د حضرت داؤد يو زبور
په خُدائ پاک ايمان او يقين
۱اے پاکه خُدايه، ما وساته په خپل امان،
پناه مې راوړه تا ته او شه مې نګهبان.
۲ما ووئيل مالِک خُدائ ته، ”تۀ زما مالِک يې،
زما دغه ټول برکتونه او ښېګړې له تا نه دى.“
۳په زمکه باندې ټول مؤمنان دى رښتينې شريفان،
په دوئ کښې زما خوشحالى ده.
۴خو اخته به شى هغه خلق په خفګان
چې د خُدائ نه غېر منى نور خُدايان.
نۀ به اخلم برخه د هغوئ په قربانيانو
نۀ به واخلم د هغوئ د معبودانو نومونه په زبان.
۵تۀ يې اے مالِکه خُدايه زما ټول نصيب او برکتونه،
او زما د هر څيز ساتونکے يې تۀ په خپله.
۶تا ما له په برخه کښې راکړى دى ښۀ ځايونه،
بېشکه چې عجيبه دى ستا ميراثونه.
۷زۀ به د هغه مالِک خُدائ ادا کړم ثناء او صِفتونه څوک چې ما له کوى هدايتونه،
خپل زړۀ راته د شپې هم کوى لارښودنه.
۸مالِک خُدائ همېشه راسره دے زۀ په دې پوهېږم.
هغه په خوا کښې راسره دے نو زۀ به نۀ غورزېږم.
۹نو ځکه مې زړۀ خوشحاله دے خوشحالېږم،
ژوند کوم او په امان کښې اوسېږم،
۱۰زما روح به تۀ پرې نۀ ږدې په عالمِ ارواح کښې،
خاورې کېدو ته به پرې نۀ ږدې تۀ خپل قُدوس.
۱۱تۀ به ما ته د ژوندون لارښودنه وکړې،
د خپل حضور خوند به ما له راکړې،
تا سره د تل ژوندون خوشحالى به ما له راکړې.