د صوبه دار د نوکر روغول
۱کله چې يې ټولې خبرې خلقو ته خلاصې کړې نو عيسىٰ کفرنحُوم ته لاړو. ۲هلته د صوبه دار يو نوکر وو کوم چې په هغۀ ډېر ګران وو. او هغه مرګى حال پروت وو. ۳نو کله چې صوبه دار د عيسىٰ په حقله واورېدل نو هغۀ يو څو يهوديان مشران ورولېږل او خواست يې ورته وکړو چې هغه راشى او د هغۀ نوکر له شفا ورکړى. ۴هغوئ عيسىٰ له راغلل او ډېر زارى مِنت يې ورته وکړو او ورته يې ووئيل چې، ”صوبه دار ستا د مدد حقدار دے، ۵ځکه چې هغه زمونږ د قوم خوږمن دے او هغۀ زمونږ دپاره عبادتخانه هم جوړه کړې ده.“ ۶عيسىٰ د هغوئ سره لاړو. نو چې هغه کور ته نزدې شو نو صوبه دار يو څو دوستان په دې غرض ورولېږل چې، ”مالِکه، نور تکليف مۀ کوه ځکه چې زۀ د دې جوګه نۀ يم چې تۀ زما کور ته راشې. ۷زۀ په خپله خو څۀ هم نۀ يم نو په دې وجه زۀ تاسو ته حاضر نۀ شوم. خو کۀ تاسو صرف حکم وکړئ نو زما نوکر به جوړ شى. ۸ځکه چې زۀ پوهېږم چې زۀ په خپله د بل د حکم لاندې يم او سپاهيان زما د حکم لاندې دى. زۀ چې يو ته ووايم چې لاړ شه نو هغه لاړ شى، او چې بل ته ووايم چې دېخوا راشه، نو هغه راشى او چې خپل غلام ته ووايم چې داسې وکړه نو هغه يې هغه شان کوى.“ ۹کله چې عيسىٰ دا واورېدل نو د هغۀ ايمان ته حېران شو، نو هغۀ ګڼې ته وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته دا وايم چې ما داسې ايمان په بنى اِسرائيلو کښې چرته هم نۀ دے ليدلے.“ ۱۰او هغه مشران چې کور ته واپس راغلل نو هغوئ هغه نوکر روغ جوړ وليدو.
د نائن د کونډې ښځې زوئ ژوندے کول
۱۱پس له هغې عيسىٰ نائن نومې ښاريې ته لاړو. د هغۀ سره خپل مريدان او نور ګڼ خلق هم ورسره وُو. ۱۲کله چې هغه د ښاريې دروازې ته ورسېدلو نو يوه جنازه يې وليده. دغه جنازه د يوې کونډې د يک يو زوئ وه او د دې سره د ښاريې ګڼ خلق وُو. ۱۳کله چې مالِک عيسىٰ هغه وليدله نو زړۀ يې پرې وسوزېدلو او وې فرمائيل، ”بس نوره مۀ ژاړه.“ ۱۴د دې سره هغه وروړاندې شو او د جنازې په کټ يې لاس کېښودلو او جنازه وړُونکى ودرېدل. بيا هغۀ وفرمائيل چې، ”راپاڅه اے زلميه.“ ۱۵هغه مړے کښېناستو او په خبرو يې شروع وکړه او عيسىٰ هغه خپلې مور ته بيا حواله کړو. ۱۶په هغه ټولو خلقو باندې زبردسته يره خوره شوله او هغوئ ټولو د خُدائ پاک ثنا ووئيله او وې وئيل چې، ”زمونږ په مينځ کښې يو لوئ نبى راښکاره شوے دے او خُدائ پاک د خپلو خلقو د مدد دپاره راغلے دے.“ ۱۷عيسىٰ چې څۀ کړى وُو هغه قيصه د يهوديه په ټوله علاقه او خوا او شا کښې خوره شوه.
د حضرت يحيىٰ پېغام وړُونکى لېږل
۱۸د يحيىٰ مريدانو هغه په دې هر څۀ خبر کړو. هغۀ خپل دوه مريدان راوغوښتل ۱۹او مالِک له يې ولېږل چې تپوس وکړى چې، ”تۀ هغه راتلونکے يې يا دا چې مونږ د بل چا اِنتظار وکړو؟“ ۲۰هغه پېغام وړُونکى عيسىٰ له لاړل او ورته يې ووئيل، ”بپتسمه ورکوونکى يحيىٰ مونږ تا له رالېږلى يُو چې تپوس وکړو چې تۀ هغه راتلونکے يې کۀ مونږ د بل چا اِنتظار وکړو؟“ ۲۱هم په هغه ساعت عيسىٰ ډېرو خلقو ته د بيماريانو نه شفا ورکړله، طاعون او بد پيريان يې لرې کړل او ډېرو ړندو له يې بينائى ورکړه. ۲۲بيا هغۀ هغه مريدانو ته جواب ورکړو چې، ”لاړ شئ او هر څۀ چې تاسو اورئ او ګورئ هغه يحيىٰ ته ووايئ چې ړاندۀ بينا کيږى، شل ګرځى، جذاميان پاکيږى، کاڼۀ اورى، مړى بيا ژوندى کيږى او غريبانان ښۀ زيرے اورى. ۲۳او بختور دى هغه څوک چې ما نۀ ازاروى.“ ۲۴کله چې د يحيىٰ مريدان رُخصت شول نو عيسىٰ د هغۀ په حقله خلقو ته وفرمائيل چې، ”تاسو د څۀ ليدلو دپاره بيابان ته تلى وئ؟ يوه لوخه چې باد خوځوله څۀ؟ ۲۵نو بيا تاسو د څۀ ليدو له وتلى وئ؟ يو کس چې قيمتى جامې يې اچولې وې؟ ګورئ، د چا چې قيمتى لباس وى او عېش عشرت کوى هغوئ په محلونو کښې ژوند کوى. ۲۶نو بيا تاسو بهر د څۀ ليدو له وتلى وئ؟ يو نبى ليدو له؟ آو، زۀ دا وايم چې د يو نبى نه هم ډېر لوئ. ۲۷دا هغه څوک دے چې د چا په حقله چې ليکلے شوى دى چې، ”ګوره، زۀ خپل پېغمبر ستا نه وړاندې لېږم چې ستا مخې ته لاره تياره کړى.“ ۲۸زۀ تاسو ته وايم د زمکې په مخ بل څوک د يحيىٰ نه لوئ نشته خو بيا هم د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې د ټولو نه کمزورے کس د هغۀ نه لوئ دے.“ ۲۹او ټولو خلقو چا چې د عيسىٰ خبرې واورېدلې نو سره د محصولچيانو يې د خُدائ پاک لار سمه وګڼله ځکه چې د يحيىٰ نه يې بپتسمه اخستې وه، ۳۰خو بې د فريسيانو او د شرعې د عالمانو نه چا چې د هغۀ د بپتسمې نه اِنکار کړے وو او د ځان دپاره يې د خُدائ پاک د حُکم نه مخ اړولے وو. ۳۱”د دې پيړۍ د خلقو مِثال په څۀ درکړم؟ هغوئ د چا په شان دى؟ ۳۲هغوئ په بازار کښې د ناستو ماشومانو په شان دى څوک چې يو بل ته چغې وهى او وائى چې، مونږ تاسو ته شپيلۍ وغږولې او تاسو ګډا ونۀ کړه. مونږ ژړا انګولا وکړه او تاسو وير ونۀ کړو. ۳۳ځکه چې بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ راغلو چې هغۀ نۀ روټۍ خوړله او نۀ يې مے څښل نو تاسو وئيل چې، په هغۀ پيريان ناست دى. ۳۴او کله چې اِبن آدم راغلو چې خورى څښى نو تاسو وايئ چې، دۀ ته وګورئ. دا ګيډور شرابى د محصولچيانو او ګناهګارو دوست دے. ۳۵خو بيا هم حکمت په خپلو کارونو کولو صادق ثابت شو.“
يوه ګناهګاره ښځه معاف کول
۳۶يو فريسى د عيسىٰ مېلمستيا وکړله. هغه د فريسى کور ته لاړو او خوراک ته کښېناستو. ۳۷نو په هغه ښار کښې يوه زناکاره ښځه چې د عيسىٰ د راتلو نه خبر شوله چې د يو فريسى په کور کښې مېلمه دے نو قيمتى عطر يې د مرمرو په عطردان کښې راوړل. ۳۸هغه د عيسىٰ د پښو سره وروستو ودرېدله او په ژړا شوه او د هغۀ پښې د هغې په اوښکو لمدې شوې او هغه هغې په خپلو وېښتو وچې کړې او ښکل يې کړې او عطر يې پرې واچول. ۳۹کله چې د هغۀ کوربه فريسى دا وليدل نو د ځان سره يې ووئيل، ”کۀ دا سړے چرې رښتينے نبى وے نو هغه به په دې خبر وے چې دا لاس وروړونکې ښځه څوک ده او دا څنګه ښځه ده يعنې يوه ګناهګاره ده.“ ۴۰عيسىٰ د هغۀ په زړۀ پوهه شو او ورته يې وفرمائيل چې، ”شمعونه. زۀ تا ته څۀ وئيل غواړم.“ هغۀ ووئيل چې، ”ووايه مالِکه.“ ۴۱عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”د يو سودخور دوه قرضدارى وُو. يو ته يې پينځۀ سوه ديناره قرض وُو او په بل يې پنځوس. ۴۲د دواړو سره د قرض ورکولو هيڅ درک نۀ وو نو دواړو ته يې وبخښل. نو اوس ووايه چې په دې دواړو کښې به د هغۀ سره زياته مينه کوم يو کوى؟“ ۴۳شمعون جواب ورکړو، ”زما په خيال چې کوم سړى ته يې زياتې وبخښلې.“ عيسىٰ وفرمائيل چې، ”بېشکه تۀ صحيح وائې.“ ۴۴بيا يې ښځې ته مخ ورواړولو او شمعون ته يې وفرمائيل چې، ”تۀ دا ښځه وينې؟ زۀ ستا کور ته راغلم او تا زما د پښو دپاره اوبۀ قدرې هم رانۀ کړې خو دې ښځې زما پښې په خپلو اوښکو لمدې کړې او هغه يې په خپلو وېښتو وچې کړې. ۴۵تا زۀ ښکل قدرې نۀ کړم خو د کوم وخت نه چې زۀ راغلے يم هغه لګيا ده زما پښې ښُکلوى. ۴۶تا زما سر په تېلو غوړ نۀ کړو او هغې زما په پښو عطر واچول. ۴۷زۀ تا ته دا وايم چې هغې دومره مينه وکړله ځکه چې د هغې ډېر ګناهونه بخښلے شوى دى. د چا چې لږ ګناهونه بخښلے شوى وى هغه لږه مينه کوى.“ ۴۸بيا عيسىٰ هغې ته وفرمائيل چې، ”ستا ګناهونه وبخښلے شول.“ ۴۹نو مېلمنو په خپلو کښې ووئيل چې، ”دے لا څوک دے چې ګناهونه هم بخښى؟“ ۵۰او بيا عيسىٰ هغې ښځې ته وفرمائيل چې، ”تۀ خپل ايمان بچ کړې، په خير لاړه شه.“