انجیل

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت مرقوس زېرے - شپږم باب

د حضرت عيسىٰ په ناصرت کښې نۀ قبلېدل

۱عيسىٰ د هغه ځائ نه روان شو او د خپلو مريدانو سره خپل ښار ته راغلو. ۲هرکله چې د سبت ورځ راغله نو هغۀ په عبادتخانه کښې تعليم ورکړو او ډېرو خلقو چې د هغۀ تعليم واورېدلو نو حېران شول او وې وئيل چې، ”هغۀ دا خبرې د کومه زده کړې؟ او دا پوهه دۀ له څنګه ورکړے شوه؟ او دے دا معجزې څنګه کوى؟ ۳دا هغه ترکاڼ نۀ دے، د مريمې زوئ، د يعقوب، د يوسف، د يهوداه او د شمعون ورور نۀ دے څۀ؟ او ولې د دۀ خوېندې دلته مونږ سره نۀ دى؟“ دغه شان هغوئ دے قبول نۀ کړو. ۴عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”د نبى په هر ځائ کښې عزت وى بغېر د خپل ښار او د خپلو خپلوانو او د خپل خاندان نه.“ ۵هغۀ هلته معجزې ښکاره نۀ کړې بغېر د دې نه چې خپل لاسونه يې په يو څو بيمارانو راښکل او هغوئ يې روغ کړل. ۶او هغه د هغوئ په بې‌ايمانۍ حېران شو. نو بيا هغه په ګېرچاپېره کلو کښې ګرځېدو او تعليم يې ورکولو.

د دولسو مريدانو لېږل

۷هغۀ دولس مريدان راوغوښتل او دوه دوه تنه يې لېږل شروع کړل او هغوئ له يې د پيريانو د شړلو اختيار ورکړو. ۸هغۀ ورته حکم وکړو چې، ”د سفر دپاره د يوې امسا نه بغېر بل هيڅ مۀ اخلئ، نۀ روټۍ، نۀ تيلۍ او نۀ په بټوه کښې پېسې. ۹پېزار په پښو کړئ خو دوېم قميص مۀ اخلئ.“ ۱۰او ورته يې وفرمائيل چې، ”کۀ چرته تاسو کوم کور ته ننوځئ نو هلته پاتې شئ تر هغې چې د هغه ځايه بل ځائ ته رُخصت شئ. ۱۱او چې په کوم ځائ کښې خلق تاسو قبول نۀ کړى او غوږ درته ونۀ نيسى نو چې کله تاسو هغه ځائ پرېږدئ نو د خپلو پښو نه دوړې وڅنډئ چې د هغوئ خلاف ګواهى شى.“ ۱۲نو هغوئ بهر لاړل او دا بيان يې کولو چې توبه ګار شئ. ۱۳هغوئ ډېر پيريان وشړل او ډېر بيماران يې په تېلو مسح کړل او ډېرو خلقو له يې شفا ورکړه.

