يوسفزئ
د تورات شريف پينځم کِتاب

د ګردان کِتاب - دېرشم باب

د واپس کولو او برکت دپاره شرطونه

۱ما تاسو له د برکت او لعنت په مينځ کښې خوښه درکړې ده. کله چې په تاسو باندې دا ټول کارونه شوى وى او تاسو د هغه قومونو په مينځ کښې اوسېږئ چرته چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک خوارۀ وارۀ کړى يئ، نو تاسو به هغه خوښه راياده کړئ چې ما درکړې ده. ۲کۀ تاسو او ستاسو اولاد مالِک خُدائ ته راواپس شئ او د زړۀ د اخلاصه د هغۀ حُکمونه ومنئ کوم چې نن زۀ درکوم، ۳نو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به په تاسو رحم وکړى. هغه به تاسو واپس د هغه قومونو نه راولى چرته چې هغۀ تاسو خوارۀ وارۀ کړى يئ او هغه به بيا تاسو نېک بخته کړى. ۴کۀ د دُنيا آخرى سر ته هم لېږلے شوى يئ، نو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو راغونډ کړى او واپس به مو راولى، ۵هغه به تاسو هغه مُلک ته راولى چرته چې ستاسو پلار نيکۀ اوسېدل او دا به قبضه کړئ. او هغه به تاسو نور هم کامياب کړى او تاسو به په شمېر کښې د خپل پلار نيکۀ نه هم زيات کړى. ۶مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به ستاسو او ستاسو د اولاد زړونه بدل کړى، نو تاسو به د زړۀ د اخلاصه د هغۀ سره مينه کوئ او په هغه مُلک کښې به تاسو ژوند تېروئ. ۷مالِک خُدائ به دا ټول لعنتونه ستاسو په دشمنانو واچوى، چې هغوئ ستاسو نه کرکه کوله او تاسو يې کړَولى يئ، ۸او تاسو به بيا د هغۀ فرمانبردارى کوئ او د هغۀ ټول حُکمونه به منئ کوم چې نن زۀ درکوم. ۹مالِک خُدائ به تاسو په هر کار کښې کاميابوى، ستاسو به ډېر اولاد او ډېر څاروى وى او ستاسو پټى به ډېر فصلونه پېدا کوى. هغه به ستاسو په کاميابولو باندې دومره خوشحاله وى لکه څنګه چې هغه ستاسو د پلار نيکۀ په کاميابولو خوشحاله وو، ۱۰خو تاسو به د هغۀ تابعدارى کوئ او د هغۀ په ټولو حُکمونو به عمل کوئ کوم چې د هغۀ د شريعت په دې کِتاب کښې ليکلى دى. تاسو به د زړۀ د اخلاصه هغۀ ته راوګرځئ. ۱۱نن چې زۀ کوم حُکم درکوم هغه ډېر ګران نۀ دے او نۀ ستا د وس نه بهر دے. ۱۲دا خو څۀ په آسمان کښې نۀ دے. چې تاسو به داسې ووايئ چې څوک پاس آسمان ته ختلے شى، او مونږ له به يې راکوز کړى، چې مونږ يې واورو او عمل پرې وکړُو؟ ۱۳نۀ دا د سمندر نه پورې غاړه دے. تاسو به دا نۀ وايئ چې څوک به د سمندر نه پورې وځى چې مونږ له يې راوړى، چې مونږ يې واورو او عمل پرې وکړُو؟ ۱۴بلکې هغه پېغام تاسو سره نزدې دے، دا ستاسو په شونډو او ستاسو په زړۀ کښې دے، چې عمل پرې وکړئ. ۱۵ګورئ زۀ نن ستاسو په وړاندې يو طرف ته ژوند او خوشحالى ږدم او بل طرف ته مرګ او تباهى ږدم چې تاسو به څۀ خوښوئ. ۱۶کۀ تاسو د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک حُکمونه ومنئ، کوم چې نن زۀ درکوم، کۀ تاسو د هغۀ سره مينه کوئ، د هغۀ په لارو تلل کوئ او د هغۀ په ټول قانون عمل کوئ، نو تاسو به کامياب شئ او د ډېرو خلقو قوم به شئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو له په هغه مُلک کښې برکت درکړى چې تاسو يې قبضه کوئ. ۱۷خو کۀ تاسو د هغۀ نه واوړئ او د هغۀ فرمانبردارى نۀ کوئ او د نورو معبودانو د عبادت دپاره بې‌لارې کول کوئ، ۱۸نو تاسو به تباه شئ، زۀ نن تاسو له خبردارے درکوم. تاسو به په هغه مُلک کښې ډېره موده تېره نۀ کړئ کوم چې د اُردن نه پورې دے چې تاسو يې قبضه کوئ. ۱۹زۀ نن تاسو له د ژوند او مرګ، د خُدائ پاک د برکت او د خُدائ پاک د لعنت په مينځ کښې فېصله په تاسو پرېږدم او زۀ آسمان او زمکې ته وايم چې د هغې ګواه وى چې تاسو يې خوښوئ. ژوند خوښ کړئ. ۲۰د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک سره مينه کوئ، د هغۀ فرمانبردارى کوئ او د هغۀ وفادار شئ نو بيا به تاسو او ستاسو اولاد په هغه مُلک کښې ډېره موده تېره کړئ چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ، اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره د ورکولو وعده کړې ده.“