يوسفزئ
خط

د روميانو په نوم د پولوس رسول خط - نهم باب

د خُدائ پاک غوره شوى خلق

۱زۀ په مسيح کښې رښتيا وايم، دروغ نۀ وايم، او زما خپل ضمير د روحُ القُدس په وسيله د دې تصديق کوى، ۲زما په زړۀ کښې ډېر لوئ غم او نۀ ختمېدونکے درد دے. ۳ځکه چې زما دا خواهش دے چې زۀ دې د خپلو خلقو او د انسانى فطرت په مطابق چې زما رشته‌دار دى د هغوئ د خاطره لعنتى شم او د دوئ دپاره دې زۀ د مسيح نه جدا شم. ۴هغوئ بنى اِسرائيليان دى او هغوئ د خُدائ پاک بچى بللے شوى دى او ورته جلال، وعدې، شريعت، عبادت او لوظونه ورکړے شوى دى. ۵اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب د هغوئ پلار نيکۀ دى او په انسانى لحاظ سره د هغوئ نه مسيح هم پېدا دے. خُدائ پاک چې د ټولو بادشاه دے د هغۀ نوم دې د تل دپاره مبارک وى، آمين. ۶ښه نو بيا خُدائ پاک د بنى اِسرائيلو سره په خپله وعده پوره کولو کښې ناکامه شو؟ نه، خبره داسې نۀ ده ځکه چې ټول بنى اِسرائيل په حقيقت کښې د خُدائ غوره شوى خلق نۀ دى. ۷او نۀ د اِبراهيم ټول اولاد د خُدائ پاک رښتينى بچى دى، خو صحيفې وائى چې، ”هم د اِسحاق نه به ستا نسل قائم وى.“ ۸مطلب دا چې د اِبراهيم په نسل کښې ټول د خُدائ پاک حقيقى بچى نۀ دى، خو صرف د خُدائ د وعدې په مطابق پېدا شوى د اِبراهيم اولاد بللے شى. ۹ځکه چې وعده داسې شوې وه چې، ”تقريباً يو کال وروستو به زۀ تا ته واپس راشم او په دې وخت کښې به د ساره زوئ شوے وى.“ ۱۰او دا زوئ زمونږ نيکۀ اِسحاق دے. کله چې هغۀ د رِبقې سره وادۀ وکړو نو د هغې دوه غبرګونى زامن وشُو. ۱۱نو رِبقې ته د هغوئ د زيږېدو نه مخکښې ووئيلے شول چې په هغه وخت کښې چې هغوئ لا هيڅ ښۀ يا بد نۀ وُو کړى، خو بيا هم د دې دپاره چې د خُدائ پاک هغه مقرر شوے مقصد تر سره شى کوم چې د عمل په وسيله نه بلکې د خُدائ پاک په بلنه، ۱۲نو خُدائ پاک هغې ته وئيلى وُو چې، ”مشر به د کشر خِدمت کوى.“ ۱۳څنګه چې دا په صحيفو کښې ليکلى دى چې، ”ما يعقوب سره مينه وکړه او عِيسو ما رد کړو.“ ۱۴نو په دې کښې مونږ څۀ ووايو؟ ولې خُدائ پاک بې‌اِنصافه دے څۀ؟ هيڅکله نه. ۱۵ځکه چې هغۀ موسىٰ ته وفرمائيل چې، ”زۀ مالِک خُدائ يم او څوک چې زۀ غوره کړم زۀ هغوئ ته خپل رحم او ترس ښايم.“ ۱۶نو دا د انسان په خواهش يا محنت باندې نۀ ده بلکې د خُدائ په رحم باندې ده. ۱۷ځکه چې خُدائ پاک په خپل کلام کښې فِرعون ته فرمائى چې، ”خو ما تۀ د دې دپاره بادشاه کړې چې خپل طاقت ستا په ذريعه څرګند کړم او چې زما نوم په ټوله دُنيا کښې خور شى.“ ۱۸نو دا د خُدائ پاک رضا ده چې په چا رحم کوى، او د چا زړونه سختوى.

