د حضرت داؤد يو زبور
د بدکارانو او مقدسينو اَنجام
۱د بدکارانو په حقله ځان مۀ پرېشانوه،
او د ګناهګارانو کارونو ته نيت مۀ بدوه.
۲ځکه دوئ به اوچ شى د واښو په شان،
او شى به مړاوى د بوټو شنو په شان.
۳په مالِک خُدائ توکل وکړه او نېکى کوه،
نو په زمکه باندې په امن سره ژوندون کوه.
۴په مالِک خُدائ کښې خوشحاله اوسه،
نو هغه به پوره کړى ستا د زړۀ ارمانونه.
۵هر څۀ چې تۀ کوې هغه خپل مالِک خُدائ ته وسپاره،
په هغۀ يقين لره هغه به شى ستا مددګاره.
۶هغه به ستا رښتينوالے لکه د سحر هسې روښانه کړى،
او تا سره اِنصاف به لکه د غرمې د نمر هسې روښانه کړى.
۷د مالِک خُدائ په وړاندې چپ ودرېږه،
او په صبر سره د هغۀ فېصلو ته انتظار کوه،
او د بدکارانو په کاميابۍ او منصوبو مۀ خفه کېږه.
۸تۀ قهر او غصه مۀ کوه او مۀ خفه کېږه،
دا به صرف تا د نقصان په طرف پرېږدى.
۹ځکه چې تباه به شى بدکاران،
څوک چې په مالِک خُدائ لرى ايمان،
دوئ به شى ضرور د زمکې وارثان.
۱۰په لږ وخت کښې به فنا شى بدکاران،
تاسو به يې لټون کوئ خو پېدا به نۀ شى بدکاران.
۱۱د زمکې وارثان به جوړ شى عاجزان،
په خوشحالۍ سره به اوسيږى په امان.
۱۲بدکاران د صادقانو خلاف منصوبې جوړوى
او د غصې نه ورته خپل غاښونه چيچى.
۱۳مالِک خُدائ شريرانو پورې خاندى،
ځکه چې هغه د دوئ د قضا ورځ وينى.
۱۴راکاږى ليندې، خپله تُوره راوباسى بدکاران،
ترڅو چې پرې مړۀ کړى غريبان او مظلومان،
او چې مړۀ کړى هغوئ څوک دى صادقان.
۱۵خو په خپلو تُورو به سورې شى هم د دوئ زړونه
او د دوئ ليندې به ماتې شينه
۱۶د يو صادق چې لږ مال او دولت وى،
د بدعملو د ډېر دولت نه به قيمتى وى.
۱۷او مالِک خُدائ به د بدعملو زور ختم کړى،
خو د صادقانو به حفاظت وکړى.
۱۸هر وخت د مالِک خُدائ د نېکانو په ژوندون باندې نظر وى،
او هغوئ ته به هغه ميراث ورکړے شى چې ابدى وى.
۱۹په وخت د مصيبت کښې به هغوئ شرمنده نۀ شى،
او دا چې د قحط په ورځو کښې به هغوئ ماړۀ شى.
۲۰خو بدکاران به فنا شى،
او د مالِک خُدائ دشمنان به لکه د صحرا د ګلونو په شان ختم شى،
او لکه د لوګى په شان به د نظر نه فنا شى.
۲۱قرض اخلى او هيڅکله يې نۀ واپس کوى بدکاران،
خو ورکوى خير خېرات په سخاوت سره صادقان.
۲۲مالِک خُدائ چې چا ته برکت ورکړى دوئ به د زمکې وارثان شى،
خو په چا چې لعنت وکړى د دُنيا نه به فنا شى.
۲۳کۀ مالِک خُدائ د نېکانو د کردار نه خوشحاله وى،
هغه د هغوئ قدمونه سموى.
۲۴کۀ تيندک وخورى نو وبه نۀ غورزيږى،
ځکه چې مالِک خُدائ يې په خپلو لاسونو کښې اوچتوى.
۲۵ځوان ومه، بوډا شومه، صادقان مې بېاسرى ليدلى نۀ دى،
او د هغوئ بچى مې د روټۍ په سوال ليدلى نۀ دى.
۲۶په آزاد لاس ورکوى سخاوتونه نېکان،
د دې برکتونه به وګورى د هغوئ بچيان.
۲۷د بدو لاس په سر شئ، ښۀ کارونو ته ځان سپارئ،
نو بيا به تاسو ټول عمر په دُنيا کښې اوسېږئ.
۲۸مالِک مينه کړى د اِنصاف سره او هغه به هيڅکله پرې نۀ ږدى نېکان،
هغه به دوئ وساتى په امان خو تباه به شى اولاد د بدکاران.
۲۹خو نېکانو ته به زمکه په ميراث کښې ورکړى،
او صادقان به تر ابده په کښې سکونت کړى.
۳۰نېکان خلق خبرې د حکمت کړى،
او د هغوئ ژبه د اِنصاف خبرې کړى.
۳۱د خُدائ پاک قانون د هغۀ په زړۀ کښې دے،
نو ځکه د سمې لارې نه نۀ ښوئيږى د هغۀ پښې.
۳۲بدکاران صادقانو ته پټ ناست وى،
او د هغوئ د قتلولو موقع لټوى.
۳۳مالِک خُدائ به يې هغوئ ته حواله نۀ کړى،
په وخت د عدالت به صادقان مجرمان نۀ کړى.
۳۴او په مالِک خُدائ باندې توکل کوئ او د هغۀ د حُکمونو اِطاعت کوئ،
هغه به تا اوچت کړى چې زمکه درله درکړى.
او تۀ به وګورې چې بدعمله تباه کړى.
۳۵ما بېرحمه او ظالمان ليدلى دى،
لکه څنګه چې شنه ونه په خپل ځائ کښې لوئيږى.
۳۶خو چې دوباره مې وليدل، هغوئ د دُنيا نه تلى وُو،
ما چې کله هغوئ لټول نو بيا نۀ وُو.
۳۷نېکانو او صادقانو ته وګوره،
د دوئ آئنده به وى په خير سره.
۳۸خو باغيان به ټول تباه شى،
او د هغوئ نسل به نيست و نابود شى.
۳۹مالِک خُدائ نېکانو ته خلاصون ورکوى،
او هغه په وخت د مصيبت کښې دوئ ته پناه ورکوى.
۴۰مالِک خُدائ د هغوئ مدد کوى، او د بدعملو نه خلاصون ورکوى،
هغه دوئ بچ کوى ځکه چې دوئ د هغۀ نه پناه اخلى.