يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - نهم زبور

د سرود مشر دپاره: د حضرت داؤد يو نظم چې په يو قسم ساز کښې د هغۀ د زوئ د مرګ په حقله وغږولے شو

د خُدائ پاک د اِنصاف دپاره شُکر ګزارى

۱زۀ به د خپل ټول زړۀ نه د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوم،

زۀ به ستا ټول عجيبه کارونه بيان کړم.

۲زۀ به يم خوشحاله او ستا له سببه خوشحالى کوم،

اے خُدائ تعالىٰ زۀ به په سندرو کښې ستا د نوم ثناء صِفت کوم.

۳زما دشمنان چې کله وتښتېدل،

هغوئ تيندکونه وخوړل او ستا په وړاندې تباه شول.

۴تا زما په حق کښې وکړه فېصله،

ناست يې په خپل تخت په اِنصاف خپل عدالت کوې.

۵بدعمله تباه کړى دى تا، قومونه رټلى دى تا،

د تل دپاره دې نام و نشان ورله ختم کړے دے.

۶بې‌کچه تباهى دې د دشمن ښارونه نابود کړى دى،

نام و نشان د هغوئ دې ختم کړے دے.

۷خو د تل دپاره مالِک خُدائ به بادشاهى کوى،

قائم کړے يې خپل تخت دے او اِنصاف به کوى.

۸او هغه اِنصاف سره په دُنيا عدالت کوى،

هغه به په قومونو په اِنصاف سره حکومت وکړى.

۹د مظلومانو دپاره مالِک خُدائ د امان ځائ دے،

په وخت د مصيبت هغه مضبوط د پناه ځائ دے.

۱۰څوک چې دې نوم پېژنى په تا توکل کوى،

مالِکه خُدايه، څوک چې دې لټون کوى تا يواځې نۀ دى پرېښى.

۱۱په سندرو کښې د هغه مالِک خُدائ ثناء صِفت کوى،

څوک چې په صيون کښې په تخت ناست دے،

قومونو ته بيان کړئ هغۀ چې څۀ کړى دى.

۱۲هغه به قاتلانو نه بدل اخلى،

د مظلومانو نه بې‌خبره نۀ دے

او نۀ د دړدمندانو د فرياد نه بې‌خبره دے.

۱۳رحم په ما وکړه، اے مالِکه خُدايه،

ګوره دشمنانو ډېر تنګ کړے يم،

ما د مرګ د خولې نه را آزاد کړه.

۱۴د صيون لور په دروازو به ستا صِفت او د خلاصون خوشحالى وکړم

نو داسې به زۀ ستا د ثناء صِفت اعلان وکړم.

۱۵قومونه کومه کنده چې وباسى نو په خپله ورګزار به شى،

په پټ خور کړى دام کښې خپله راګېر به شى.

۱۶مالِک خُدائ پېژندلے شى، په خپل اِنصاف سره،

خو اوس راګېر دى بدعمله خپل کردار سره.

۱۷ځى به لاندې قبر ته ټول بدکاران،

چې هېر کړے يې مالِک خُدائ دے هغه ټول قومونه به وى ورروان.

۱۸حاجت لرونکې به د تل دپاره هېرولے نۀ شى،

دا مظلومان خلق به نااُميده پاتې نۀ شى.

۱۹پاڅه، اے مالِکه خُدايه، بنى آدم چې سرکشى ونۀ کړى،

د قومونو دې عدالت ستا د وړاندې وشى.

۲۰تۀ مالِکه خُدايه يره باندې هغوئ ويروه،

قومونه تۀ په دې پوهه وه چې هغوئ فانى دى.