طومار او ګډورے
۱هغه څوک چې په تخت ناست وو ما د هغۀ په ښى لاس کښې يو طومار وليدو چې دننه او بهر دواړو طرفو ته پرې ليکل وُو او اووۀ مهرونه پرې لګېدلى وُو. ۲او ما يوه طاقتوره فرښته وليده چې په اوچت آواز يې اعلان کولو چې، ”څوک د دې قابل دے چې طومار پرانيزى او مهرونه يې مات کړى؟“ ۳خو هيڅوک هم نۀ وو، نۀ په آسمان کښې، نۀ په زمکه او نۀ د زمکې د لاندې وو چې طومار يې کولاو کړے وے او يا يې دننه کتلے وے. ۴نو ما ډېر وژړل ځکه چې هيڅوک هم د دې لائق نۀ وو چې دا طومار يې پرانستلے شو يا چې يې ورته کتلے شو. ۵بيا په مشرانو کښې يو راته ووئيل چې، ”ژاړه مه ځکه چې د يهوداه د قبيلې ازمرے چې د داؤد د نسل نه دے، هغه کاميابى حاصله کړې ده نو طومار به پرانيزى او اووۀ مهرونه به يې مات کړى.“ ۶بيا ما د تخت په مينځ کښې او د څلورو جاندارو او د مشرانو په مينځ کښې يو لکه د حلال شوى ګډورى وليدو چې اووۀ ښکرونه او اووۀ سترګې يې وې چې د خُدائ پاک اووۀ روحونه دى چې ټولې دُنيا ته لېږلے شوى دى. ۷او هغه ورغلو او څوک چې په تخت ناست وو د هغۀ د ښى لاس نه يې هغه طومار واخستو. ۸کله چې هغۀ طومار واخستو نو څلور جاندار او څليريشت مشران د هغه ګډُورى په وړاندې په سجده شول، او د هر يو سره يو ستار وو او ورسره د خوشبويۍ نه ډک د سرو زرو جامونه وُو چې د مقدسينو دُعاګانې دى. ۹او هغوئ دا نوے حمد وئيلو چې، ”تۀ د دې لائق يې چې طومار واخلې او د دې مهرونه کولاو کړې ځکه چې تۀ حلال کړے شوې او د خپلې وينې په فديه دې د خُدائ پاک دپاره د هر خيل، د هرې ژبې او د هر قوم او خلق په بيعه واخستل. ۱۰او د هغوئ نه تا د اِمامانو بادشاهى جوړه کړه چې زمونږ د خُدائ پاک خِدمت وکړى او هغوئ به په زمکه بادشاهى کوى.“ ۱۱بيا چې ما وکتل نو د بېشمېره فرښتو آوازونه مې واورېدل چې هغه د تخت او د جاندارو او د مشرانو نه چاپېره وې او د هغوئ شمېر په زرګونو او لکونو کښې وو، ۱۲او هغوئ په زوره سندرې وئيلې چې، ”هغه ګډُورے چې حلال کړے شو، د دې لائق دے چې ټول قُدرت، دولت، حِکمت، لوئى، عزت، جلال او برکت حاصل کړى.“ ۱۳او بيا ما واورېدل چې ټول مخلوقات چې په آسمان کښې، په زمکه باندې، د زمکې د لاندې يا په سمندر کښې دى، هغوئ ټولو ثناء صِفت کولو چې، ”د هغه چا څوک چې په تخت ناست دے او ګډُورى ته برکت، عزت، شان او قُدرت دې تل تر تله وى.“ ۱۴او څلور واړو جاندارو پرې، ”آمين“ ووې او مشران د عبادت دپاره په سجده پرېوتل.