يوسفزئ
د تورات شريف دوېم کِتاب

د هِجرت کِتاب - اوؤم باب

۱مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ګوره، زۀ تا فِرعون ته د خُدائ په شان جوړوم او ستا ورور هارون به ستا د پېغمبر په توګه د هغۀ سره خبرې کوى. ۲چې څنګه ما حُکم درکړے دے هارون ته هغه هر څۀ ووايه او هغه به فِرعون ته ووائى چې بنى اِسرائيل د هغۀ د مُلک نه تلو ته پرېږدى. ۳‏-۴خو زۀ به د فِرعون زړۀ سخت کړم. کۀ زۀ هر څومره زياتې نښې او معجزې په مِصر کښې ښکاره کړم خو هغه به ستا خبره وانۀ ورى. بيا به زۀ د مِصريانو خِلاف د خپل لوئ طاقت نه کار واخلم او دوئ له به سخته سزا ورکړم. او زۀ به د خپل قوم خلق، بنى اِسرائيل د مِصر مُلک نه وباسم. ۵نو مِصريانو ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم، چې کله زۀ د دوئ خِلاف خپل لاس اوچت کړم نو بنى اِسرائيل د هغوئ د مُلک نه بهر بوځم.“ ۶موسىٰ او هارون هم هغسې وکړل، لکه څنګه چې مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو. ۷په هغه وخت چې کله دوئ فِرعون سره خبرې وکړې، موسىٰ د اتياو کالو وو او هارون د درې اتياو کالو وو.

د حضرت هارون امسا

۸مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته وفرمائيل، ۹”کله چې فِرعون تاسو ته ووائى چې تاسو يوه معجزه ښکاره کړئ، نو هارون ته ووايه چې خپله امسا راواخلى او د فِرعون په مخکښې يې وغورزوى، نو يو مار به ترې نه جوړ شى.“ ۱۰نو موسىٰ او هارون فِرعون له لاړل او هغه شان يې وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو. هارون خپله امسا د فِرعون او د هغۀ د درباريانو په مخکښې وغورزوله، نو يو مار ترې نه جوړ شو. ۱۱نو فِرعون هم خپل د غېب عِلم لرونکى خلق او جادوګران راوغوښتل او هغوئ هم د جادو په ذريعه هم هغه شان وکړل. ۱۲هغوئ خپلې امساګانې وغورزولې او د امساګانو نه ماران جوړ شول. خو د هارون امسا د هغوئ امساګانې تېرې کړې. ۱۳خو د فِرعون زړۀ تر اوسه پورې سخت وو. لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، هغۀ به د موسىٰ او هارون خبره نۀ اورېدله.

په مِصر اول افت: د نيل درياب د اوبو نه وينه جوړېدل

۱۴بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د فِرعون زړۀ سخت دے، هغه خلق تلو ته نۀ پرېږدى. ۱۵په سحر کښې فِرعون له لاړ شه چې کله هغه د نيل درياب ته کوزيږى. د خپل ځان سره هغه امسا هم يوسه چې مار ترې نه جوړ شوے وو او د درياب په غاړه هغۀ ته ودرېږه. ۱۶بيا فِرعون ته ووايه چې مالِک خُدائ د عبرانيانو خُدائ پاک، زۀ رالېږلے يم چې تا ته ووايم چې د هغۀ خلق تلو ته پرېږده چې دوئ په صحرا کښې د هغۀ عبادت وکړى. خو ګوره، تا تر اوسه پورې دا خبره ونۀ منله. ۱۷نو اوس، بادشاه سلامت، مالِک خُدائ به يو داسې کار وکړى چې تا ته پته ولګى چې هغه په رښتيا مالِک خُدائ دے. ګوره، زما په لاس کښې چې کومه امسا ده زۀ د درياب اوبۀ په دې وهم او د اوبو نه به وينه جوړه شى. ۱۸کبان به مړۀ شى او د درياب اوبۀ به دومره سخت بوئ شروع کړى چې مِصريان به ترې اوبۀ نۀ شى څښلے.“ ۱۹مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”هارون ته ووايه چې خپله امسا راواخلى او د مِصر ټولو اوبو په طرف يعنې دريابونو، نِهرونو او ډنډونو دپاسه ونيسى. نو د اوبو نه به وينه جوړه شى او د مِصر په ټوله زمکه به وينه وى، داسې د لرګى په لوښو او د خټې په منګو کښې به هم وى.“ ۲۰نو موسىٰ او هارون هم هغسې وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو. د فِرعون او د هغۀ درباريانو په مخکښې، هارون خپله امسا اوچته کړه او د درياب اوبۀ يې پرې ووهلې او د درياب د ټولو اوبو نه وينه جوړه شوه. ۲۱په درياب کښې کبان مړۀ شول او دومره سخا بوئ يې کولو چې مِصريانو د درياب نه اوبۀ نۀ شوې څښلے. او د مِصر په ټول مُلک کښې وينه وه. ۲۲بيا د فِرعون جادوګرانو د خپل جادو په ذريعه هم دغه شان وکړل او د فِرعون زړۀ هم هغه شان سخت وو. لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، هغۀ د موسىٰ او هارون د خبرې اورېدو نه اِنکار وکړو. ۲۳فِرعون راوګرځېدو او خپل محل ته لاړو، دا خبره يې زړۀ ته ښکته نۀ کړه. ۲۴ټولو مِصريانو د څښلو د اوبو دپاره د درياب غاړه وکنستله، ځکه چې هغوئ د درياب اوبۀ نۀ شوې څښلے. ۲۵چې مالِک خُدائ په درياب افت راوستلے وو نو اووۀ ورځې د هغې نه پس تېرې شوې.