انجیل

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت متى زېرے - څليريشتم باب

د حضرت عيسىٰ د خُدائ د کور د بربادۍ پېشګوئې

۱عيسىٰ د خُدائ د کور نه په وتو وو چې مريدان يې ورنزدې شُو او د خُدائ د کور عمارت يې ورته په ګوته کړو. ۲هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”دې ټولو آبادو ته وګورئ، زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دلته به يو کاڼے هم د بل دپاسه پاتې نۀ شى او ټول به ونړولے شى.“

د مشکلاتو شروع کېدل

۳څۀ وخت چې عيسىٰ د زيتُونو په غرۀ ناست وو نو مريدان يې ورغلل چې د هغۀ سره په پرده کښې خبرې وکړى. هغوئ ووئيل، ”مونږ ته دا وښايه چې دا هر څۀ به کله وشى او ستا د راتلو او د قيامت د ورځې نښه به څۀ وى؟“ ۴عيسىٰ جواب ورکړو، ”پام کوئ چې څوک مو بې‌لارې نۀ کړى. ۵ځکه چې ډېر به زما په نوم راشى او دعوىٰ به کوى چې زۀ مسيح يم، او ډېر خلق به بې‌لارې کړى. ۶داسې وخت به راشى چې تاسو به په خپل خواوشا کښې د جنګونو چغې او سورې او د جنګونو خبر به اورئ، خو ګورئ تاسو مۀ وار خطا کېږئ ځکه چې داسې څيزونه به ضرور پېښيږى خو آخر وخت به لا نۀ وى راغلے. ۷قومونه به د قومونو سره په جنګ وى، بادشاهۍ به د بادشاهۍ سره، په ډېرو ځايونو کښې به زلزلې او قحطونه راځى. ۸خو دا ټولې خبرې به لکه د لنګون د دردونو د شروع کېدو په شان وى. ۹تاسو به بيا د تنګسيا او د مرګ دپاره حواله شئ او ټول قومونه به زما د نوم په سبب تاسو سره کينه کوى. ۱۰په دغه وخت کښې به ډېر تيندک وخورى او د يو بل مُخبرى به کوى او د يو بل سره به کينه کوى. ۱۱ډېر دروغژن نبيان به راپورته شى او ډېر خلق به بې‌لارې کړى. ۱۲او چې بې‌شرعې کارونه زيات شى نو د خلقو به د يو بل سره مينه ختمه شى. ۱۳خو هغه څوک چې تر آخره قائم پاتې شى هغه به بچ شى. ۱۴او په ټوله دُنيا کښې به د بادشاهۍ زېرے خور شى او د ټولو قومونو دپاره به ګواهى شى او بيا به قيامت وى.

لوئ افت

۱۵يوه ورځ راتلونکى ده هر کله چې تاسو د دانيال د پېشګويۍ په مطابق په مقدس ځائ کښې هغه پليت بُت چې تباهى راولى ولاړ ووينئ، (لوستونکى دې پرې پوهه شى) ۱۶نو هغه څوک چې په يهوديه کښې دى غرونو ته دې وتښتى. ۱۷کۀ څوک د چت دپاسه وى هغه دې د سامان اوچتولو دپاره ښکته نۀ راکوزيږى. ۱۸او څوک چې په پټو کښې وى هغه دې د خپلې چُوغې راخستلو دپاره نۀ واپس کيږى. ۱۹افسوس دے په هغه ښځو چې په دغه ورځو کښې اُميدوارې وى او په هغوئ چې بچو له سينه ورکوى. ۲۰دُعا کوئ چې ستاسو تېښته نۀ خو په ژمى کښې او نۀ د سبت په ورځ راشى. ۲۱ځکه چې هغه به د لوئ مصيبت ورځ وى. داسې وخت د دُنيا د شروع نه تر اوسه لا نۀ دے راغلے او نۀ به بيا چرته راشى. ۲۲کۀ هغه د تکليف ورځې لنډې کړے شوې نۀ وې نو هيڅ يو بشر به هم بچ شوے نۀ وے، خو د خُدائ پاک د غوره شوو د خاطره به هغه ورځې لنډې کړے شى. ۲۳او کۀ بيا تاسو ته په دغه وخت کښې څوک دا ووائى چې وګورئ مسيح دلته دے يا هلته دے، نو باور پرې مۀ کوئ. ۲۴دروغژن مسيحيان او دروغژن نبيان به راښکاره شى او لوئې معجزې او نښې به ښکاره کوى، او کۀ ممکن وى نو غوره شوى خلق به بې‌لارې کړى. ۲۵ګورئ، ما تاسو د دې د کېدو نه مخکښې خبردار کړئ. ۲۶کۀ هغوئ تاسو ته ووائى چې هغه هلته په بيابان کښې دے نو هغۀ پسې بهر مۀ ځئ، او کۀ هغوئ ووائى چې هغه دننه په کوټه کښې دے نو باور پرې مۀ کوئ. ۲۷لکه څنګه چې برېښنا د مشرق نه تر مغرب پورې رسى دغه شان به د اِبن آدم راتلل وى. ۲۸چرته چې مرداره وى هلته به ټپوسان راټوليږى.

