تاریخى

د سموئيل دوېم کِتاب - شلم باب

د شيبا بغاوت

۱په جِلجال کښې داسې وشول چې د بنيامين د قبيلې يو بدمعاش سړے وو. هغه د بِکرى زوئ وو او نوم يې شيبا وو. هغۀ بيګل وغږولو او چغه يې کړه، ”نۀ به د داؤد نه په ميراث کښې مونږ ته څۀ مِلاو شى او نۀ مونږ ته د هغۀ نه د مِلاوېدو څۀ اُميد شته. اے بنى اِسرائيلو راځئ چې خپلو کورونو ته ځُو.“ ۲نو داسې اِسرائيليانو د داؤد خِلاف بغاوت وکړو او د شيبا سره روان شول، خو د يهوداه سړى وفادار وُو او د اُردن نه تر يروشلم پورې په داؤد پسې لاړل. ۳کله چې داؤد په يروشلم کښې خپل محل ته ورسېدو، هغۀ هغه لس وېنځې بوتلې چې کومې يې د محل د خيال ساتلو دپاره پرېښې وې او په حِفاظت کښې يې ساتلې وې. هغوئ له يې د ضرورت څيزونه ورکول، خو د هغوئ سره يې څملاستل نۀ کول. په هغوئ باندې ټول عُمر دا پابندى وه چې د کونډو په شان ژوند تېروى. ۴بادشاه عماسا ته وفرمائيل، ”د يهوداه سړى راغونډ کړه او سبا نه بل سبا د هغوئ سره حاضر شه.“ ۵عماسا د هغوئ د راغونډولو دپاره لاړو، خو چې بادشاه کوم وخت مقرر کړے وو نو هغه هغې له واپس رانۀ غلو. ۶نو بادشاه ابيشى ته وفرمائيل، ”شيبا به مونږ له د ابى‌سلوم نه زيات مصيبت جوړوى. زما سړى بوځه او په هغۀ پسې لاړ شه، ګنې کېدے شى چې هغه د پَخو دېوالونو والا ښارونه ونيسى او زمونږ نه وتښتى.“ ۷نو د يوآب سړى او محافظان د ابيشى سره د يروشلم نه روان شول چې په شيبا پسې لاړ شى. ۸چې کله هغوئ په جبعون کښې لوئ ګټ ته ورسېدل نو عماسا ورسره مِلاو شو. يوآب د جنګ دپاره زغره اغوستې وه، تُوره يې په کاش کښې اېښې وه چې په کمربند پورې يې تړلې وه. چې وړاندې راغلو، نو تُوره وغورزېدله. ۹يوآب عماسا ته ووئيل، ”زما ملګريه څنګه يې؟“ او د چل دپاره يې خپل ښے لاس د هغۀ ږيرې له وروړلو چې ښُکل يې کړى. ۱۰چې کومه تُوره د يوآب په بل لاس کښې وه نو هغې ته د عماسا خيال نۀ وو او يوآب هغه ورباندې په خېټه ووهلو او کولمې ترې نه بهر په زمکه وغورزېدې، هغه په ټکى مړ شو او يوآب ته د هغۀ د بيا وهلو ضرورت پېښ نۀ شو. بيا يوآب او د هغۀ ورور ابيشے په شيبا پسې روان شول. ۱۱د يوآب يو سړے د عماسا د لاش سره ودرېدو او آواز يې وکړو، ”څوک چې د يوآب او داؤد ملګرتيا کوى نو هغوئ دې په يوآب پسې روان شى.“ ۱۲د عماسا لاش په وينو کښې لت پت وو او د سړک په مينځ کښې پروت وو. د يوآب سړى دا وليدل چې هر يو کس ورته د تماشې دپاره ودريږى، نو هغۀ لاش د سړک نه پټى ته راښکلو او څادر يې ورباندې واچولو. ۱۳کله چې هغه لاش د سړک نه لرې کړے شو، نو هر يو کس د يوآب سره په شيبا پسې روان شو. ۱۴شيبا د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو د علاقې نه تېر شو او د ابيل‌بيت‌معکه ښار ته راغلو او د بِکرى د قبيلې کسان راغونډ شول او په هغۀ پسې ښار ته ننوتل. ۱۵د يوآب سړى خبر شول چې شيبا هلته دے، نو هغوئ لاړل او ښار يې محاصره کړو. هغوئ بهرنى دېوالونو ته د خاورو ډېرى جوړ کړل او دېوال کنستل يې هم شروع کړل چې دا راوغورزيږى. ۱۶هلته په ښار کښې يوه هوښياره ښځه وه چې هغې د دېوال نه چغه کړه، ”اے خلقو واورئ. يوآب ته ووايئ چې دلته راشى، زۀ د هغۀ سره خبرې کول غواړم.“ ۱۷نو يوآب لاړو او هغې ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ يوآب يې څۀ؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”آو، زۀ يوآب يم.“ هغې ورته ووئيل، ”صاحِبه، زما خبره واوره.“ هغۀ ورته ووئيل، ”زۀ اورم وايه.“ ۱۸هغې ورته ووئيل چې، ”په خوا به خلقو وئيل، لاړ شه او د ابيل په ښار کښې به درته د مسئلې حل مِلاو شى، نو چې هغوئ به لاړل نو مسئله به حل شوه. ۱۹زمونږ يو عظيم ښار دے، چې په بنى اِسرائيل کښې ډېر د وفا او امن نه ډک دے. دا تۀ ولې تباه کوې؟ تۀ هغه څۀ ورانول غواړې څۀ چې د مالِک خُدائ دى؟“ ۲۰يوآب ورته ووئيل، ”هيچرې نه. زۀ به ستاسو ښار هيڅکله تباه او وران نۀ کړم. ۲۱زمونږ منصوبه دا نۀ ده. د يو سړى نوم شيبا دے چې هغه د بِکرى زوئ دے، هغه د غرونو د مُلک د اِفرائيم دے، هغۀ د داؤد بادشاه خِلاف بغاوت شروع کړے دے. بس دا يو سړے ما له په لاس کښې راکړه، نو زۀ به د ښار نه ووځم.“ هغې ورته ووئيل، ”مونږ به د هغۀ سر تا ته د دېوال نه دروغورزوُو.“ ۲۲بيا هغه د خپلې منصوبې سره د ښار خلقو له لاړه، هغوئ د شيبا سر پرې کړو او يوآب ته يې د دېوال نه وروغورزولو. هغۀ د دې دپاره بيګل وغږولو چې د هغۀ سړى د ښار نه لاړ شى، نو هغوئ واپس کورونو ته لاړل. او يوآب واپس بادشاه له يروشلم ته راغلو.

د حضرت داؤد آفسران

۲۳يوآب د اِسرائيلو د لښکر مشر وو، د يهويدع زوئ بناياه د داؤد د محافظانو مشر وو، ۲۴ادورام د هغه مزدورانو مشر وو چې په زور کار ترې نه اخستے شو، د اخيلود زوئ يهوسفط منشى وو، ۲۵سِوا د دربار منشى وو، صدوق او ابياتار اِمامان وُو، ۲۶او د يائير د ښار عيرا هم د داؤد يو اِمام وو.