نبوى

د يوحنا رسول رويا - پينځلسم باب

فرښتې او آخرى اووۀ افتونه

۱بيا ما په آسمان کښې بله يوه لويه او عجيبه نښه وليدله. اووۀ فرښتې وې چې ورسره د ټولو نه آخرى اووۀ افتونه وُو، ځکه چې په دې افتونو سره د خُدائ پاک قهر سوړ شو. ۲او ما وليدل چې د شيشې د سمندر په شان راښکاره شو چې اور په کښې ګډ شوے وو، او د شيشې د سمندر سره هغه خلق ولاړ وُو چې په بلا او د هغې د بُت او د هغې د نوم په شمېر فتح موندلې وه. د هغوئ په لاسونو کښې د خُدائ پاک ورکړى ستارونه وُو. ۳هغوئ د خُدائ پاک د غلام موسىٰ او ګډُورى حمدونه ووئيل چې، ”اے مالِکه قادر مطلق خُدايه پاکه، ستا کارونه لوئ او عجيبه دى او ستا لارې د حق او رښتيا دى، اے د قومونو بادشاه. ۴اے مالِکه څوک به يره ونۀ کړى او ستا د نوم لوئى به ونۀ کړى؟ ځکه چې يواځې تۀ پاک يې. ټول قومونه به راشى او ستا په وړاندې به عبادت وکړى ځکه چې ستا د صداقت کارونه ښکاره شوى دى.“ ۵او د دې نه پس ما وليدل چې په آسمان کښې د خُدائ په کور کښې د ګواهۍ د خېمې پاک ځائ کولاو شو، ۶او د هغې نه اووۀ فرښتې د اوو افتونو سره راووتلې او هغوئ د کتان جامې اغوستې وې چې صفا او ځلېدونکې وې او په سينو يې د سرو زرو سينه بندونه وُو. ۷بيا په څلورو جاندارو کښې يو هغه اووۀ فرښتو ته د سرو زرو اووۀ جامونه ورکړل چې د خُدائ پاک د قهر نه ډک وُو، د هغه خُدائ پاک چې تل تر تله ژوندے وى. ۸او د خُدائ پاک کور د خُدائ د جلال او قُدرت د لوګى نه ډک شو او تر هغې هيڅوک ورننوتے نۀ شو ترڅو چې د اووۀ فرښتو اووۀ افتونه پوره شوى نۀ وُو.