يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - يو سل او درېم زبور

د حضرت داؤد يو زبور

۱اے زما روحه، د مالِک خُدائ ثناء ووايه،

اے زما ټول ځانه، د مالِک خُدائ د مقدس نوم ثناء ووايه.

۲اے زما روحه، د مالِک خُدائ ثناء ووايه،

چې د هغۀ ټول احسانونه هېر نۀ کړى.

۳څوک چې ستا ټول ګناهونه معاف کوى،

او چې ستا ټول مرضونه جوړوى،

۴څوک چې ستا ژوند د مرګ نه په بيعه اخلى،

او خپل د مينې او رحم تاج ستا په سر ږدى،

۵او څوک چې په ښۀ څيزونو ستا ارمانونه پوره کوى،

نو چې د باز په شان ستا ځوانى تازه شى.

۶مالِک خُدائ خپل صداقت سر ته رسوى،

او د ټولو مظلومانو سره اِنصاف کوى.

۷هغۀ موسىٰ ته خپلې طريقې وښودلې،

خپل اعمال يې بنى اِسرائيلو ته ‎ښکاره کړل.

۸مالِک خُدائ رحيم او مهربان دے،

زر نۀ په غصه کيږى او د هغۀ مينه پائيداره ده.

۹هغه به هر وخت نۀ ملامتوى،

او خپل قهر به تر ابده نۀ ساتى.

۱۰هغه مونږ ته زمونږ د ګناهونو په اندازه سزا نۀ راکوى،

او نۀ زمونږ د ګناهونو په مطابق بدله راکوى.

۱۱نو لکه څنګه چې آسمانونه د زمکې نه اوچت دى،

نو دومره د دۀ مينه د هغوئ دپاره لويه ده څوک چې د هغۀ نه يريږى.

۱۲څومره چې مشرق د مغرب نه لرې دے،

نو دومره هغۀ زمونږ قصورونه مونږ نه لرى کړى دى.

۱۳څومره چې پلار په خپلو بچو باندې مهربان وى،

نو دومره مالِک خُدائ په هغوئ مهربانه دے څوک چې د هغۀ نه يريږى.

۱۴ځکه چې هغۀ ته پته ده چې مونږ څنګه جوړ شوى يُو،

هغۀ ته دا ياد دى چې مونږ خاورې يُو.

۱۵د انسان ژوند د واښو په شان دے،

لکه د مېدان د ګل په شان غوړيږى.

۱۶کله چې هوا ورباندې ولګيږى نو ختم شى،

او بيا په هغې ځائ کښې نۀ ښکارى.

۱۷تر ابده ابده د مالِک خُدائ مينه د هغوئ سره وى څوک چې د هغۀ نه يريږى،

او د هغۀ صداقت د هغوئ د نسلونو سره وى.

۱۸او د هغوئ سره څوک چې د هغۀ د لوظ پابند وى،

او د هغوئ سره څوک چې د هغۀ په حُکمونو عمل کوى.

۱۹مالِک خُدائ خپل تخت په آسمان کښې قائم کړے دے،

او د هغۀ بادشاهى په هر څۀ باندې قائمه ده.

۲۰فرښتو د مالِک خُدائ ثناء صِفت ادا کړئ،

تاسو چې زورَورې يئ او د هغۀ په حُکمونو عمل کوئ،

او د هغۀ د کلام تابعدارى کوئ.

۲۱اے د فرښتو لښکرو، تاسو د مالِک خُدائ ثناء ووايئ،

اے د هغۀ خِدمتګارانو چې د هغۀ رضا پوره کوئ.

۲۲اے د مالِک خُدائ ټولو مخلوقاتو

د هغۀ د بادشاهۍ په هر ځائ کښې د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.

اے زما روحه د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړه.