يوسفزئ
د تورات شريف څلورم کِتاب

د شمېر کِتاب - پينځويشتم باب

بنى اِسرائيل په فعور کښې

۱کله چې اِسرائيليان د کيکرو په وادۍ کښې دېره وُو، نو د موآبيانو ښځو سره يې زنا شروع کړه. ۲ښځو هغوئ ته ووئيل چې د هغوئ معبودانو ته قربانۍ وکړى، نو خلقو هغه قربانۍ وخوړلې او د هغوئ د معبود عبادت يې وکړو ۳چې د فعور بعل وو. نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته په قهر شو. ۴او موسىٰ ته يې وفرمائيل، ”د بنى اِسرائيلو ټول مشران بوځه او د خلقو په وړاندې يې پهانسى کړه، نو بيا به زما سخته غصه د بنى اِسرائيلو نه سړه شى.“ ۵موسىٰ د بنى اِسرائيلو قاضيانو ته وفرمائيل، ”ستاسو هر يو کس به د خپلې قبيلې نه هر هغه سړے وژنئ څوک چې د فعور د بعل عبادت کوونکے جوړ شوے وى.“ ۶بيا يو اِسرائيلى يوه ميديانې ښځه د موسىٰ او د ټول قوم په مخکښې خپلې خېمې ته دننه بوتله، په هغه وخت کله چې هغوئ د مالِک خُدائ د حضور خېمې په دروازه کښې ماتم کولو. ۷نو چې فينحاس، د اِلى‌عزر زوئ او د هارون نمسى دا وليدل، هغه د قبيلې نه پاڅېدو او لاړو. هغۀ نېزه راواخستله، ۸او په هغه سړى او ښځې پسې خېمې ته ورننوتلو او نېزه يې د هغه سړى او ښځې د خېټې نه بل خوا وويستله. نو داسې هغه وبا بس شوه کومې چې اِسرائيليان تباه کول، ۹خو وبا څليريشت زره کسان وژلى وُو. ۱۰مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ۱۱”فينحاس زوئ د اِلى‌عزر چې د هارون اِمام زوئ دے هغۀ زما غصه د بنى اِسرائيلو دپاره ختمه کړه چې هغوئ کښې هغۀ غېرت وکړو، نو ما د خپل غېرت په وجه بنى اِسرائيل هلاک نۀ کړل. ۱۲نو ورته ووايه چې زۀ د هغۀ سره د امن لوظ کوم چې د راتلونکى ټولو وختونو دپاره به وى. ۱۳هغه او د هغۀ اولاد به د همېشه دپاره اِمامان مقررولے شى، ځکه چې هغۀ په ما باندې غېرت وکړو او د بنى اِسرائيلو د ګناه کفاره يې ادا کړه.“ ۱۴کوم سړے چې د ميديانې ښځې سره وژلے شوے وو د هغۀ نوم زِمرى وو، هغه د سلو زوئ وو، چې د شمعون په قبيلې کښې د يو خاندان مشر وو. ۱۵د هغه ښځې نوم کزبى وو. د هغې پلار صور، د ميديانې قبيلو د يوې قبيلې مشر وو. ۱۶مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ۱۷”په ميديانيانو حمله وکړه او هغوئ تباه کړه، ۱۸د هغه بد عمل په وجه، چې په فعور کښې يې په دوکه په تاسو باندې عبادت وکړو او د کزبى په وجه، چې هغه د وبا په وخت په فعور کښې وژلے شوې وه.“