انجیل

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت لوقا زېرے - اتلسم باب

د يوې کونډې او د يو قاضى مِثال

۱بيا عيسىٰ مريدانو ته يو مِثال ووئيلو، او ورته يې دا وښودل چې هغوئ دې ضرور بار بار دُعا غواړى او زړۀ دې نۀ بائيلى. ۲نو هغۀ وفرمائيل چې، ”په يو ښار کښې يو قاضى وو چې نۀ ورسره د خُدائ پاک يره وه او نۀ يې د خلقو پرواه کوله. ۳او هم په دغه ښار کښې يوه کونډه وه چې هغه به بيا بيا هغۀ له راتله او ورته به يې وئيل چې زما د مخالفينو او زما تر مينځه اِنصاف وکړه. ۴ډېره موده هغۀ اِنکار کولو خو آخر يې په زړۀ کښې ووئيل، حقه خو دا ده چې زۀ نۀ خو د خُدائ پاک نه يرېږم او نۀ د خلقو پرواه کوم، ۵خو اوس دا کونډه زما دپاره داسې بلا جوړه شوې ده او زۀ به د دې حق دې له ورکړم، هسې نۀ چې په بار بار راتلو ما تر پوزې راولى.“ ۶بيا مالِک عيسىٰ وفرمائيل، ”تاسو دې بې‌اِنصافه قاضى ته غوږ شئ چې دۀ څۀ ووئيل. ۷نو ولې خُدائ پاک به د خپلو غوره شوو دُعا نۀ اورى څوک چې ورته شپه او ورځ زارى او مِنت کوى؟ ولې هغه به د دوئ په مدد کولو کښې ډېر وخت ولګوى؟ ۸زۀ تاسو ته وايم، هغه به ډېر زر د هغوئ سره اِنصاف وکړى. خو کله چې اِبن آدم دوباره راشى، نو ولې هغه به څوک ايماندار په زمکه پېدا کړى؟“

د فريسى او يو محصولچى مِثال

۹عيسىٰ هغه خلقو ته هم چې په خپل ځان يې باور کولو چې مونږ صادقان يُو او نور يې سپک ګڼل، دا مِثال ووئيلو، ۱۰”دوه سړى د دُعا دپاره د خُدائ کور ته لاړل، يو فريسى وو او بل محصولچى. ۱۱فريسى ودرېدو او داسې دُعا يې شروع کړه، اے خُدايه پاکه، ستا شُکر دے چې زۀ د نورو خلقو په شان نۀ خو دوکه مار، نۀ بې‌ايمانه، نۀ زناکار او نۀ لکه د هغه محصولچى په شان يم. ۱۲زۀ په هفته کښې دوه روژې نيسم او څۀ چې ګټم خُدائ پاک ته د هغې نه لسمه ورکوم. ۱۳خو محصولچى لرې ولاړ وو او پاس آسمان ته يې نۀ کتل او خپله سينه يې وهله او وئيل يې، اے خُدايه پاکه، په ما رحم وکړه، زۀ ستا ګناه ګار يم. ۱۴زۀ تاسو ته وايم چې هم دا سړے د هغه اولنى سړى نه زيات صادق کور ته واپس لاړو، ځکه هر څوک چې ځان اوچتوى، هغه به عاجز کړے شى او څوک چې ځان عاجز کړى، هغه به اوچت کړے شى.“

ماشومانو له برکت ورکول

۱۵خلقو عيسىٰ له خپل ماشومان راوستل چې د برکت دپاره لاس پرې کېږدى. کله چې مريدانو دوئ وليدل نو وې رټل. ۱۶خو عيسىٰ هغه ماشومان راوبلل او وې فرمائيل، ”ماشومان ما ته راپرېږدئ، دوئ مۀ منع کوئ ځکه چې د خُدائ پاک بادشاهى هم د داسې خلقو ده. ۱۷زۀ تاسو ته رښتيا وايم، هر څوک چې د خُدائ پاک بادشاهى لکه د ماشوم قبوله نۀ کړى، هغوئ به هيڅکله په دې کښې داخل نۀ شى.“

