يوسفزئ
پوهه او شاعرى

د معلِم کِتاب - پينځم باب

هوښيارې خبرې کول

۱کله چې تۀ د خُدائ پاک کور ته ځې نو چې څۀ کوې هغه ډېر خيال سره کوه. د اورېدلو دپاره د خُدائ پاک حضور ته تلل بهتر دى د کم عقلانو په شان د قربانو پېش کولو نه، خُدائ پاک ته بې‌سوچه نذرانې پېش کول بدعملى ده. ۲د خُدائ پاک په حضور کښې په خبرو کولو کښې تېزى مۀ کوه، د هغۀ په وړاندې په څۀ بيان کولو کښې جلدى مۀ کوه. ځکه چې هغه په آسمان کښې دے او تۀ په زمکه باندې يې، نو د ضرورت نه زياتې خبرې مۀ کوه. ۳څومره چې تۀ پرېشانه يې، نو هغه هومره به خراب خوبونه وينې او چې څومره زياتې خبرې کوې، نو هغه هومره به کم عقلې خبرې درنه وځى. ۴کله چې تۀ خُدائ پاک ته يوه منښته ومنې، نو چې څومره زر کېدے شى نو دا منښته پوره کوه. هغه د کم عقلو خلقو نه خوشحال نۀ وى. کومه منښته چې ومنې نو هغه سر ته رسوه. ۵چې يوه منښته ومنې او سر ته يې نۀ رسوې نو د داسې منښتې د منلو نه نۀ منل ښۀ دى. ۶د خپلو خبرو په وجه ځان مۀ ګناهګارَوه، او اِمام ته مۀ وايه چې ما په غلطۍ سره منښته منلې وه. نو په دې وئيلو سره خُدائ پاک مۀ غصه کوه چې ستا ټول محنت مشقت تباه کړى. ۷خو ډېر خوبونه او ډيرې خبرې بې‌معنې دى، په ځائ د دې د خُدائ پاک نه وويرېږئ.

ژوند بې‌فائدې دے

۸چې کله تۀ وګورې چې په يوه علاقه کښې غريبانانو باندې ظلم زياتے کيږى او هغوئ ته صداقت او اِنصاف او د هغوئ حقُونه نۀ ملاويږى نو په دې باندې مۀ حېرانېږه. د هر آفسر دپاسه بل آفسر وى او د هغوئ د سر دپاسه نور آفسران وى. ۹تر دې چې بادشاه هم د دې مُلک نه خپل مفاد حاصلوى. ۱۰څوک چې د پېسو سره مينه لرى، نو هغه به هيڅکله په پېسو موړ نۀ شى. څوک چې د دولت سره مينه لرى، نو هغه به هيڅکله په دولت موړ نۀ شى. ځکه چې دا هم بې‌معنې دى. ۱۱چې څومره پېسې زياتې وى، نو دومره به د دې د خوړلو خلق هم زيات وى. دغه دولت ته د کتلو نه سېوا مالِک ته څۀ حاصل شول؟ ۱۲محنت مزدورۍ کولو والا کۀ لږه خوړلى وى او کۀ ډېره خو ښۀ د سکون خوب کوى، خو د مالداره سړى دولت هغه خوب ته نۀ پرېږدى. ۱۳ما په مخ د زمکې يو بل ډېر خراب کار ليدلے دے. څوک چې د ځان دپاره پېسې جمع کوى نو هغه وروستو هم د هغوئ دپاره د نقصان باعث شى، ۱۴ځکه چې هغوئ دا ټولې پېسې په يو ناکاميابه کاروبار کښې بائيلى او په آخر کښې د هغوئ سره هيڅ هم نۀ وى چې خپلو بچو ته يې پرېږدى. ۱۵لکه څنګه چې ماشوم دې دُنيا ته لغړ او خالى لاسونه راځى، هم داسې به دې دُنيا نه خالى لاسونه ځى. هغه د ټول محنت باوجود هم د ځان سره هيڅ هم نۀ شى وړلے. ۱۶دا هم ډېره د افسوس خبره ده، چې څنګه انسان دُنيا ته راځى نو هغه شان ځى. هغۀ فائده څۀ وکړه؟ چې عبث هوا پسې يې منډې ووهلې؟ ۱۷هغۀ خپل ټول ژوند په تيارۀ، په پرېشانۍ، په غصه او په بيمارۍ کښې تېر کړو. ۱۸نو زۀ دې نتيجې ته ورسېدم چې د انسان دپاره ښۀ او بهتره دا ده چې څومره ورځې خُدائ پاک هغۀ له ورکړې دى په هغې کښې خوراک څښاک کوى او په مخ د زمکې د خپل سخت محنت نه خوند اخلى. ځکه چې هم دا زمونږه اجر دے. ۱۹کۀ خُدائ پاک چا له دولت او جائيداد ورکوى او د دې قابل يې جوړوى چې د دې نه خوند واخلى، او دا خپل نصيب وګڼى او محنت سره سره خوشحاله هم وى، نو دا د خُدائ پاک د طرف نه اِنعام دے. ۲۰حقيقت کښې خُدائ پاک هغوئ په خوشحالۍ کښې دومره مصروف ساتى چې هغوئ سره د اندېښنو دپاره وخت هم نۀ وى.