د حضرت يحيىٰ بپتسمه ورکونکى مرګ

۱۴نو هيروديس بادشاه د دې نه خبر شو ځکه چې د عيسىٰ نامه مشهوره شوه. ځينې خلقو دا وئيل چې، ”بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ بيا د مرو نه راژوندے شوے دے، ځکه خو ورسره د معجزو طاقت هم دے.“ ۱۵خو نورو وئيل چې، ”دا الياس دے.“ او ځينو وئيل چې، ”دا د پخوانو نبيانو په شان لوئ نبى دے.“ ۱۶خو چې هيروديس د عيسىٰ په حقله واورېدل نو وې وئيل چې، ”هغه يحيىٰ چې ما يې سر پرې کړے وو بيا راژوندے شوے دے.“ ۱۷ځکه هيروديس د خپل ورور فيليپوس د ښځې هيرودياس په وجه يحيىٰ ګرفتار کړے وو، په زنځير يې تړلے وو او په قېدخانه کښې يې اچولے وو. ځکه چې هيروديس بادشاه اوس پخپله د هيرودياس سره وادۀ کړے وو. ۱۸او يحيىٰ هغۀ ته فرمائيلى وُو چې، ”د خپل ورور د ښځې سره نِکاح کول په تا حرام دى.“ ۱۹نو په دې وجه د هغۀ ښځې هيرودياس ورسره کينه لرله او غوښتل يې چې هغه قتل کړى خو کولے يې نۀ شو، ۲۰ځکه چې هيروديس د يحيىٰ نه په دې يرېدو چې هغۀ ته معلومه وه چې دے پاک او نېک سړے دے، ځکه يې د هغۀ ساتنه وکړه. هيروديس دا غوښتل چې د هغۀ خبرې واورى اګر چې د هغۀ خبرو هغه ډېر وارخطا کړے وو. ۲۱خو آخر هيرودياس ته دا موقع مِلاو شوه کله چې هيروديس په خپله سالګره کښې خپلو اميرانو، فوجى آفسرانو او د ګليل لويو خلقو ته مېلمستيا کړې وه. ۲۲د هغې لور دننه راغله او ګډه شوه او هيروديس او د هغۀ مېلمانۀ دومره خوشحاله شول چې بادشاه جينۍ ته ووئيل، ”څۀ چې غواړې وې غواړه، نو زۀ به يې درکړم.“ ۲۳او هغۀ هغې ته قسم وخوړو، ”هر څۀ چې تۀ غواړې، زۀ به يې درکړم تر خپلې نيمې بادشاهۍ پورې.“ ۲۴هغه بهر ووتله او خپلې مور ته يې ووئيل چې، ”زۀ ترې څۀ وغواړم؟“ هغې جواب ورکړو، ”د بپتسمه ورکوونکى يحيىٰ سر.“ ۲۵جينۍ سمدستى بادشاه له ورغله او خواست يې وکړو، ”زۀ غواړم چې تۀ ما ته اوس دلته د بپتسمه ورکوونکى يحيىٰ سر په تالى کښې راوړې.“ ۲۶بادشاه ډېر زيات غمژن شو خو د خپلو قسمونو او د مېلمنو په وجه يې دا نۀ غوښتل چې د هغې د خواست نه اِنکار وکړى. ۲۷نو بادشاه سمدستى سپاهى له حُکم ورکړو چې، ”لاړ شه، د يحيىٰ سر راوړه.“ سپاهى لاړو په قېدخانه کښې يې د هغۀ سر پرې کړو ۲۸او په يو تالى کښې يې راوړو او جينۍ ته يې پېش کړو، او بيا هغې خپلې مور له ورکړو. ۲۹کله چې د يحيىٰ مريدان د دې نه خبر شول نو راغلل د هغۀ لاش يې واخستو او په قبر کښې يې کېښودو.

پينځۀ زره سړو او ورسره ښځو او ماشومانو له روټۍ ورکول

۳۰رسولان بيا عيسىٰ ته راټول شول او هر څۀ چې يې کړى او ښودلى وُو هغه يې ترې خبر کړو. ۳۱هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو ما پسې راځئ چې چرته خوشى بيابان ته لاړ شُو چې تاسو لږ آرام وکړئ.“ ځکه چې دومره زيات خلق تلل راتلل چې هغوئ روټۍ خوړلو ته هم نۀ وزګارېدل. ۳۲بيا هغوئ په کشتۍ کښې کښېناستل او يو خوشى بيابان ته لاړل. ۳۳خو ډېرو خلقو هغوئ په تلو کښې وليدل او وې پېژندل او بيا هغوئ د ټولو ښاريو نه هغه ځائ ته پياده لاړل او د هغوئ نه وړاندې ورسېدل. ۳۴هغه چې غاړې ته راورسېدو نو يوه لويه ګڼه يې وليده او زړۀ يې پرې وسوزېدلو ځکه چې هغوئ د داسې ګډو په شان وُو چې شپون ورسره نۀ وى او هغۀ هغوئ ته د ډېرو خبرو په حقله تعليم ورکړو. ۳۵هر کله چې ورځ په تېرېدو شوه د هغۀ مريدان هغۀ له ورغلل او وې وئيل چې، ”دا خوشے بيابان دے او ناوخته دے. ۳۶دا خلق خوا او شا کلو او بانډو ته رُخصت کړه چې لاړ شى خپل ځان له د خوراک څۀ څيزونه واخلى.“ ۳۷خو هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو د ځانه دوئ له د خوراک څۀ ورکړئ چې وې خورى.“ هغوئ جواب ورکړو، ”ولې مونږ لاړ شُو او د دوو سوو دينارو روټۍ د دوئ د خوړلو دپاره واخلو؟“ ۳۸هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو سره څومره روټۍ دى؟ لاړ شئ او وې ګورئ.“ هغوئ لاړل، وې کتلې او هغۀ ته يې ووئيل چې، ”پينځۀ روټۍ او دوه کبان دى.“ ۳۹بيا هغۀ هغوئ ته حکم ورکړو چې، ”په شين کبل د دې خلقو پېنډه جوړه کړئ.“ ۴۰نو هغوئ د پنځوسو او سلو کسانو په پېنډو کښې کښېناستل. ۴۱بيا هغۀ پينځۀ روټۍ او دوه کبان واخستل، آسمان ته يې پاس وکتل، برکت يې ورکړو او روټۍ يې ماتې کړې. او هغه يې مريدانو له ورکړې چې د خلقو په وړاندې کېږدى. او هغۀ هم هغه دوه کبان په هغوئ ټولو تقسيم کړل. ۴۲هغوئ ټولو ښۀ په مړه ګېډه خوراک وکړو. ۴۳او مريدانو د پاتې شوو روټو او کبانو نه دولس ډکې ټوکرۍ راټولې کړې. ۴۴نو دا روټۍ څۀ پينځۀ زره سړو وخوړله.