يو مالدار حاکِم

۱۸يو حاکِم د عيسىٰ نه دا تپوس وکړو، ”اے نېکه اُستاذه. داسې څۀ وکړم چې د تل ژوندون وارث شم؟“ ۱۹عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”تۀ ما ته نېک ولې وائې؟ د خُدائ پاک نه بغېر بل هيڅوک نېک نشته. ۲۰تا ته د شريعت حُکمونه خو معلوم دى، زنا مۀ کوه، قتل مۀ کوه، غلا مۀ کوه، د دروغو ګواهى مۀ کوه او د خپل مور پلار عزت کوه.“ ۲۱حاکِم جواب ورکړو چې، ”ما د ځوانۍ نه په دې هر څۀ عمل کړے دے.“ ۲۲د دې په اورېدو عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”په تا کښې اوس هم د يو څيز کمے دے. لاړ شه، خپل ټول مال حال خرڅ کړه او خوارانو له يې ورکړه، نو بيا به تۀ د آسمان خزانې ومومې. بيا راځه، او ما پسې شه.“ ۲۳په دې خبرو د حاکِم زړۀ په ډوبېدو شو ځکه چې هغه ډېر مالداره سړے وو. ۲۴عيسىٰ چې د هغۀ حالات وليدل نو وې فرمائيل، ”د مالداره دپاره د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې داخلېدل څومره ګران کار دے. ۲۵د يو مالداره سړى په نسبت د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې داخلېدل د يو اوښ دپاره د ستنې په سورى کښې تېرېدل آسان دى.“ ۲۶چا چې دا واورېدل نو تپوس يې وکړو، ”نو څوک به بيا خلاصون ومومى؟“ ۲۷عيسىٰ جواب ورکړو، ”څۀ چې د بنى آدم دپاره ناممکنه وى هغه خُدائ پاک ته ممکن وى.“ ۲۸پطروس ووئيل، ”وګوره مونږ خپل کورونه پرېښى دى چې په تاسو پسې روان شو.“ ۲۹عيسىٰ وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته دا وايم چې چا چې د خُدائ پاک د بادشاهۍ دپاره خپل کور، خپله ښځه، خپل وروڼه، خپل مور پلار او خپل بچى پرېښى دى ۳۰نو هغه به په دې دُنيا کښې په څو چنده ومومى او په آخر کښې به د تل ژوندون بيا مومى.“

په درېم ځل د حضرت عيسىٰ د خپل مرګ او د بيا ژوندى کېدلو په حقله پېشګوئې

۳۱عيسىٰ دولس مريدان ځان له کړل او ورته يې وفرمائيل، ”مونږ اوس يروشلم ته ځو او د اِبن آدم په حق کښې هر څۀ چې د نبيانو په وسيله ليکلے شوى دى، هغه به پوره شى. ۳۲هغه به غېر‌يهوديانو ته حواله کړے شى، هغوئ به په هغۀ پورې ټوقې وکړى او بد سلوکى به ورسره وکړى او توکاڼې به پرې وتوکى. ۳۳هغوئ به يې په کوړو ووهى او مړ به يې کړى او په درېمه ورځ به هغه بيا ژوندے راپاڅى.“ ۳۴خو هغوئ په دې هيڅ ونۀ رسېدل او څۀ چې وئيلے شوى وُو، مطلب يې د هغوئ نه پټ وو ځکه چې هغوئ يې په مطلب نۀ پوهېدل.

په يريحو کښې د يو ړوند سړى بينا کول

۳۵کله چې عيسىٰ يريحو ته نزدې شو نو يو ړوند سړے د لارې په غاړه ناست وو او خير يې غوښتو. ۳۶هغۀ چې د ګڼو خلقو د تېرېدو آوازونه واورېدل نو تپوس يې وکړو چې، ”دا څۀ چل دے؟“ ۳۷هغوئ خبر کړو چې، ”عيسىٰ ناصرى په دې لاره تېريږى.“ ۳۸نو هغۀ چغې کړې، ”اے عيسىٰ د داؤد زويه، په ما رحم وکړه.“ ۳۹مخکښې چې کوم خلق روان وُو، هغوئ ورته په سخته ووئيل چې، ”چپ شه.“ خو هغۀ چغې لا نورې هم زياتې کړې چې، ”اے د داؤد زويه. په ما رحم وکړه.“ ۴۰عيسىٰ ودرېدلو او خلقو له يې حُکم ورکړو چې، ”دے ما له راولئ.“ کله چې هغه نزدې راغے نو تپوس يې ترې وکړو، ۴۱”تۀ څۀ غواړې چې زۀ يې ستا دپاره وکړم؟“ هغۀ ووئيل، ”مالِکه، زۀ خپل نظر غواړم.“ ۴۲عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”بينا شه، تۀ خپل ايمان بچ کړې.“ ۴۳نو سمدستى هغه بينا شو او په هغۀ پسې روان شو. او د خُدائ پاک ثنا يې وئيله. او ټولو خلقو چې دا ننداره وليده نو د خُدائ پاک ثنا يې ووئيله.