يوسفزئ
خط

د روميانو په نوم د پولوس رسول خط - پينځلسم باب

ځان نه بلکې نور خلق خوشحالوئ

۱غرض دا چې مونږ چې په ايمان کښې مضبوط يُو، په کار دے چې د کمزورو کمزورتيا برداشت کړو، نه چې په خپله خوشحالۍ کښې مشغول يُو. ۲مونږ کښې دې هر يو خپل ګاونډى خوشحاله ساتى د دې مقصد دپاره چې د هغۀ ايمان مضبوط شى. ۳ځکه چې مسيح هم خپل ځان خوشحاله کړے نۀ وو بلکې دا ليکلے شوى دى چې، ”څوک چې ستاسو بې‌عزتى کوى د هغوئ بې‌عزتى په ما راغله.“ ۴ځکه چې کومې خبرې چې وړاندې په صحيفو کښې ليکلے شوى دى، هغه زمونږ د هدايت دپاره ليکل شوى دى، نو چې د صبر او د کِتابِ مقدس د تسلۍ د خبرو نه مونږ څۀ اُميد ولرو. ۵او خُدائ پاک چې د صبر او د تسلۍ سرچينه دے، هغه دې تاسو له دا توفيق درکړى چې د عيسىٰ مسيح په مطابق په خپلو کښې سره يو زړۀ شئ او يو ځائ ژوند وکړئ، ۶نو چې تاسو په يو زړۀ او يو آواز سره د خُدائ پاک، زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د پلار لوئى بيان کړئ.

د يهوديانو او د غېر‌يهوديانو دپاره زيرے

۷نو بيا څنګه چې مسيح د خُدائ پاک د جلال دپاره ستاسو هرکلے وکړو، هم دغسې تاسو هم د يو بل هرکلے کوئ. ۸ځکه زۀ تاسو ته دا وايم چې مسيح د خُدائ پاک د رښتينوالى د ثابتولو دپاره د يهوديانو خادِم شو، د دې دپاره چې هغه وعدې پوره کړى کومې چې زمونږ د پلار نيکونو سره شوى دى ۹او د دې دپاره چې غېر‌يهوديان هم د رحم په سبب د خُدائ پاک ثنا ووائى لکه څنګه چې ليکلى دى چې، ”هم په دې وجه به زۀ په غېر‌يهوديانو کښې ستا اِقرار کومه او ستا د نوم سرودونه به وايم.“ ۱۰او هغه بيا فرمائى چې، ”اے غېر‌يهوديانو. د هغۀ د اُمت سره خوشحالى وکړئ.“ ۱۱او بيا فرمائى، ”اے ټولو غېر‌يهوديانو، د مالِک خُدائ ثنا ووايئ، او ټول اُمتونه دې د هغۀ ثناء صِفت بيان کړى.“ ۱۲او بيا يشعياه وائى چې، ”د يَسى د جرړې نه راټوکېدلې څانګه به راځى، يعنې هغه سړے چې په غېر‌يهوديانو به حکومت کولو له راوچت شى، په هغۀ کښې به غېر يهوديان اُميد ساتى.“ ۱۳خُدائ پاک چې د اُميد سرچينه دے، هغه دې تاسو د خپل ايمان په وسيله د هرې خوشحالۍ او سلامتۍ نه ډک کړى، نو چې د روحُ القُدس په قدرت سره ستاسو اُميد هم په مخه زياتيږى.

