د حضرت اِبراهيم سره د زوئ د پېدا کېدو وعده
۱مالِک خُدائ اِبراهيم ته د ممرې پاکو ونو سره راڅرګند شو. چې اِبراهيم د سرې غرمې په وخت د خېمې د دروازې په خولۀ کښې ناست وو، ۲هغۀ وکتل او څۀ ګورى چې هلته درې سړى ولاړ دى. هغوئ يې چې څنګه وليدل، هغۀ ستړى مشى له ورمنډه کړل. د عزت نه ورته ټيټ شو، ۳اِبراهيم وفرمائيل، ”صاحِبانو، کۀ تاسو ما د دې قابل ګڼئ، نو زما سره ايسار شئ چې زۀ ستاسو خِدمت وکړم. ۴کۀ اجازت وى نو زۀ به ستاسو پښو وينځلو له لږې اوبۀ راوړم، تاسو د دې ونې لاندې دمه وکړئ. ۵زۀ به تاسو له لږه روټۍ هم راوړم، نو تاسو به بيا ښۀ مزل وکړئ. دا زما دپاره د عزت خبره ده چې زما کور ته راغلئ، نو زۀ به ستاسو مېلمستيا کوم.“ هغوئ جواب ورکړو، ”ښۀ ده، چې څنګه ستا خوښه وى نو هغه شان وکړه.“ ۶اِبراهيم خېمې ته تېز لاړو او ساره ته يې وفرمائيل، ”زر شه. د ټولو نه د ښۀ اوړو بوجۍ راواخله او روټۍ ترې پخې کړه.“ ۷بيا هغۀ د مال رَمې ته ورمنډه کړه او يو کچه او څورب سخے يې راونيوو او يو نوکر له يې ورکړو، چې هغه يې زر زر تيار کړى. ۸هغۀ لږ ماستۀ، پئ او هغه پخه شوې غوښه هم راوړه او سړو ته يې هر څۀ کېښودل او چې کله هغوئ روټۍ خوړله نو د ونې لاندې ورته ولاړ وو. ۹بيا هغوئ د هغۀ نه تپوس وکړو، ”ستا ښځه ساره چرته ده؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”هغه دننه په خېمه کښې ده.“ ۱۰يو مېلمه ووئيل، ”په راتلونکى کال کښې به زۀ واپس راشم او ستا د ښځې ساره به يو زوئ پېدا شوے وى.“ ساره د خېمې د دروازې شا ته دا خبرې اورېدلې. ۱۱اوس ګوره، اِبراهيم او ساره ډېر بوډاګان وُو. او ساره د ماشوم د پېدا کېدو نۀ وه. ۱۲نو ساره د ځان سره وخندل او وې وئيل چې، ”اوس زۀ زَړه او کمزورې يم او خاوند مې هم بوډا دے، نو اوس په دې عُمر کښې به زۀ د هغۀ سره څملم څۀ؟“ ۱۳نو مالِک خُدائ د اِبراهيم نه تپوس وکړو، ”ساره ولې وخندل او وې وئيل چې په دې عُمر کښې زما ماشوم پېدا کېدے شى څۀ ځکه چې زۀ ډېره بوډۍ يم؟ ۱۴داسې څۀ شته چې د مالِک خُدائ دپاره مشکل وى؟ لکه چې څنګه ما ووئيل، په راتلونکى کال به زۀ واپس راځم او د ساره به يو زوئ پېدا شى.“ ۱۵نو ساره منکره شوه ځکه چې هغه يرېده. هغې ووئيل، ”ما خو نۀ دى خندلى.“ هغۀ جواب ورکړو، ”آو، تا وخندل.“
د حضرت اِبراهيم د سدوم د نۀ تباه کېدو سوال کول
۱۶بيا هغه سړى روان شول او يو داسې ځائ ته لاړل چې د کوم ځائ نه يې سدوم ليدلے شو، نو اِبراهيم هغوئ ته په مخه ښه وئيلو دپاره ورسره لاړو. ۱۷نو مالِک خُدائ د ځان سره وفرمائيل، ”زۀ چې څۀ کول غواړم هغه به د اِبراهيم نه نۀ پټوم. ۱۸د هغۀ اولاد به يو لوئ طاقتور قوم وى او د هغۀ په ذريعه به زۀ ټولو قومونو له برکت ورکړم. ۱۹ما هغه د دې دپاره غوره کړے دے چې هغه خپلو زامنو او اولاد ته دا نصيحت وکړى چې زما خبره منى او هغه څۀ کوى چې کوم صحيح او حق دى. کۀ دوئ داسې کوى، نو زۀ به هم د هغۀ دپاره هغه هر څۀ وکړم چې ما يې وعده کړې ده.