۱بيا فرښتې ما ته د ژوند د اوبو درياب وښودلو چې د بلور په شان پړقېدو چې د خُدائ پاک او د ګډُورى د تخت نه ۲د ښار د لوئ سړک په مينځ کښې رابهېدلو. د درياب په دواړو غاړو د ژوندون ونه وه چې دولس قسمه مېوه يې نيوله او هره مياشت به يې مېوه نيوله. او د ونې پاڼې د قومونو د شفا ورکولو دپاره دى. ۳او په هغه ښار کښې به داسې هيڅ څيز موندلے نۀ شى چې ناروا وى. او د خُدائ پاک او د ګډورى تخت به په هغه ښار کښې وى او د هغۀ خادِمان به د هغۀ عبادت کوى. ۴هغوئ به د هغۀ مخ وينى او د هغۀ نوم به د هغوئ په تندو ليکلے وى. ۵هلته به شپه نۀ وى او نۀ به هغوئ ته د ډيوې يا د نمر د رڼا ضرورت وى ځکه چې مالِک خُدائ پاک به د هغوئ رڼا وى، او هغوئ به هلته تل تر تله بادشاهى کوى.
د حضرت عيسىٰ راتلل
۶بيا فرښتې ما ته ووئيل چې، ”دا خبرې د اِعتبار لائقې او رښتيا دى. مالِک خُدائ پاک چې خپلو نبيانو ته د نبوت الهام ورکوى، هغۀ خپله فرښته راولېږله چې خپلو خادِمانو ته هغه څۀ وښائى چې زر کېدونکى دى.“ ۷مالِک عيسىٰ فرمائى چې، ”ما ته غوږ ونيسئ زۀ زر درځم. بختور دى هغوئ څوک چې د دې کِتاب پېشګوئې منى.“ ۸او زۀ يوحنا هغه څوک يم چې دا رويا مې واورېدله او وليدله. نو زۀ د هغې فرښتې په پښو کښې په سجده پرېوتلم چا چې ما ته دا هر څۀ ښکاره کړل. ۹خو هغې ما ته ووئيل، ”داسې مۀ کوه، زۀ خو ستا او ستا د وروڼو نبيانو او د دې کِتاب د کلام منونکو، په شان يو خادِم يم. صرف خُدائ پاک ته سجده کوه.“ ۱۰بيا هغې ما ته ووئيل چې، ”د دې کِتاب پېشګوئې مۀ پټوه ځکه چې د هغې د پوره کېدو وخت رانزدې دے. ۱۱څوک چې بدکاران دى، پرېږده چې بدکارونه کوى، څوک چې پليت دى، پرېږدئ چې په خپله پليتۍ کښې آخته وى. څوک چې صادقان دى هغه دې په خپل صداقت کښې پاتې شى او څوک چې پاک وى هغوئ دې پاک پاتې شى.“ ۱۲”ما ته غوږ ونيسئ. زۀ عيسىٰ زر درځم او ستاسو اجر د خپل ځان سره دروړم چې هر يو ته به زۀ د هغوئ د عمل په مطابق ورکړم. ۱۳الفه او اوميګه زۀ يم، اول او آخر زۀ يم، ازل او خاتمه زۀ يم. ۱۴بختور دى هغه خلق چې خپلې چُوغې يې صفا وينځلى دى، نو هم هغوئ به د ژوندون د ونې حق ومومى او ښار ته به په دروازو ورننوځى. ۱۵خو بهر هغه سپى دى کوم چې جادوګران، حرامکاران، قاتلان او بُت پرستان او د هغوئ ټولو د ژوند هر يو پل په دروغو روان دے. ۱۶ما عيسىٰ، خپله فرښته تاسو ته درولېږله چې جماعتونو ته دا ګواهى ورکړى چې زۀ د داؤد د څانګې او نسل نه يم او د سبا ځلېدونکے ستورے يم.“ ۱۷روحُ القُدس او ناوې وائى چې، ”راشه.“ او هر اورېدونکے دې هم وائى چې، ”راشه.“ او څوک چې تږے وى، هغه دې راشى، او څوک چې يې غواړى، د ژوندون د اوبو نه دې وړيا واخلى. ۱۸زۀ هر چا ته دا خبردارے ورکوم څوک د دې کِتاب د پېشګويو کلام اورى، کۀ څوک د ځانه څۀ په کښې زيات کړى نو خُدائ پاک به هغۀ ته په دې کِتاب کښې بيان شوى افتونه ورکړى. ۱۹او کۀ څوک د پېشګويو د دې کِتاب نه څۀ خبرې اخوا کړى نو خُدائ پاک به د هغۀ د ژوندون د ونې نه او د مقدس ښار نه د هغۀ حِصه ختمه کړى کومه چې په دې کِتاب کښې بيان شوې ده. ۲۰څوک چې د دې خبرو ګواهى ورکوى هغه وائى چې، ”آو، زۀ زر درځم.“ آمين، مالِک عيسىٰ، راشه. ۲۱د مالِک عيسىٰ فضل دې په تاسو ټولو وى، آمين.