يوسفزئ
تاریخى

د بادشاهانو دوېم کِتاب - شپاړسم باب

د يهوداه بادشاه احاز

۱د اِسرائيل بادشاه د رملياه زوئ فقح د بادشاهۍ په اوولسم کال، د يوتام زوئ احاز د يهوداه بادشاه شو ۲چې عُمر يې شل کاله وو او هغۀ په يروشلم باندې شپاړس کاله بادشاهى وکړه. هغۀ هغه کار نۀ کولو چې د مالِک خُدائ د هغۀ د خُدائ پاک په نظر کښې ښۀ وو، اګر چې د هغۀ پلار نيکۀ داؤد ښۀ کارونه کړى وُو ۳خو د اِسرائيل بادشاهانو په مِثالونو يې دومره عمل کولو، چې خپل زوئ يې هم په اور کښې قربانى کړو، او د هغه خلقو پليت رِواج يې خپل کړے وو کوم چې مالِک خُدائ د هغه مُلک نه ويستلى وُو کله چې اِسرائيليان مخ په وړاندې تلل. ۴په غرونو باندې او د هرې ونې د سورى لاندې، او په علاقائى عبادتخانو احاز قربانۍ پېش کولې او خوشبوئى يې سوزولې. ۵د شام بادشاه رضين او د اِسرائيل بادشاه فقح په يروشلم باندې حمله وکړه او دا يې محاصره کړو، خو احاز له يې شکست نۀ شو ورکولے. ۶هم په هغه وخت، د ادوم بادشاه د ايلات ښار بيا ونيولو او د يهوداه اوسېدونکى يې د هغې ځائ نه وشړل. ادوميان په ايلات کښې دېره شول او تر اوسه پورې هلته اوسيږى. ۷احاز د اسور بادشاه تغلت فلاسر له د دې پېغام سره سړى ولېږل، ”زۀ ستاسو وقف شوے خِدمت کوونکے يم. راشه او ما د شام او اِسرائيل د بادشاهانو د حملې نه بچ کړه.“ ۸احاز د مالِک خُدائ د کور او د محل د خزانې نه سرۀ زر او سپين زر هم واخستل او بادشاه له يې د محصُول په توګه ولېږل. ۹د احاز د غوښتنې په جواب کښې تغلت فلاسر د دمشق خِلاف د خپل لښکر سره روان شو، دا يې قبضه کړو او رضين بادشاه يې ووژلو او خلق يې قير ته قېديان بوتلل. ۱۰کله چې احاز بادشاه د تغلت فلاسر سره د مِلاوېدو دپاره دمشق ته لاړو، نو هلته يې قربان‌ګاه وليده او اورِياه اِمام له يې هم د دې په شان نمونه او ټول تفصيل ورولېږلو. ۱۱نو اورِياه هم د دې په شان يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او د احاز د واپسۍ نه مخکښې يې دا تياره کړه. ۱۲د دمشق نه په واپسۍ باندې، احاز وليدل چې قربان‌ګاه جوړه وه نو قربانى ورباندې پېش کړه. ۱۳هغۀ په دې باندې د ځناورو سوزېدونکې قربانۍ او د غلې نذرانې پېش کړې او په دې باندې يې د ميو نذرانه توئ کړه او د وينې د سلامتۍ نذرانه يې ورباندې واچوله. ۱۴مالِک خُدائ ته وقف شوې د زېړو قربان‌ګاه د نوې قربان‌ګاه او د مالِک خُدائ د کور په مينځ کښې وه، نو احاز دا د خپلې نوې قربان‌ګاه شمالى طرف ته يوړه. ۱۵بيا هغۀ اورِياه ته حُکم وکړو، ”دا لويه قربان‌ګاه د سحر سوزېدونکې نذرانې او د ماښام د غلې نذرانې دپاره استعمالوه او د بادشاه او د خلقو د سوزېدونکې نذرانې، د غلې نذرانې او د خلقو د څښلو نذرانې دپاره يې استعمالوه. په دې باندې د هغه ټولو ځناورو وينه تويوه چې کوم قربانى شوى وى. خو د زېړو قربان‌ګاه زما دپاره وساته چې د فال دپاره يې استعمالوم.“ ۱۶نو اورِياه هم هغه شان وکړل چې څنګه بادشاه حُکم کړے وو. ۱۷احاز بادشاه د زېړو هغه تختې او هغه ښانکونه لرې کړل، هغۀ د زېړو د دولسو غوَيو د شا نه د زېړو ډيګۍ هم واخستله او دا يې د کاڼى په بنياد کېښودله. ۱۸د اسور بادشاه د خوشحالولو دپاره، احاز د مالِک خُدائ د کور نه د سبت د ورځې د شاهى تخت نه پاس دالان هم لرې کړو او د مالِک خُدائ د کور د بادشاه د ننوتلو ذاتى دروازه يې بنده کړه. ۱۹نور هر څۀ چې احاز بادشاه کړى دى هغه د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. ۲۰احاز مړ شو او د داؤد ښار په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ حزقياه د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.