“ ۲۰بيا مالِک خُدائ اِبراهيم ته وفرمائيل، ”په سدوم او عموره باندې ډېر سخت اِلزامونه دى، دوئ ډېر بد عملونه کوى. ۲۱زۀ به لاندې خامخا ځم چې دا پته ولګوم چې کوم اِلزامونه ما اورېدلى دى چې هغه رښتيا دى او کۀ نه.“ ۲۲بيا هغه دوه سړى لاړل او د سدوم طرف ته روان شول، خو مالِک خُدائ د اِبراهيم سره ايسار شو. ۲۳اِبراهيم مالِک خُدائ ته نزدې شو او تپوس يې ترې وکړو، ”تۀ په رښتيا د بدعملو سره صادقان هم تباه کوې؟ ۲۴کۀ په ښار کښې پنځوس صادقان کسان وى، نو تۀ به ټول ښار تباه کوې څۀ؟ تۀ به دوئ نۀ معاف کوې د دې دپاره چې هغه پنځوس کسان بچ شى؟ ۲۵دا څنګه کېدے شى چې تۀ به صادقان د بدعملو سره ووژنې؟ دا خو ناممکنه ده، تۀ داسې نۀ کوې. کۀ تۀ داسې وکړې، نو صادقانو خلقو ته به د بدعملو سره يو شان سزا مِلاو شى. دا ستا دپاره ناممکنه ده. ځکه د دُنيا اِنصاف کوونکے به خامخا اِنصاف کوى.“ ۲۶مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”کۀ په سدوم کښې پنځوس صادقان کسان هم وى، نو زۀ به د هغوئ په خاطر ټول ښار بچ کړم.“ ۲۷اِبراهيم بيا وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، ما معاف کړه چې زۀ زړَور شوم او ستا په مخکښې خبرې کوم. ځکه چې زۀ ستا په مخکښې هيڅ هم نۀ يم. ۲۸خو کېدے شى چې هلته د پنځوسو صادقانو په ځائ صِرف پينځۀ څلوېښت وى. نو تۀ به د پينځو کسانو د کمى په وجه ټول ښار تباه کوې څۀ؟“ مالِک خُدائ جواب ورکړو، ”کۀ پينځۀ څلوېښت صادقان هم وى نو زۀ به هغه ښار نۀ تباه کوم.“ ۲۹اِبراهيم بيا وفرمائيل، ”کېدے شى چې هلته صِرف څلوېښت کسان وى.“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”کۀ څلوېښت کسان هم وى نو زۀ به هغه ښار نۀ تباه کوم.“ ۳۰اِبراهيم وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، غصه کېږه مه، خو زۀ يو ځل بيا عرض کوم. کۀ هلته صِرف دېرش کسان وى نو بيا؟“ هغۀ وفرمائيل، ”زۀ به داسې نۀ کوم کۀ دېرش هم وى.“ ۳۱اِبراهيم وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، ما معاف کړه چې زۀ زړَور شوم او ستا په مخکښې خبرې کوم، خو کۀ صِرف شل کسان وى؟“ هغۀ وفرمائيل، ”زۀ به هغه ښار نۀ تباه کوم کۀ شل کسان هم وى.“ ۳۲اِبراهيم وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، غصه کېږه مه، زۀ به صِرف يو ځل بيا عرض کوم. کۀ هلته صِرف لس کسان وى نو بيا؟“ هغۀ وفرمائيل، ”کۀ لس کسان هم وى نو زۀ به هغه ښار نۀ تباه کوم.“ ۳۳چې د اِبراهيم سره يې خبرې ختمې کړې نو مالِک خُدائ لاړو او اِبراهيم کور ته راوګرځېدو.