خط

د يعقوب رسول خط - پينځم باب

دولتمندو ته خبردارے

۱اے مالدارو واورئ، تاسو په خپلو هغه مصيبتونو چې راتلونکى دى، ژړا او فرياد وکړئ. ۲ستاسو مال دولت سخا شو او ستاسو جامې چينجو ووهلې. ۳ستاسو سرۀ زر او سپين زر زنګ شول او د دې زنګ به ستاسو خلاف ګواهى ورکوى، او دا به ستاسو غوښې لکه د اور په شان وسوزوى. تاسو په دې آخرى ورځو کښې خزانې رايوځائ کوئ. ۴ګورئ، کومو مزدورانو چې ستاسو په پټو کښې لَو کړے دے، د هغوئ هغه مزدورى چې تاسو په دوکه ايساره کړې ده، چغې وهى او د لَوګرو فرياد ربُ الافواج خُدائ غوږُونو ته رسېدلے دے. ۵تاسو په دُنيا کښې د عېش او عشرت ژوند تېر کړو، او تاسو خپل ځانونه د حلالېدو د ورځ دپاره څورب کړل. ۶تاسو صادق سړے قصوروار کړو او ومو وژلو، خو هغۀ ستاسو مقابله نۀ کوى.

د تکليف په وخت کښې صبر او دُعا

۷نو اے وروڼو او خوېندو، د مالِک تر راتلو پورې صبر وکړئ، لکه څنګه چې يو زميندار د زمکې د قيمتى فصل په اِنتظار کښې د منى او د سپرلى د باران تر ورېدو پورې صبر کوى. ۸نو تاسو هم صبر وکړئ او خپل زړونه مضبوط کړئ ځکه چې د مالِک راتلل رانزدې دى. ۹اے وروڼو او خوېندو، د يو بل خلاف شکايت مۀ کوئ نو چې تاسو سزا ونۀ مومئ. ګورئ، قاضى په دروازه کښې ولاړ دے. ۱۰اے وروڼو او خوېندو، کومو نبيانو چې د مالِک په نوم کلام وکړو، د هغوئ تکليفونه تېرول او صبر کول خپل ځانته نمونه وګڼئ. ۱۱واقعى چې مونږ هغوئ ته بختور وايو څوک چې صبر کوونکى دى. تاسو د ايُوب د صبر په حقله اورېدلى دى او تاسو د مالِک مقصد هم وليدو چې مالِک څومره ډېر مهربانه او رحيم دے. ۱۲خو اے زما وروڼو او خوېندو، د ټولو نه لويه خبره دا ده چې قسم ونۀ خورئ، نۀ د آسمان او نۀ د زمکې او نۀ د څۀ بل څيز، بلکې ستاسو ”آو“ دې ”آو“ وى او ستاسو ”نه“ دې ”نه“ وى، نو چې تاسو د سزا لائق ونۀ ګرځئ. ۱۳کۀ په تاسو کښې څوک په تکليف کښې وى نو دُعا دې وغواړى، کۀ خوشحاله وى نو هغوئ دې ثنا ووائى. ۱۴کۀ په تاسو کښې څوک بيمار وى نو هغوئ دې د جماعت مشران راوبلى او د هغۀ دپاره دې هغوئ دُعا وغواړى او د مالِک په نوم دې هغوئ په تېلو مسح کړى. ۱۵او کومه دُعا چې په ايمان سره وغوښتے شى د هغې په وجه به بيمار روغ شى، او مالِک به هغه راپاڅوى او کۀ هغۀ ګناهونه کړى وى نو هغه به ورته معاف شى. ۱۶نو بيا ځکه تاسو په خپلو کښې يو بل ته د خپلو ګناهونو اِقرار وکړئ او د يو بل دپاره دُعا وغواړئ نو چې تاسو شفا ومومئ. د زړۀ نه د صادقه دُعا ډېر اثرناکه وى. ۱۷الياس زمونږ په شان انسان وو، او هغۀ ډېر په جوش سره دُعا وغوښته چې باران دې ونۀ وريږى، او تر درې نيمو کالو پورې په زمکه باران ونۀ ورېدلو. ۱۸نو چې هغۀ بيا دُعا وغوښتله نو د آسمان نه باران وورېدو او په زمکه فصل زرغون شو. ۱۹اے زما وروڼو او خوېندو، کۀ څوک په تاسو کښې د حق د لارې نه واوړى او بل څوک هغه بيا واپس راواړوى، ۲۰نو تاسو په دې پوهه شئ چې څوک چې ګناه ګار د ګمراهۍ نه راواړوى، هغه به يو کس د مرګ نه بچ کړى او په ډېرو ګناهونو به پړده واچوى.