د خُدائ پاک غضب او رحم

۱۹نو تۀ به ما ته وائې چې، ”بيا خُدائ پاک ولې مونږ ملامتوى ځکه چې څوک د هغۀ د مرضۍ مخالفت کولے شى؟“ ۲۰نه، داسې مۀ وايه، تۀ څوک يې چې خُدائ پاک سره بحث وکړې؟ ولې يو لوښے کُلال ته دا وئيلے شى چې تا زۀ په دې رنګ ولې جوړ کړے يم؟ ۲۱ولې د کُلال دا حق نۀ وى چې هم د دغې ډيرى د خټې نه دوه لوښى جوړ کړى، يو د خاص استعمال دپاره او بل د عام استعمال دپاره؟ ۲۲خو کۀ د خُدائ پاک مرضى وه چې خپل غضب وښائى او خپل طاقت څرګند کړى نو ځکه يې د غضب هغه لوښو سره ډېر صبر وکړو چې د تباه کېدو دپاره تيار شوى وُو، ۲۳او څۀ چې هغۀ وکړل نو د دې دپاره يې وکړل چې خپل لوئ جلال په هغه خلقو ښکاره کړى په چا چې هغه رحم کوى او کوم چې هغۀ د اول نه د خپلې لويئ دپاره تيار کړے وو. ۲۴مونږ هم په هغه خلقو کښې حساب يُو کوم چې د يهوديانو او غېر‌يهوديانو نه رابللے شوى دى. ۲۵لکه څنګه چې هغۀ د هوسيع په کِتاب کښې فرمائيلى دى چې، ”هغوئ څوک چې زما اُمت نۀ وو، هغوئ ته به زۀ خپل اُمت ووايم، او هغه چې زما محبوبه نۀ وه، هغې ته به خپله محبوبه ووايم. ۲۶او چې په کوم ځائ کښې هغوئ ته دا وئيلے شوى وُو چې تاسو زما خلق نۀ يئ، هغوئ ته به هم هلته د ژوندى خُدائ پاک بچى ووئيلے شى.“ ۲۷او يشعياه د بنى اِسرائيلو په حق کښې په چغو وائى چې، ”سره د دې چې بنى اِسرائيل به د سمندر د شګو په شان بې‌شمېره وى، خو صرف لږ به په کښې خلاصون ومومى، ۲۸ځکه چې د مالِک خُدائ به په زمکه عدالت لنډ او آخرى وى.“ ۲۹او څنګه چې يشعياه پېشګوئې کړې وه چې، ”کۀ مالِک خُدائ ربُ الافواج يو څو کسان ژوندى نۀ وے پرېښے، نو يروشلم به د سدوم او عموره په شان تباه شوے وو.“

د بنى اِسرائيلو بې‌ايمانى

۳۰نو بيا مونږ څۀ ووايو؟ غېر‌يهوديانو چا چې د صداقت دپاره محنت ونۀ کړو نو هغوئ دا حاصل کړو او هغوئ دا صداقت د ايمان په وسيله حاصل کړو. ۳۱خو بنى اِسرائيلو چې د شريعت په بنياد د صداقت حاصلولو کوشش وکړو نو هغوئ په هغه شريعت پوره کولو کښې کامياب نۀ شول. ۳۲داسې ولې وشول؟ ځکه چې د هغوئ کوشش د ايمان په بنياد نۀ وو بلکې د عمل په بنياد وو. هغوئ په کاڼى تيندک وخوړو. ۳۳لکه څنګه چې صحيفو کښې ليکلى دى چې، ”ګورئ، زۀ په صيون کښې داسې يو کاڼے ږدم، چې د تيندک باعث به جوړيږى، او خلق به پرې تيندک خورى. او څوک چې په هغۀ ايمان راوړى هغه به شرمنده نۀ شى.“