په زړۀ ورتيا سره د پولوس رسول د ليکلو وجه

۱۴اے زما وروڼو او خوېندو، زما په خپله هم ستاسو په حقله دا پوخ يقين دے چې تاسو په خپله د نېکۍ نه ډک او په عِلم پوره يئ او يو بل ته د هدايت کولو هم قابل يئ. ۱۵نو ما هم په بعضې نقطو کښې زيات په زړۀ ورتيا سره د دې يادګيرنې په طور دا تاسو ته وليکل د هغه فضل په وجه چې خُدائ پاک ما ته راکړے دے ۱۶چې زۀ غېر‌يهوديانو ته د عيسىٰ مسيح خادِم شم او د خُدائ پاک د کلام لکه د اِمام په شان خِدمت وکړم، او چې د غېر‌يهوديانو نذرانې خُدائ ته قبولې شى او د روحُ القُدس په وسيله مقدسې شى. ۱۷نو ځکه زۀ په عيسىٰ مسيح کښې د خُدائ پاک دپاره په خپل خِدمت فخر کوم. ۱۸ځکه چې زۀ د هغه خبرو کولو جرأت نۀ شم کولے بغېر د هغه نه چې مسيح زما په وسيله پوره کړى دى، د دې دپاره چې زۀ غېر‌يهوديان په خپل قول او عمل باندې د خُدائ پاک تابع کړم. ۱۹د نښو او معجزو په قدرت او د خُدائ پاک د روحُ القُدس په طاقت سره هغوئ مطمئن شُو. نو دغه شان ما د يروشلم نه تر اِلريکوم پورې د مسيح زيرے پوره پوره خور کړو. ۲۰او هم دغه زما آرزو ده چې هلته دا زيرے ورسوم چرته چې د مسيح نوم نۀ دے اورېدلے شوے، نو چې زۀ د بل چا په بنياد آبادى ونۀ کړم. ۲۱بلکې څنګه چې ليکلے شوى دى چې، ”چا ته چې د هغۀ په حقله څۀ نۀ دى وئيلے شوى، هغوئ به ووينى، او چا چې د هغۀ په حقله نۀ دى اورېدلى، هغوئ به پوهه شى.“

د پولوس رسول روم ته د تلو اراده

۲۲هم دغه وجه ده چې زۀ تاسو ته د بار بار راتلو نه ايسار وم. ۲۳خو اوس په هغه مُلکونو کښې زما نور حاجت نشته او زۀ د ډېرو کالونو راسې تاسو له د راتلو ليواله وم. ۲۴کله چې زۀ اسپانيه ته ځم نو په لاره به تاسو ته هم درځم ځکه چې زما دا اُميد دے چې په خپل دې سفر کښې به تاسو سره ملاقات کوم، او چې تاسو سره په څۀ موده تېرولو مې زړۀ موړ شى نو بيا به مې تاسو هغه طرف ته رُخصت کړئ. ۲۵خو اوس زۀ د مقدسينو د امداد دپاره يروشلم ته ځم. ۲۶ځکه چې د مِکدونيه او د اخيه خلقو د زړۀ د اخلاصه د يروشلم د غريبو مقدسينو دپاره چنده کړې ده. ۲۷هغوئ دا چنده په خوشحالۍ سره کړې ده ځکه چې هغوئ خپل ځان د دوئ قرضدار ګڼلو. ځکه چې غېر‌يهوديانو ته د زيرى روحانى برکتونه د يروشلم د ايماندارانو نه مِلاو شوى وُو نو هغوئ دا ضرورى وګڼله چې په مالى توګه د هغوئ مدد وکړى. ۲۸نو کله چې زۀ دا خِدمت پوره کړم او هغه پېسې هغوئ ته حواله کړم څۀ چې راغونډې شوې دى نو بيا به زۀ ستاسو په لار اسپانيه ته ځم. ۲۹او ما ته پته ده چې کله زۀ تاسو ته درځم نو د عيسىٰ مسيح پوره برکت به دروړم. ۳۰او اے وروڼو او خوېندو، زۀ د عيسىٰ مسيح په وسيله څوک چې زمونږ مالِک دے او د روح د مينې په وسيله په تاسو زور راوړم چې زما دپاره د خُدائ پاک نه په دُعا غوښتو کښې ما سره يو ځائ شئ، ۳۱چې زۀ د يهوديه د بې‌ايمانانو نه بچ شم او چې زما هغه امداد چې د يروشلم د ايماندارانو دپاره دے قبول کړى. ۳۲نو د دې نه پس به بيا د خُدائ پاک په مرضۍ سره او ښۀ په خوشحالۍ تاسو ته درشم او تاسو سره به دمه وکړم. ۳۳خُدائ پاک چې د سلامتۍ سر چينه دے، هغه دې تاسو ټولو سره وى. آمين.