د موسيقۍ د مشر دپاره: د قورح د بچو يو زبور
په مال دولت د يقين کولو کم عقلتوب
۱اے قومونو تاسو ټول دا واورئ،
څوک چې په دُنيا کښې اوسېږئ ما ته غوږ ونيسئ،
۲خاصو او عامو، مالدارو او غريبانو واورئ،
۳زما ژبه په حِکمت سره خبرې بيانوى،
او د زړۀ بيان مې خلقو ته پوهه ورکوى.
۴زۀ به متلونو ته خپل غوږ ونيسمه،
د رباب په ساز کښې به زۀ د راز وينا وکړمه،
۵نو زۀ به ولې يرېږمه کۀ سخته په ما راشى،
کله چې د دوکه مارو په شرارتونو کښې راګېر شم.
۶دوئ چې په خپل مال دولت باندې يقين لرى،
او په خپل ډېر مال دولت فخر کوى.
۷هيڅوک د چا د ژوند قيمت ورکولے نۀ شى،
او نۀ خُدائ پاک له د هغۀ د سر کفاره ورکولے شى.
۸د ژوندون قيمت بېبها دے،
د ژوندون دپاره هيڅ قيمت پوره نۀ دے.
۹چې هغه دې تر ابده ژوندے پاتې شى،
او هيڅکله دې قبر ته لاړ نۀ شى.
۱۰نو ټول خلق به ووينى چې پوهان هم مړۀ کيږى،
جاهلان او بېوقوفان به يو ځائ هلاک شى.
او د ټولو نه به مال دولت نورو ته پاتې شى
۱۱قبر د هغوئ ابدى کور دے،
چرته چې به هغوئ د تل دپاره وى،
کۀ څۀ هم چې هغوئ جائيدادونه په خپل نوم خېژولى دى.
۱۲خو انسانان د خپل دولت په وجه ژوندى پاتې کېدے نۀ شى،
او هغوئ به لکه د ځناور په شان مړۀ شى.
۱۳دا د هغوئ نصيب دے څوک چې په خپل ځان توکل کوى،
او څوک چې د دوئ په لاره روان وى.
۱۴د ګډو د رمې په شان هسې به د مرګ کندې ته ګزار شى،
چرته چې مرګ به د دوئ شپون وى.
په سحر کښې به نېکان په دوئ حکومت کوى،
د دوئ بدن به په قبر کښې ختم شى،
او قبر به د دوئ کور شى.
۱۵خو خُدائ پاک به ما له د قبر نه خلاصون راکړى،
ځکه چې هغه به ضرور ما خپل ځان ته راکاږى.
۱۶هيڅکله مۀ خفه کېږه کۀ يو سړے مالداره کيږى،
او د چا د کور شان او شوکت چې زياتيږى.
۱۷ځکه چې کله هغه مړ شى د ځان سره به هيڅ څيز نۀ وړى،
د هغۀ شان او شوکت به قبر ته د هغۀ سره نۀ ځى،
۱۸کله چې هغه ژوندے وو خپل ځان يې بختور ګڼلو،
خلقو يې صِفتونه کول کله چې مالداره وو.
۱۹خو د خپل پلار او نيکۀ په شان دوئ به آخر مړۀ شى،
نو کله به هم دوئ د ژوندون رڼا ونۀ وينى.
۲۰هغه څوک چې ډېر مال او دولت لرى خو دے نۀ پوهيږى
چې دوئ به د ځناورو په شان ختميږى.