په اوبو باندې ګرځېدل

۴۵بيا سمدستى عيسىٰ خپل مريدان کشتۍ ته وخېژول چې د هغوئ نه وړاندې د درياب پورې غاړې بيتِ‌صيدا ته لاړ شى، نو چې هغه په خپله د خلقو ګڼه رُخصت کړى. ۴۶چې هغوئ يې رُخصت کړل نو په خپله غرۀ ته وختلو چې دُعا وکړى. ۴۷کله چې ماښام ناوخته شو او کِشتۍ په اوبو کښې وړاندې تلې وه او هغه په اوچه کښې بلکل ځان له وو. ۴۸عيسىٰ وليدل چې هغوئ د کشتۍ په بوتلو کښې په تکليف دى ځکه چې هوا د مخالف طرف نه وه. او عيسىٰ په شپه کښې د سحر کېدو نه لږ وړاندې د اوبو دپاسه د هغوئ په طرف ورروان وو. نو هغه په هغوئ اوړېدو، ۴۹خو کله چې هغوئ عيسىٰ د اوبو دپاسه روان وليدو، نو دا سوچ يې وکړو چې ګنې دا پيرے دے او چغې يې کړې، ۵۰ځکه چې هغوئ ټولو دے وليدلو او يرې واخستل. خو هغۀ سمدستى وفرمائيل چې، ”مۀ يرېږئ. دا زۀ يم چې يره ونۀ کړئ.“ ۵۱بيا هغه د هغوئ سره کِشتۍ ته وختلو او طوفان ودرېدلو. په دې هغوئ بلکل اريان دريان شول، ۵۲ځکه چې هغوئ لا د روټۍ په هغه واقعه پوهه نۀ وُو، د هغوئ زړونه سخت شوى وُو.

د ګِنيسرت په علاقه کښې بيماران روغول

۵۳کله چې هغوئ پورې غاړې ته ورسېدل نو هغوئ د ګِنيسرت علاقې ته راغلل او هلته يې کِشتۍ په ګودر وتړله. ۵۴کله چې هغوئ د کشتۍ نه راکوز شول نو خلقو سمدستى عيسىٰ وپېژندو. ۵۵او خلق ګېرچاپېره علاقې ته په منډه لاړل او د هرې خوا نه يې بيماران په پوزَکو کښې ورته راوړل. ۵۶او هر چرته چې به هغه تلو، کلو، ښارونو، يا بانډو ته، هغوئ به په بازارونو کښې ورته بيماران کښېنول او هغۀ ته يې مِنت وکړو چې دوئ له دومره اجازت ورکړه چې ستا لمنې له لاس وروړى، او هر چا چې لاس وروړو، هغه بلکل روغ شول.