يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت يشعياه نبى کِتاب - دوه څلوېښتم باب

د مالِک خُدائ خِدمت کوونکے

۱دا زما خادِم دے چا ته چې ما طاقت ورکړے دے او څوک چې ما غوره کړے دے، زما محبوب چې روح مې پرې خوشحاله دے. ما خپل روح په هغۀ سورے کړے دے، او هغه به غېرو قومونو ته اِنصاف رسوى. ۲هغه به نۀ جنګ کوى، نۀ شور، او نۀ به په کوڅو کښې د هغۀ آواز اورېدے شى. ۳هغه به يوه کږه لوخه هم نۀ ماتوى او نۀ به کمه بلېدونکې ډيوه مړه کوى. هغه به په وفادارۍ سره اِنصاف قائم ساتى. ۴هغه به نۀ بې‌حوصلې کيږى او نۀ به نااُميده کيږى، هغه به په زمکه اِنصاف قائم کړى. لرې لرې مُلکونه به د هغۀ د تعليماتو په انتظار وى. ۵خُدائ پاک آسمانونه پېدا کړل او خوارۀ يې کړل، هغۀ زمکه او چې په دې کښې هر څۀ اوسيږى هغه يې پېدا کړل، هغۀ د زمکې ټولو خلقو له ساه او ژوند ورکړو. او اوس خُدائ پاک خپل خِدمت کوونکى ته وائى، ۶”ما، مالِک خُدائ صداقت سره راوغوښتې، زۀ به تا د لاس نه ونيسم او محفوظ به دې ساتم. ستا په ذريعه به زۀ د ټولو خلقو سره يو لوظ وکړم، او ستا په ذريعه به زۀ قومونو له رڼا راوړم. ۷تۀ به د ړندو سترګې وغړوې او هغه خلق به آزاد کړې چې کوم د قېدخانې په تيارۀ کښې پراتۀ دى. ۸زۀ مالِک خُدائ يم. او هم دا زما نوم دے. زۀ به خپل جلال بل هيچا ته نۀ ورکوم، او زما په ثناء صِفت کښې به بُتانو ته هيڅ برخه نۀ ملاويږى. ۹ما چې د کومو خبرو پېشګوئې کړې وه هغه رښتيا شوې دى. او اوس زۀ تاسو ته د نوؤ واقعو اعلان کوم. اوس به زۀ تاسو ته نوى څيزونه وښايم چې دا لا شوى هم نۀ وى.“

يو د ثناء صِفت، حمد

۱۰مالِک خُدائ ته يو نوے حمد ووايئ، اے ټولې دُنيا، د هغۀ ثناء صِفت بيان کړئ. اے په سمندر کښې مسافرانو او د سمندر ټول مخلوقه، د هغۀ ثناء صِفت کوئ. اے لرې مُلکونو او په هغې کښې اوسېدونکو خلقو، د هغۀ حمد ووايئ. ۱۱صحرا او د دې ښارونه دې د خُدائ پاک ثناء صِفت کوى، د قيدار د کلو خلق دې د هغۀ ثناء صِفت کوى. او څوک چې د سلع په ښار کښې اوسيږى هغوئ دې د غرونو د سرونو نه د خوشحالۍ چغې ووهى. ۱۲کوم خلق چې په لرې مُلکونو کښې اوسيږى هغوئ دې د مالِک خُدائ ثناء صِفت او جلال بيان کړى. ۱۳مالِک خُدائ د يو جنګيالى په شان جنګ له ځى، هغه به لکه د فوجى په شان جذبه کښې راشى او د جنګ نعرې به وهى او د خپلو دشمنانو خِلاف به خپل طاقت ښائى. ۱۴خُدائ پاک فرمائى، ”زۀ د ډېر وخت نه خاموش وم، زۀ د ډېر وخت نه چپ وم نو غږ مې نۀ کولو. خو اوس زۀ د داسې ښځې په شان يم چې فرياد کوى او چغې وهى لکه چې ماشوم يې پېدا کيږى او ساه ساه يم. ۱۵زۀ به غرونه او د غرونو غونډۍ تباه کړم او واښۀ او ونې به اوچې کړم. زۀ به د سيندونو نه اوچې زمکې جوړې کړم او د اوبو تالابونه به يې اوچ کړم. ۱۶زۀ به خپل ړاندۀ خلق روان کړم په هغه لار به يې بوځم چې هغوئ پرې هيڅکله سفر نۀ وى کړے. زۀ به د هغوئ وړاندې تيارۀ په رڼا بدله کړم او د هغوئ مخې ته هغه کندې کَپرې زمکه به هواره کړم. دا زما وعدې دى، او دا وعدې به زۀ پوره کړم. ۱۷خو هر څوک چې په بُتانو ايمان لرى، او ورته وائى چې تاسو زمونږ خُدايان يئ، نو هغوئ به سخت وشرميږى او رد به کړے شى.“

د بنى اِسرائيلو نۀ پوهېدل

۱۸اے کڼو خلقو، واورئ. اے ړندو خلقو، ښۀ وګورئ. ۱۹زما د خِدمت کوونکى په شان ړوند څوک دے؟ زما د پېغمبر په شان کُوڼ څوک دے څوک چې زۀ درلېږم؟ اګر چې ما هغۀ سره لوظ کړے دے خو بيا هم د مالِک خُدائ د خادِم په شان ړوند څوک نشته. ۲۰اګر چې تاسو ډېر څۀ ليدلى دى، خو تاسو څۀ توجو نۀ ده ورکړې، اګر چې ستاسو غوږونه خبره واورى، خو تاسو يې نه اورئ. ۲۱مالِک خُدائ د خپل صداقت د خاطره خوشحاله وو، چې خپل شريعت لوئ کړى او جلال ورکړى. ۲۲خو اوس د هغۀ خلق لوټ کړے شوى او شوکېدلى دى، هغوئ ټول په کندو کښې ګېر کړے شوى دى او په قېدخانو کښې اچولے شوى دى. هغوئ نه د لوټ مال جوړ شوے دے، خو د هغوئ بچ کولو له هيڅ څوک هم رانۀ غلل. هغوئ نيولے شوى دى خو هيچا هم ونۀ وئيل چې، ”دوئ واپس کړئ.“ ۲۳په تاسو کښې به څوک دې ته غوږ ونيسى؟ د راتلونکى وخت دپاره به څوک دې ته پام وکړى؟ ۲۴اِسرائيليان لوټ مارانو او ډاکوانو ته چا حواله کړل؟ ولې دا مالِک خُدائ ونۀ کړل، د چا خِلاف چې مونږ ګناه کړې ده؟ هغوئ د هغۀ په لاره باندې تلو نه اِنکار وکړو، هغوئ د هغۀ د شريعت نافرمانى وکړه. ۲۵نو په دې وجه هغۀ هغوئ ته د خپلې غصې زور وښودلو او د جنګ سختى يې ورباندې راوسته. د هغۀ غصه په ټول اِسرائيل کښې د اور په شان بلېده، خو هغوئ ته هيڅ پته نۀ لګېده چې څۀ کيږى، دا د هغوئ خلاف بلېده خو هغوئ ترېنه هيڅ سبق وانۀ خستو.