د حضرت داؤد يو زبور
د مدد دپاره دُعا
۱زۀ تا ته زارى کومه، اے مالِکه خُدايه زما حفاظت کوونکيه،
خپل غوږونه دې په ما مۀ کڼوه.
کۀ چرې تۀ پاتې شې خاموشه،
زۀ به هم د هغه چا په شان شم چې روان وى قبرستان ته.
۲زما دُعا واوره او په ما رحم وکړه کله چې زۀ تا ته د مدد دپاره فرياد وکړم،
چې کله هم زۀ خپل لاسونه ستا مقدس مقام په لورې پورته کړم.
۳ما لرى مۀ غورزوه د بدکارانو سره،
او څوک چې بد کوى کارونه د هغوئ سره،
څوک چې کوى په خولۀ خوږې خبرې ګاونډيانو سره
خو په زړۀ کښې جوړوى منصوبې د فسادونو سره.
۴هغوئ ته د هغوئ د عملونو سزا ورکړه
هغوئ ته د هغوئ د بدو کارونو په اندازه بدله ورکړه،
هغوئ ته د خپلو بدو عملونو او کارونو بدله ورکړه
کوم چې دوئ د نورو سره کړى دى هغوئ ته د هغه څۀ سزا ورکړه.
۵ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ د کارونو نه بېپرواه دى
او د هغۀ د لاسونو کړې کارونه نۀ وينى،
هغه به هغوئ ښکته راګزار کړى،
او هيڅکله به بيا آباد نۀ شى.
۶ثناء صِفت دې مالِک خُدائ ته وى،
ځکه چې د رحم دپاره هغۀ زما ژړا واورېدله.
۷مالِک خُدائ زما قوت دے زما ډال دے،
زما په هغۀ د خپل ټول زړۀ سره يقين دے،
هغۀ ما سره مدد وکړو، او زړۀ مې خوشحاله دے،
زۀ به د ثناء صِفت سندرو سره د هغۀ شکريه ادا کړم.
۸مالِک خُدائ خپلو خلقو له طاقت ورکوى،
هغه د خپل مسح شوى بادشاه يوه محفوظه قلعه وى.
۹بچ کړه خپل خاص خلق او ورته برکت ورکړه،
شپون د هغوئ جوړ شه تل يې په خپلو لاسونو کښې اوچت کړه.