د اِبن آدم دوباره راتلل

۲۹او هر کله چې د دغه ورځو تنګسيا تيره شى نو ”سمدستى به نمر تور شى او د سپوږمۍ رڼا به ورکه شى، ستورى به د آسمان نه راپرېوځى او آسمانى طاقتونه به ولړزولے شى.“ ۳۰بيا به په آسمان کښې د اِبن آدم د راتلو نښه ښکاره شى، د دُنيا ټول قومونه به ژړا انګولا کوى او هغوئ به اِبن آدم ووينى چې د آسمان په وريځو کښې به د قدرت او د ډيرې لويئ سره راځى. ۳۱او هغه به خپلې فرښتې د بيګل په لوئ آواز سره راولېږى او هغوئ به د څلورو طرفونو نه، يعنې د آسمان د يو سر نه تر بله سره، غوره شوى خلق راټول کړى.

د اينځر د ونې مِثال

۳۲د اينځر د ونې نه سبق واخلئ. هر کله چې د هغې نازکې څانګې غوټۍ ونيسى او پاڼې وکړى نو تاسو پوهه شئ چې اوړے په راتلو دے. ۳۳هم دغه شان چې تاسو دا ټولې نښې ووينئ نو تاسو پوهه شئ چې هغه نزدې دے او په دروازه کښې ولاړ دے. ۳۴زۀ تاسو ته دا وايم چې دا موجوده پيړۍ به تر هغې ختمه نۀ شى ترڅو چې دا ټولې خبرې ونۀ شى. ۳۵زمکه او آسمان به فنا شى خو زما کلام به هيچرې فنا نۀ شى.

نامعلومه ورځ او وخت

۳۶خو د هغې ورځې او ساعت هيچا ته پته نشته، نۀ خو د آسمان فرښتو ته پته شته او نۀ زوئ ته، خو يو پلار پرې خبر دے. ۳۷لکه څنګه چې د نوح په ورځو کښې وشول نو دغه شان به د اِبن آدم په راتلو هم وشى. ۳۸په هغه ورځو کښې چې د سېلاب د راتلو نه اول وُو هغوئ خوړل، څښل، ودونه يې کول او ودونه يې ورکول، تر هغې ورځې پورې چې نوح په کشتۍ کښې ننوتلو. ۳۹او دوئ تر هغې هيڅ خبر نۀ وُو ترڅو چې سېلاب رانۀ غلو او دوئ يې لاهو نۀ کړل. دغه شان به د اِبن آدم په راتلو هم وى. ۴۰نو هغه وخت به دوه کسان په پټى کښې وى، يو به بوتلے شى او بل به پرېښودلے شى. ۴۱دوه ښځې به مېچن کوى، يوه به بوتلے شى او بله به پرېښودلے شى. ۴۲نو بيا تاسو بېدار اوسئ، ځکه چې تاسو په دې نۀ يئ خبر چې مالِک به په کومه ورځ راځى. ۴۳خو ياد ساتئ، کۀ د کور مالِک خبر وے چې غل به د شپې په کوم وخت کښې راځى نو هغه به بېدار وے او خپل کور به يې کنډر کېدو ته پرېښے نۀ وو. ۴۴نو بيا تاسو هم تيار اوسئ ځکه چې اِبن آدم به په داسې وخت کښې راځى چې ستاسو به په خيال خاطر کښې هم نۀ وى.

وفادار يا بې‌وفا نوکر

۴۵نو بيا وفادار او خيال ساتونکے نوکر څوک دے؟ هغه څوک چا ته چې مالِک د کور اختيار ورکړے وى چې د کور د نورو نوکرانو خيال ساتى او هغوئ له مناسب خوراک ورکوى. ۴۶بختور دے هغه نوکر چې د مالِک د راتلو په وخت په خپل کار آخته وى. ۴۷زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې مالِک به دۀ له د خپل ټول مال واک اختيار ورکړى. ۴۸خو کۀ هغه بد نوکر د خپل ځان سره داسې ووائى چې، بويه چې زما مالِک راځى، ۴۹او بيا د نورو نوکرانو په وهلو لاس پورې کړى او په خوړلو او څښلو آخته وى او په نشه کښې وى، ۵۰نو مالِک به يې په داسې ورځ راشى چې د دۀ په خيال خاطر کښې به نۀ وى او په داسې وخت به راشى چې هغه به خبر هم نۀ وى، ۵۱نو هغه به يې په وهلو تک شين کړى او دغه شان به يې په مُنافقانو کښې شامل کړى. چرته چې به ژړا او د غاښونو چيچل وى.“