يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - يو سل او اتم زبور

د حضرت داؤد يو زبور

۱اے مالِکه خُدايه، زما زړۀ په تا مضبوط دے،

زۀ به په خپل ټول ځان سره ستا حمد او سرود وايم.

۲اے سريندې او ربابه پاڅه،

زۀ به په خپلو سندرو سره سحر راپاڅوم.

۳اے مالِکه خُدايه، زۀ به ستا ثناء په قومونو کښې بيان کړم،

د خلقو مينځ کښې به دې حمدونه وايم.

۴ځکه چې ستا ابدى مينه لويه او د آسمانونو دپاسه ده،

او ستا وفادارى تر آسمانونو پورې ده.

۵اے پاکه خُدايه، پاس په آسمانونو دې ستا لوئى وى،

او ستا جلال دې د ټولې زمکې دپاسه وى.

۶مونږ دې په خپل ښى لاس سره بچ کړه او زمونږ مدد وکړه،

او د چا سره چې تۀ مينه کوې هغوئ بچ کړه.

۷خُدائ د خپل مقدس ځائ نه کلام وکړو،

”په خوشحالۍ سره به شِکم تقسيم کړم

او د سُکات دره به ناپ تول کړم.

۸جِلعاد زما دے او منسى هم زما دے،

اِفرائيم زما ټوپۍ او يهوداه زما د بادشاهۍ کونټۍ ده.

۹موآب زما د وينځلو ښانک دے او هغه به زما خِدمتګار وى،

او زۀ په ادوم باندې خپلې څپلۍ پاکوم،

او زۀ به په فلستيه مُلک باندې د کاميابۍ چغه وهم.“

۱۰ما به څوک د برجونو ښار ته راولى؟

څوک به ما ته په ادوم باندې کاميابى راکړى؟

۱۱اے پاکه خُدايه، مونږ تا رد کړى يُو څۀ

زمونږ د لښکرو سره نور نۀ ځې څۀ؟

۱۲د دشمن خلاف زمونږ مدد وکړه،

ځکه چې د بنى آدم امداد بې‌فائدې دے.

۱۳د خُدائ پاک په مدد سره به مونږ ګټه وکړُو،

او هغه به زمونږ دشمن چخڼى کړى.