دار چې هغۀ ته مخامخ ولاړ وو نو چې هغۀ وليدل چې هغۀ څنګه ساه ورکړه نو وې وئيل، ”بې‌شکه چې دا سړے د خُدائ پاک زوئ وو.“ ۴۰يو څو ښځې هم هلته موجود وې چې د لرې نه يې تماشه کوله. په هغوئ کښې مريم مګدلينى، د کشر يعقوب چې يوسيس مور مريم چې سلومى وې. ۴۱نو کله چې عيسىٰ په ګليل کښې وو نو هم دې ښځو د هغۀ تابعدارى کړې وه او د هغۀ خِدمت يې کړے وو او په دوئ کښې نورې ښځې هم وې څوک چې د هغۀ سره يروشلم ته راغلې وې.

د حضرت عيسىٰ ښخول

۴۲دا هر څۀ د جمعې په ورځ وشُو، يعنې د تيارۍ په ورځ، د سبت نه يوه ورځ وړاندې. نو چې ماښام رانزدې شو، ۴۳د ارمتيه يوسف نومې يو سړے راغلو څوک چې د جرګې يو عزتمند کس وو او هغه په خپله ډېر اُميد سره د خُدائ پاک د بادشاهۍ د راتلو په اِنتظار وو، نو په زړۀ ورتيا سره پيلاطوس له ورغلو او د عيسىٰ لاش يې ترې وغوښتو. ۴۴پيلاطوس حېران شو چې هغه مړ شوے هم دے، نو هغۀ صوبه دار راوغوښتو او تپوس يې ترې وکړو چې، ”هغه مړ دے او کۀ نه؟“ ۴۵کله چې هغه د صوبه دار نه خبر شو چې هغه مړ دے نو هغۀ يوسف له اجازت ورکړو چې لاش يې يوسى. ۴۶بيا يوسف د کتان کپړه په بيعه واخسته او د هغۀ لاش يې د سولۍ نه راکوز کړو او کفن يې کړو او په کنستلے شوى قبر کښې يې کېښودو. او يو لوئ کاڼے يې د قبر خولې ته راورغړولو. ۴۷او مريم مګدلينى او د يوسيس مور مريم هغه ځائ وليدو په کوم ځائ کښې چې يې هغه کېښودو.