نبوى

د يوحنا رسول رويا - شپږم باب

اووۀ مهرونه

۱بيا ما وليدل چې هغه ګډُورى په اوو مهرونو کښې يو مهر مات کړو او ما د څلورو جاندارو نه په يو کښې د تندر په شان دا آواز واورېدو چې، ”راشه.“ ۲نو ما وکتل چې هلته يو سپين آس ولاړ وو او د سوارۀ سره يې لينده وه. هغۀ ته تاج ورکړے شو او هغه د فاتح په حيث په آس سور لاړو چې فتح بيا مومى. ۳کله چې ګډورى دوېم مهر مات کړو نو ما واورېدل چې دوېم جاندار وائى چې، ”راشه.“ ۴او يو بل آس بهر راووتو چې تک سور وو او د هغۀ سوارۀ ته دا اختيار ورکړے شو چې د زمکې نه امن يوسى نو چې انسانان قتل و غارت شروع کړى، او هغۀ له يوه لويه تُوره ورکړے شوه. ۵کله چې ګډُورى درېم مهر مات کړو نو ما د درېم جاندار دا آواز واورېدو چې، ”راشه.“ نو ما وليدو چې يو تور آس راغلو او د هغۀ د سوارۀ په لاس کښې يوه تله وه. ۶او ما د څلورو جاندارو د مينځه يو آواز واورېدو چې وئيل يې چې، ”د ورځې د مزدورۍ نرخ به د غنمو يوه روټۍ او يا به د اوربشو درې روټۍ وى، خو د زيتُونو تېلو او ميو ته نقصان مۀ رسوئ.“ ۷کله چې ګډُورى څلورم مهر مات کړو نو ما د څلورم جاندار دا آواز واورېدو چې، ”راشه.“ ۸ما وليدو چې زېړ آس وو او د سوارۀ نوم يې مرګ وو او عالمِ ارواح ورپسې جُخت راروان وو. هغوئ ته د څلورمې برخې زمکې اختيار ورکړے شوے وو چې په جنګ، په قحط، په وبا او ځنګلى ځناور خلق مړۀ کړى. ۹هر کله چې ګډُورى پينځم مهر مات کړو نو ما د قربان‌ګاه د لاندې د هغه ايماندارانو روحونه وکتل چې د خُدائ پاک د کلام او د خپلې ګواهۍ په وجه قتل کړے شوى وُو. ۱۰هغوئ په زوره چغه کړه چې، ”اے بادشاه مالِکه، پاکه او رښتونى خُدايه. ترڅو به تۀ فېصله نۀ کوې او د زمکې د اوسېدونکو نه به زمونږ د وينې بدل وانۀ خلې؟“ ۱۱بيا هر يو ته سپينه چُوغه ورکړے شوه او ورته يې ووئيل چې، ”تر هغې لږ صبر وکړئ چې په خِدمت کښې ستاسو ټول ملګرى ستاسو په شان ونۀ وژلے شى.“ ۱۲بيا ما وکتل چې ګډُورى شپږم مهر مات کړو او يوه سخته زلزله راغله او نمر د تبخى په شان تور شو او سپوږمۍ مکمله لکه د وينو تکه سره شوه. ۱۳او ستورى د آسمان نه په زمکه داسې راپرېوتل لکه چې د اينځر نه د سيلۍ طوفان په وجه کچه مېوه راپرېوځى. ۱۴او آسمان داسې فنا شو لکه طومار چې بند کړے شى او هر غر او هره جزيره د خپله ځايه بې‌ځايه شوه. ۱۵نو بيا د زمکې بادشاهانو، سردارانو، جرنيلانو، مالدارانو، طاقتورو، غلامانو او آزادو ټولو خلقو په غارونو او د غرونو په ګټانو کښې خپل ځانونه پټ کړل. ۱۶او هغوئ غرونو او ګټانو ته چغې وهلې چې، ”په مونږ راپرېوځئ او مونږ د هغۀ د سترګو نه چې د تخت دپاسه ناست دے او د ګډُورى د قهر و غضب نه پټ کړئ. ۱۷ځکه چې د هغوئ د غضب لويه ورځ راغلې ده او څوک ورته ودرېدے شى؟“