د حضرت داؤد دُعا
۱اے مالِکه خُدايه، زما د اِنصاف درخواستونه واوره،
زما د مدد کولو فريادونه واوره.
زما دُعا ته ورکړه پاملرنه،
په صادقو شونډو چې کړمه سوالونه.
۲ما بېګناه ثابت کړه،
ځکه ټول تا ته څرګند دى چې ښۀ کوى کارونه.
۳تا په شپه کښې زما د خيالونو او د زړۀ وکړل امتحانونه،
پس د امتحان نه دې په ما کښې پېدا نۀ کړل غلط کارونه،
اراده زما پخه ده په ژبه نۀ کړم ګناهونه.
۴ما منلى دى ټول ستا حُکمونه
کوم چې ما ساتى د ظالمانو د لارو.
۵زۀ همېشه ستا په لاره يم روان،
زۀ ستا نه نۀ يم اوړېدلے، يم دې پېروکار.
۶زۀ دُعا کومه تا ته، اے خُدايه، تۀ به راکړې جوابونه،
کله چې دُعا کوم غوږ ونيسه ما ته قبول مې کړه سوالونه.
۷ما ته د خپلې لوئې مينې خواږۀ راوښايه،
په خپل قُدرت دوئ بچ کوې تۀ له دشمنه
څوک چې پناه غواړى له تا نه.
۸وساته ما داسې لکه ستا د سترګو تور په شان،
د خپل وزرونو په سورى ما پټ کړه.
۹د بدعملو خلقو نه ما وساته چې په ما کوى حملې،
ما وساته د بېرحمه دشمنانو نه چې يې واچولې ګېرې.
۱۰کلک کړى دى هغوئ خپل بېرحمه زړونه،
واوره په خپله د هغوئ د لافو ډک کلامونه.
۱۱زما نه ګېرچاپېره شوى دى، زۀ يې نيولے يم،
کوى دوئ د دې انتظار چې زمکې ته مې راوولى.
۱۲زما د وژلو په تلاش کښې دى دوئ لکه د اوږى ازمرى په شان،
لکه د خپل ښکار په طمع پټ ناست چې وى زمرے ځوان.
۱۳اے مالِکه، راپاڅه، ودرېږه د دوئ خلاف، په ګوډو کړه شريران،
ما د خپلې تُورې په زور له بدعملو نه بچ کړه.
۱۴اے مالِکه خُدايه، د خپل لاس په طاقت دې تباه کړه هغه خلق،
څوک چې په دې دُنيا لټوى خپل اجرونه.
خو په خېټه ماړۀ کړه خپل غوره شوى بنيادمان،
د دوئ اولاد سره دې وى ډېر مالونه،
په ميراث کښې دې پاتې شى ورته مال او دولتونه.
۱۵ځکه زۀ يمه صادق ستا مخ به ووينم،
زۀ چې کله راپاڅم ستا ديدن به وکړم په ليدو ستا به مطمئن شم.